ژ : لطف الله لطف، نړیوال اسلامي پوهنتون-اسلام اباد
دريمه/ وروستۍ برخه
د نړۍ اوسنی نظام داسې جوړ شوی ، چې د چین ګډون په کې دومره پراخه او ستر نه دی.له دې امله چین نړیوالو اصولو ته د نورو هېوادونو په پرتله دومره ژمن نه دی،په کومه برخه کې چې نړیوال نظام د چین د غوښتنو سره سمون نه خوري، هلته بیا چین له نورو لارو چارو کار اخلي.
چین په دې وروستیو کې د جاپان،برازیل او یو شمېر نورو هېوادونو سره د سکې جلا بلاک جوړ کړې دی.
اوسمهال د چین او امریکا تر منځ د عامو موخو نه شتون او دسیاسي او اقتصادي سیالیو له امله د امریکا پر ضد دنوي بلاک جوړیدو زور اخیستی دی.
د امریکا او چین تر منځ د اړیکو د پراخولو او یو پر بل د فشار د کمولو لپاره به یوازې د کړکېچ مهارول بسنه و نه کړي . ما له همدې امله د چین او امریکا مشرتابه د یوې ګډې ټولنې د جوړولو وړاندیز کړی وو. ددې ټولنې په مټ دواړه خواوې کولای شي چې خپلې ګډې اندیښنې له یو بل سره شریکې کړي.
د دا ډول ټولنې جوړولو ته د دواړه خواو ژمنتیا ډیره اړینه ده. په دې موخه یو لړ ګامونه له وړاندې پورته شوي دي. د بیلګې په ډول،متحده ایالاتو له یو شمېر هېوادونو سره د اسیا-امریکا د نښلولو په یو تړون باندې خبرې پیل کړې دي. ددغه تړون په مټ امریکا او نورې خواوې غواړي چې په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ فضا رامنځته کړي، د هېوادونو تر منځ سوداګرۍ پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي او د ارام سمندر دواړه خواو ته اغېزمن، پرمختللي، متحرک او بډایه هېوادونه د یوې ګډې پروژې له لارې له یو بل سره و نښلوي.
ولسمشر بارک اوباما چین ته بلنه ورکړې ده ،چې په دې تړون کې ونډه واخلي ، خو په امریکا کې یو شمېر امریکايي شنونکي او کارپوهان په دې تړون کې دچین راګډول له یو شمېر بدلونونو او سمون سره تړي ،چې چین یې باید په خپل هېواد کې رامنځته کړي .
چین د امریکا دغې بلنې ته د شک په سترګه ګوري او داسې انګیري، چې امریکا له دې لارې غواړي چین دګوښه کېدو لورته ور ټیل وهي .
چین وار له مخه په سیمه کې نور بدیلونه موندلي دي. د چین مشرتابه د سویلي او شمالي اسیا یو شمېر هېوادونو سره د سوداګریزو تړونونو په سر خبرې پیل کړي دي.
دواړه هېوادونه خپلې کورنۍ ګټې په نظر کې نیسي.که چین او امریکا د یو بل سوداګریز تړونونه د یو بل د ګوښه کولو په موخه د یوې ستراتیژۍ په توګه ګوري نو کیدای شي چې د اسیا-پاسیفیک سیمه د زبرځواکونو تر منځ د سیالۍ په ډګر کې یو ګام نور هم پورته کړي . ددې ډول انګیرنو تر شا اقتصادي لاملونه پراته دي .
امریکا له چین څخه غواړي چې خپل اقتصاد له صادراتي اقتصاد څخه مصرفي اقتصاد ته واړوي.له دې لارې امریکا غواړي چې کوردننه د چین صادراتي بازار را کم کړي.
بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳