۱۳۹۳ د سلواغې ۲۹

په ډېره خواشینۍ سره مو د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د تعلیمي نظارت د غړي مولوي عبدالواسع له شهادت څخه خبر تر لاسه کړ.
                                     (انالله و انا الیه راجعون)
مولوي عبدالواسع ددې ولایت پر امنیه قومندانۍ د ډله ییز برید په پایله کې زموږ د یو شمېر نورو هېوادوالو ترڅنګ په شهادت ورسېد. نوموړی د پاسپورټ اخیستلو لپاره امنیه قوماندانۍ ته ورغلی وو.

شهید مولوي عبدالواسع په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د لوګر ولایت د بره کي برک ولسوالۍ د ملاخېلو په کلي کې زېږېدلی وو او لومړنۍ زده کړې یې په خصوصي ډول په دیني مدرسو کې ترسره کړي دي. نوموړی د نورو زده کړو په موخه د هند د دیوبند په مدرسه کې شامل شو او له یادې مدرسې څخه یې د اسلامیاتو په برخه کې په عالي درجه د فراغت سند تر لاسه کړ.

مولوي عبدالواسع په ۱۳۸۷ کال کې د غازي امین الله خان لوګري په عالي لېسه کې د ښوونکي سپېڅلې دنده پیل کړه او په ۱۳۹۲ کال کې د بره کي برک ولسوالۍ د تعلیمي نظارت د غړي په توګه تعین او په پوره صداقت یې خپله دنده پرمخ وړله.

د پوهنې وزارت رهبري د لوګر ولایت ښوونکو او دیني عالمانو ته د مرحوم عبدالواسع د مړینې له امله تسلیت وايي او د لوی خدای (ج) له درباره مولوي عبدالوسع ته د فردوس جنت، پاتې کسانو او خپلوانو ته یې جمیل صبر غواړي.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *