مولانا فضل الرحمن او بل هر هغه مولانا، ملا او مولوي چې د پاکستان د انګریزي قانون تر چتر لاندې یې روزنه و پالنه شوې وي، د پاکستان د بې دینه (سیکولر) نظام په کثیفه آب و هوا کې یې تنفس کړی وي او د مدرسو په نوم د پاکستان د دولتي ترهګرۍ ځالې یې روزنتونونه او پوهنتونونه وي هغوی بیا څنګه کېدای شي چې د پاکستان د نامشروع ګټو په دفاع کې یوه ذره غفلت وکړي؟

دین او مذهب له پاکستان سره هغه چاړه ده چې انګریز په لاس ورکړې ده او دغه د نړۍ سور سترګی قاتل هره ورځ د سیمې او خاصتاً افغانستان مسلمانان په قتلوي او د اسلام مبارک دین هره ورځ په نړۍ کې د ترهګرۍ په نوم معرفي کوي.

د پاکستاني اسټبلشمنټ تر وجود هره ورځ زموږ د وطن د مسلمان انسان وینې څڅېږي او بهېږي او د لوی غم خبره خو دا ده چې زموږ د هېواد یو شمېر اوسېدونکی مسلمانان لا دغه د اسلام په جامه ننوتی تر تور کفر بدتر قصاب سم نه پېژني او لا د دغې شیطانې جغرافیې څخه پر راواردو کړه شویو ایډیولوژیو باور لري او لا هم دلته د دین او مذهب پالنې په نوم د ټولو هغو ارزښتونو لکه (ولسواکۍ، اساسي قانون، ټاکنو، ښوونځي، پوهنتون، بیان آزادۍ، بشري حقونو، د ښځو حقونو، وطنپالنې، فکري روښانتیا او ملي ویښتیا) مخالفت کوي او دا ټول هغه څه دي چې په افغانستان کې یې را منځته کېده پاکستان خپل ځان ته لوی خطر ګڼي.

تېره جمعه (۲۳- لړم) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان په دوه ورځني سفر ولاړ او په دا اوله ورځ یې د پاکستان د یوه مذهبي ګوند (جمعیت علماء اسلام) له رهبر او د دغه هېواد د دیني علماوو ټولنې له مشر مولانا فضل الرحمن سره د بندو دروازو شاته مجلس وکړ؛ دغه مولانا بیا له دغه پټ بانډاره له راولاړېدو سره سم رسنیو ته یو وار بیا خپله فتوا تازه کړه او ویې ویل چې په افغانستان کې جنګ جایز دی.

د مولانا د فتوا ښکاره پیام دا دی چې په افغانستان کې چې هره ورځ لسګونه بېګنا انسانان وژل کېږي نو دا د اسلام حکم دی. (نعوذ باالله)

د مولانا فضل الرحمن او بل هر پاکستاني ملا ډاګیز حکم دا دی چې په هلمند کې دی د مرګ ژوبلې لړۍ همداسې روانه وي، په سنګین، موسی کلا، نوزاد، کجکي ولسوالیو؛ ننګرهار، کندهار، کندوز فراه، هرات، بدخشان، فاریاب، سرپل، زابل، لغمان، کونړ، نورستان، کابل او نورو سیمو او ټول افغانستان کې دي عام مسلمانان وژل کېږي، ژوبلېږي، بې عزته کېږي، کډوالېږي، کورونه دي یې سوځي، ځمکې، پټي او باغونه دي یې په ماینونو فرشېږي، یوه ګوله ډوډۍ دې په لاس نه ورځي.

ښځې او کوشنیان دې یې ښوونځی، سرپنا، کالي، دوا، ډاکتر او روغتون نلري، هره ورځ دې قتل عامېږي، که مړه نه شي نو ژوند دې یې تر مرګ هم ورته بتره کړه شي، په تدریجي مرګ دې محکوم وي، یوه ورځ هم باید روغه، خوشحاله، نېکمرغه او د آرام ونه وينې.

د لړم پر ۲۵ د ولسي جرګې پر وکیلې شکریه بارکزۍ ځانمرګی برید د مولانا فضل الرحمن د جنګي فتوا د تعمیل یوه بېلګه وه چې د هغې په نه مړینه به مولانا سخت خپه شوی وی مګر د دېرشو تنو عامو افغان لارویانو مرګ-ژوبله به یې بیا هم غنیمت ګڼلې وي.

د افغانستان هر مسلمان اوسېدونکی باید نور د غفلت له خوبه را ویښ شي او په دغه مهمه کیسه او ښکاره مسئله سر خلاص کړي چې دغه د انګریز د قانون په رڼا کې د روزل شوي پاکستانی ملا مهرباني او رحم دی چې د افغانستان پر مظلوم مسلمان یې لري.

سپین سترګي او بې حیایي هم یو حد لري خو د پاکستاني ملا بې شرمي هیڅ حدوحدود نه پېژني، ځکه دوی چې د افغانستان په څوارلس سوه کلنه مسلمانه خاوره کې پر مسلمان افغان انسان جهاد روا بولي او د اسلام له مبارک دین څخه په دومره رذالت ناوړه استفاده کوي، مګر آیا هیڅوک نشته چې دوی ته ووايي، چې پاکستان چا رامنځته کړی دی؟

آیا په نونسمه او شلمه پېړۍ کې چې افغانانو د خپلو مېړنیو مبارزو په لړ کې درې واره د انګریز زامې ور ماتې کړې او د هند له براعظمګي څخه یې تېښتې ته مجبور کړ نو همدغه شیطان انګرېز د خپلو راتلونکو سیاسي ګټو د تامین لپاره د هند خاوره ونه وېشله؟ او په ۱۹۴۷ کې یې پاکستان زموږ په سیمه کې د سرطان د دانې غوندې په مصنوعي توګه او هغه هم د اسلام په نوم جوړ نه کړ؟

آیا په پاکستان کې د انګرېز د قانون پر بنسټ یو بې دینه (سیکولر) نظام حاکم نه دی؟ او آیا مولانا فضل الرحمن او بل هر پاکستانی سیاسي او غیر سیاسي ملا و مولانا همدغه انګریزي قانون او بې دینه نظام پر سر سترګو منلی نه دی؟

دا سوالونه پاکستانیو انګرېزصفته ملایانو ته متوجه نه دي بلکې افغان مسلمان ته سوچ په کار دی چې نور نو له پاکستان سره د اسلامي اخوت په درواغجن شعار دوکه ونه خوري او د پاکستان په غېږ کې د پرتو انګرېز مشربو مولاناګانو په اسلام دوستي ونه غولېږي او په خپل کور افغانستان کې د روښانتیا او ویښتیا لپاره هلې ځلي وکړي، د علم او معرفت لپاره د ښوونځیو، پوهنتونو او مدرسو دروازې پرانیزي.

که هر افغان نر او ښځه د پوهې په وسله سمبال نه شي، نو هیڅکله به د پردیو له دغه ډول ناروا او انګرېزي فتواوو څخه په امن نه شي.

هر څوک چې د افغان پر مخ د خدای تعالی د فرض کړه شوي علم دروازې تړي، سرلاري عالمان او د لوړ شعور څښتنان یې له منځه وړي، هغه که داخلي وي یا خارجي، د افغان، افغانستان او اسلام دښمن دی.

باید د بصیرت سترګې سمې رڼې کړو او خپل دوست و دښمن سم وپېژنو! او حپل ژوند پخپله په خپل فکر ودان کړو!

بدلون اوونيزه \ لومړی کال\(9) ګڼه\ چارشنبه\عقرب 2۸\ ۱۳۹۳

One thought on “د مولانا فضل الرحمن پاکستانی اسلام او افغانستان/ لېډينګ سټوري/ اداره”
  1. staaso de malomaato lapare
    degha duzakhi muwlana khpala wrera le pekhawar ne Bartania te de talim lapaare legali de.

    daa khbar besiwade mula umar te war krai. de khbar hagho de panjab gholamaanu te war krai chi pe Nangrahar aw Kuner ki ye khwanzi we sizawal.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *