د حکومتي پالیسۍ جوړونه – د بیلابیلو برخو رول

یوازي حکومت ندي چي د عامه پالیسۍ جوړونه ور دغاړه ده بلکه دا یوه پیچلې پروسه ده او بیلابیل بنسټونه او ټولنیز ګروپونه خپل رول پکښي لري چي یو شمیر یې په لاندي ډول دي :

ښاریان – عامه پالیسۍ د خلګو د ګټو سره سم جوړیږي نو ښاریان هم کولای سي چي په غیري مستقیم ډول د پالیسۍ په جوړولو کي مهم رول ولوبوي . خو دلته مهم خبره داده چي تر انفرادي هڅو ګروپي هڅي ډیري اغیزناکي پریوزي .

رایه ورکوونکي – ټول ښاریان یا اوسیدونکي په رایه ورکوونکي کي نه راځي بلکه هغه کسان چي د رایي ورکولو شرایط یې پوره کړي وي او رایه کاروي هغوی ته رایه ورکوونکي ویلای سو . د رایه ورکوونکي ډله د عامه پالیسۍ په جوړښت کي ځانګړی رول لري او ټاکني د رایه ورکوونکو لپاره یو ښه فرصت دي چي د مختلوفو کاندیدانو لخوا په وړاندي سوو برنامو او پالیسیو کي انتخاب وکړي . دلته نو ټول کاندیدان او ګوندونه کوښښ کوي چي داسي پالیسي جوړي کړي چي د رایه ورکوونکو زړونه او فکرونه خپل کړای سي .

د فشار ګروپونه – د فشار او علاقمند ګروپونه اوس په دوهمه مقننه قوه بدل سویدي . دوی په مشخطو پالیسیو او قوانین کي خپله علاقه او لوالتیا لري د فشار په واریدولو سره د پالیسۍ د جوړولو په پروسه کي خپل تاثیر لري .

سیاسي ګوندونه – سیاسي ګوندونه د ټاکنو په درشل کي خپل بیلابیل پروګرامونه او پالیسي د عام اولس مخي ته ږدي تر څو د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي . په دې اساس نو سیاسي ګوندونه د عامه پالیسي د پورسي یوه ډیره ښه غیري مستقیمه منبع ده .

مقننه قوه – په ډیموکراتیکو ټولنو او سیسټمونو کي مقننه قوه د قوانینو او پالیسیو سرجینه ده . اګر چي په اوسنیو وختونو کي اجراییه برخي دومره وده کړې چي مقننه قوه یوازي عمومي قوانین او پالیسۍ جوړوي او زیاتره مشخصي او وړې پالیسۍ او قوانین یې اجراییه برخي ته پرایښي دي .

اجراییه قوه – نن سبا د اجراییه مرکزیت زمانه یوه اصطلاح ده چي د عصري حکومتونو لپاره کارول کیږي او په دې حکومتونو کي د پالیسیو او قوانینو په جوړولو او پلي کولو کي ډیره تکیه په اجراییه مشر باندي کیږي . په زیاره هیوادونوکي چي نظام یې پارلماني وي د قانون له مخي دا د کابیني واک او دنده ده چي د اړیتا وړ قوانین تعین او مقننه قوې ته یې کښیږدي .

قضاییه قوه – په ټولو هغو هیوادونو کي چي قضاییه قوه د قضاییه بیاکتني رول ورکړل سوی وي د پالیسۍ په جوړول کي خپل مهم تاثر لري . کله چي قوانین قضاییه قوې ته د تفسیر او بیا کتني په موخه راوړل کیږي نو دلته قضاییه قوه د قوانینو په منځپانګي خپل پوره رول لري .

د پالیسۍ په جوړولو کي د عامه ادارې رول

په عمومي توګه د قوانینو جوړول د مقننه قوې مسولیت او دنده ده او پالیسیو جوړول او رامنځته کول د سیاسیونو مسولیت او واک دی او عملي کول یې د عامه اداري په غاړه دي خو اوس چي د عامه ادارې د کار ساحه پراخه سوې ده او مسولیتونه یې پر ډیریدو دي نو په مختلفو حالاتو او وختونو کي عامه اداره د پالیسیو او قوانینود پلي کیدو تر څنګ د هغوی په جوړول کي هم رول لوبوي . د پالیسۍ په جوړونه کي د عامه ادارې رول پر درو برخو ویشلای سو چي په لاندي توګه وړاندي کیږي :

معلوماتي رول – د یوه پروګرام ، ستونزي او پروسې د مخته وړلو ، پکار اچولو او حل کولو په موخه چي کله قوانین او پالیسۍ رامنځته کیږي نو لمړني شي چي اړتیا ورته سته او د یوې ښې پالیسۍ د جوړیدو سره مرسته کولای سي هغه اړونده او دقیق معلومات دي چي باید د پالیسي جوړونکو سره وي . او عامه اداره د اړونده معلوماتو په راټولو او اماده کولو سره کولای سي چي د پالیسۍ په جوړولو او ترتیب کي خپل رول او تاثیر ولري . دا د عامه اداري لخوا وړاندي سوي معلومات دي چي پر بنسټ به یې پالسي او قوانین رامنځته کیږي .

مشورتي رول – د پالیسۍ په جوړولو کي د عامه ادارې مشورتي رول ډیر مهم ځآی لري ، ریاتره وخت لوړرتبه دولتي مامورین د پالیسیو د جوړولو پر مهال د مشاورینو رول لوبوي او د خپلو تجریبو پر اساس د پالیسي جوړونکو مشوره ورکولای سي چي جوړیدونکي پالیسي څومره عملي بڼه لري او کومي ممکنه ستونزي لري ننګوني ورسره تړلي دي .

تحلیلونکي رول – عامه اداره د پالیسۍ د جوړولو په پروسه کي مهم تحلیل کولای سي او کولای سي چي د پالیسۍ بیلا بیل اړخونه د منابعو او شرایطو په چوکاټ کي تحلیل کړي . عامه اداره کولای سي چي د خپل تحلیل په نتجه کي د ستونزو د حل په موخه د یوشمیر پالیسیو د بدلون غوښتنه وکړي تر څو ستونزو ته په ښه توګه لاس رسی وسي .

بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *