سر نه؛ په سر کې دننه!!!
سر و صورت یوازې مه ګوره معنا وګوره
په سر کې فکر، زړه کې پټه مدعا وګوره
خلاق او دقیق الفت چې د ژوند کوم کونج ته سترګې ور اړولې نو د ذهن له لایزره یې هیڅ ذره تاریکه نه ده پاته شوې، د مختلفو ذراتو، کیفیاتو، پروسو او پدیدو تر منځ یې د خپل خلاقیت په برکت هسې تناسبات کشف کړي، هسې تجزیې کړي، هسې ترکیبات رامنځته کړي چې انساني عقل هېښ ورته پاتېږي؛ په دې سلسله کې یې په پورته جالب او جذاب بیت کې د انسان د معنا او ماهیت په زړه پورې معیار ټاکلی دی، هغه معیار چې له بده مرغه لا هم زموږ په عامه ذهنیت کې د توجه او کارېدو وړ نه دی.
زموږ ژوند، زموږ ذهن، زموږ کړه وړه، زموږ راشه درشه، زموږ برخورد او زموږ هر څه ډېر سطحي، رواجي او کلیشه يي دي؛ موږ له مسایلو، پدیدو او پېچلتیاوو سره ډېر قشري مخ کېږو، ژورو ته یې نه ور کښته کېږو، ځکه دا کار بصیرت غواړي او زموږ نه له خپل بصیرت سره جوړه ده نه د بل.
موږ د ژوندانه پر ظاهري ځل و بل مین یو، لکه نادیده ګان کوم نوي شي ته په خوله ګورو خو له باطني ژورتیاوو سره ډېر نا آشنا یو، همدا علت دی چې نه د کشف تاریخ لرو او نه هم د اختراع، نه نوې خبره لرو، نه مو له نوې کیسې سره جوړه ده او نه چاته د نوښت اجازه ورکوو او زموږ د عامه ذهنیت دغه د کاڼي کرښه زما د دغې ادعا پوخ سند دی چې:
((څه دې کول، چې پلار و نیکه دې کول))
زموږ ذهني ثبات ډبره غوندې دی، ډېر لږ هم بدلون ته اماده نه یو که په خپله ټولنه کې غیبانه په کوم چا کې کومه د ذهني تغیر نښه ووینو، منحرف، بدعتي آن ګمراه یې بولو او له داسې کس سره نو زموږ حساب و کتاب خورا سخت وي، د سپکولو، رټلو، وهلو، شړلو حتا وژلو تر بریده یې په سزا محکوموو.
موږ ظاهربین خلک یو، فیصلې او قضاوتونه مو اکثر د ظواهرو پر اساس وي، تاسو وګورئ! کله چې د یو چا صفت کوو نو د هغه ممتازې ځانګړنې یوازې د هغه په سر و صورت کې داسې بیانوو:
– ډېر دروند او معمره سړی دی، ښه مبارکه ږیره، ښایسته سپین کالي اغوستي، ښه د پاج لنګوټه تړلې.
– ښه جګ لوړ چارشانه ځوان دی.
– ښه سورو سپین صورتمین سړی دی.
– داسې هډور ځوان دی، وام پهلوان دی پهلوان.
– ډېر بې آزاره، بې خولې و بې زبانه سړی دی، ښه پټ خولی دی چې په مجلس کې درسره ناست وي، سپوڼ به یې هم وانه ورې.
– ګرد عمر یې تسپې په لاس، خوله یې ښوري، د هیچا سره کار نه لري.
– غټې- غټې سترګې، جګه لوړه پزه، ښه تک تور ورېښتان، داسې ښایسته ځواني یې ده چې ګل ور وغورځوې، پورې مښلي.
– داسې قد و قامت یې دی لکه چینار، چې پر لار روان وي خیال په کېږي.
کله چې د دوو کورنیو تر منځ د نوې دوستۍ خبره وي نو د هلک عکسونه د نجلۍ کور ته استول کېږي یانې عکس لیدل د انتخاب معیار دی، چې کله په یو بل پسې پوښتنه کوي نو د صفت غوره اړخ یې دا وي چې: ښه د پلار و د نیکه هلک یا نجلۍ ده.
د نجلۍ په اړه: بېخي ډېرې مرکې ورته کېږي خو دوی تر اوسه نه ده ورکړې.
او ډېرې نورې دا وړ کیسې چې ټولې زموږ د ظاهربینۍ بیان کوي او استاد الفت چې د تعهد په واقعي مانا یو متعهد هنرمن وو د خپل پسپاته ټولنیز ذهنیت له واقعیته ځورېدی ځکه نو د سروصورت پر مینانو ږغ کوي، هغه څه چې موقتي، تېرېدونکي او خاورې کېدونکي دي هغه سروصورت دی، مګر معنا، فکر او په زړه کې پټه مدعا انساني، عالي او ابدي دي.
قادرخان خټک هم همدا مضمون په ښه شاعرانه پېرایه کې بیانوي:
ظاهربین مې په ظاهر صورت غلط شو
په باطن په خاورو پټه خزانه یم
استاد الفت هم عینې خبره په یوه بل ځای کې په یوه بل عبارت کوي:
په چپن اوبالاپوښ ونه غولېږې
ما د لونګ څښتن لیدلی مکمل دی
شک نشته چې د یوه علمي اصل له مخې ارواپوهان د ا نسانانو له ظاهري کړو وړو، سلوک او نښو څخه د هغوی دننه کیفیات او رواني خصوصیات مالوموي خو کاشکې موږ هم له دغې علمي زاویې څخه ظواهرو ته کتلای؛ موږ خو نه یوازې په سر کې فکر او معنا ته اهمیت نه ورکوو، لا چې پر ضد یې یو.
دا مسئله د نړۍ متمدن انسان د استاد الفت په زمانه کې لا حل کړې وه ځکه زموږ دغه مهربان مفکر هم زموږ د انسان توجه ورته را اړولې ده، له بده مرغه موږ لا د درېیمې زریزې په درشل کې هم د شلمې څه چې آن نونسمې پېړۍ د معماوو پر حل نه یوو برلاسي شوي، نور نو شرم دی، راځئ له الفه تر یا د خپل ناکاره ژوندانه ټول ناکاره بنیادونه بدل او د انساني، فکري او معنا داره ژوند پر علمي تهدابو خپلې هستۍ ته نوی ساز و باز ورکړو او د فکري رڼا فرهنګ خپور کړو؛ باید روشنګري تعمیم کړو:
سر و صورت یوازې مه ګوره معنا وګوره
په سر کې فکر زړه کې پټه مدعا وګوره
بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳