تاند- د هلمند امنيه قومندان نن د يوې خبرې ناستې پر مهال خبريالانو ته وويل، په دې ولايت کې د ذوالفقار په نوم پيل شوي عمليات يې جنوبي ولسواليو ته هم غځولي دي.
پاسوال نبي جان ملاخيل نن رسنيو ته وويل: ياد عمليات يې د هلمند له شمال سنګين ولسوالۍ په خورا برياليتوب پيل کړي و چې اوس يې ددې ولايت جنوبي ولسواليو ته هم وغځول.
دده په خبره په دې عملياتو کې دوی د دښمن د ځپلو لپاره له بېلابېلو تکتيکونو څخه کار اخلي چې تر دې دمه يې ۱۱۰ تنه وسله وال مخالفين وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
دهغه په خبره چی پدی عملیاتوکی تردی دمه ۱۱۰ تنه ددولت وسلوال مخالفین وژل سوی دی
امنيه قومندان وويل: ((موږ چې په سنګين کې په پوره برياليتوب عمليات پيل کړل چې ډېرې لاسته راوړنې پکې لرو اوس مو عمليات جنوبي ولسواليو ته هم وغځول په دې عملياتو کې موږ له بېلابېلو تاکتيکونو کار اخلو او مخ پر وړاندې روان يو )).
امنيه قومندان ډېره کړه دوی به تر هغو پورې عمليات وغځوي ترڅو د هلمند شمالي او جنوبي ولسوالۍ په بشپړ ډول له وسله والو پاکه شي.
ملاخیل زیاته کړه چې تر۲۰۰ پورې ځمکني ماینونه هم افغان ملي پولیسو په سیمه کې له منځه یې وړي دي
بل پلو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوې وینا پاڼه کې ویلي چې دوی دعملیاتو پر مهال تر۳۰ زیات د پولیسو ټانګونه ویجاړکړي او تر ۲۰ زيات پولیس يې وژلي دي.
احمدي خپل لوري ته د دوه تنو وژل کېدل هم تايدوي، خو دولت بيا د طالبانو د وياند ياده ادعا ردوي.
د ذوالفقار په نوم دغه پراخ عمليات د ټولو امنيتي ځواکونو په ګډه همغږۍ څو ورځې وړاندې د هلمند په شمال سنګين کې پيل شول چې د امنيه قومندان په وينا دوی تر دې دمه پوره لاسته راوړنې لري چې اوس يې جنوبي ولسواليو ته هم ياد عمليات غځولي دي.
د هلمند شمال او جنوب هغه ولسوالۍ دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې پکې جګړه روانه ده، امنيتي ځواکونو په سيمه کې د پرمختګ خبر ورکوي خو ځايي اوسيدونکي وايي، چې تر دې مه هيڅ نه دي شوي.