نړۍ چې څومره پراخه او وسيع ده هغومره بېلابېل موجودات په کښي شامل او د ژوند شپې او ورځي سبا او بيګاه کوي چې د هغو له جملې څخه يو ډول مخلوق هم شتون لري چي په خپل زيار هڅو او د ستر واکمن په لورېنه چي کوم مقام او منزلت ته رسيدلي په نور هيڅ ډول مخلوق کي ساری نه لري.
موخه او هدف مي انسان دی، مګر يوه خبره څرګنده ده، چي هر انسان هم د ستايلو او يادولو ندی! زه چي کوم کس يادوم هغه ښاغلی او محترم محمد صافی غازي زاده د حسين علی زوی دی چي په ۱۳۳۱ کال د غزني ولايت د قرباغ په ولسوالي کي یې دې نړۍ ته سترګي پرانيستي دي. ښاغلي صافي کومي رسمي زده کړي نه دي ترسره کړي خو له نيکه مرغه چي په خصوصي توګه يې زده کړي د ژورناليزم په برخه کي سرته رسولي دي. ښاغلي صافي په کال ۱۳۶۲ هـ کي هلمند ته راکوچيدلی دی او تر دا مهاله همدلته د ژوند خوږي او ترخي تيروي.
ښاغلی صافی پنځه ديرش کاله کيږي چي په هلمند کي د ژورناليزم په برخه کي دنده ترسره کوي اوسنۍ دنده يې په اطلاعات او کلتور رياست او د هلمند ولايت په مطبوعاتي دفتر کي مخ پر وړاندي روانه ده.
صافی صاحب له خپل ژوند څخه ډير خوښ بريشي، دده په وينا چي په ژوند کي مي تر ټولو لويه بريا داده چي په خپلو پنځو بچو چي هلکان دي دليسانس تر کچي پوري لوړي زده کړي کړي.او ددې تر څنګ صافی صاحب د عکاسي په برخه کي د اطلاعات او کلتور د وزارت او د هلمند د ولايتي ادارې له طرفه په ستاينليکونو هم نازول سوی دی. صافی وايې چي ژوناليزم يو مقدسه او سپيڅلې دنده ده، په دې برخه کي تعصب نسته او د ژورناليستانو څخه يې هيله داده چي، دوئ بي پرې واوسي تر څو ددې زورېدلي او کړېدلي ولس اواز تر مسؤلو کسانو پوري ورسوي.
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۹) ګڼه\ چارشنبه\عقرب ۲۸\ ۱۳۹۳