د طالبانو را وروسته هرات د هیواد په سطحه د پرمختګ په ټالونو کي ټالېدلی دی؛ هره ورځ يې پر مخیون کړی دی، خام سړکونه يې پاخه سول، ډاګونه يې پارکونه سول، د الکينو ځای ګروپونو ونيوه، نوي ښوونځي او پوهنتونونو پکښي ودان سول، سوداګريزي خوني پکښي ورغېدې او … دا ټوله هغه څه دي چي هرات يې د درست افغانستان د وګړو کوربه ګرځولی دی.
د هرات د ښکلا او پیشرفت يوازينی لامل هم د همدې ښار د اوسېدونکو د فرهنګ او ثقافت ښکارندويه ده، دوی جګړه مار نه دي، سوله خوښي خلک دي، په ستونزو کي ستونزي نه جوړوي، بلکې هري ستونزي ته يې حل لاره پيدا کړې ده، حوصله ناک او د زغم خلک دي.
خو دولت هر وخت د دوی له ښېګڼو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده، د افغانستان نافذه قوانين هر وخت لومړی پر هرات تطبقيږي،هغه که د ګمرک محصول وي، هغه که د دوکانونو او جايدانونو ماليه وي او یا هم د اوبو او برېښنا جګ قيمتونه او ګڼ نور…
خو تر نن پوري کوم قوانين چي پر هرات تطبیق سوي دي، يوه ستونزه هم پکښي نه ده پيدا سوې، بلکې خلکو يې بېله چون و چرا پر ځانونو منلي او له خپلو دولتونو سره پوره همکار پاته سوي دي. ليکن دا قوانين د افغانستان په هیڅ بل ولایت، ښار او يا ولسوالۍ کي نه دي تطبيق سوي؛ مثالونه يې واضح دي، د فراه، جلال آباد او کندهار ولایتونو کي هره ورځ غير قانوني توکي هیواد ته بېله دا چي محصول او يا هم پوره محصول سي، را دننه کيږي، چي په لک هاوو افغانۍ د دولت له بوديجې څخه د کسر په مانا دي.
خو په دې وروستیو څو وختونو کي د دولت لخوا د اوبو او برېښنا د بې ساري قيمتونو جګوالی خلک اندېښمن کړل، د اوبو بيه يې له ۶ افغانۍ څخه و ۲۵ او د برېښنا بيه يې پر يو کيلوواټ له ۳.۴ څخه ۵.۲۰ ته جګ کړ، په داسي حال کي چي د بېکارۍ کچه ورځ تر بلي په دې ولایت کي مخ په ډېرېدو ده، د پوهنتون څخه فارغ سوي ځوانان د پنځه زره افغانيو په بدل کي کار کول غواړي؛ خو کار نشته.
خلک نور د دې -یک بام و چندین هوا – څخه په تنګ سوي دي، پلازمېنه او مز ار شريف کي د برېښنا او اوبو په نرخونو کي بدلون نه راځي خو هرات بیا د دولت په خبره قانون مننونکی دی، باید خپل د کسر بوديجې ګراف د دې خلکو د پیسو په مټ پورته سوي.
د خلکو د صبر کاسه نور لبرېزه سوې ده، تېره ورځ يې مظاهرې وکړې چي نور به دوی چپ نه پاتيږي، او هر هغه قانون چي نوی عملي کيږي باید په درست هیواد باندي یو شان او په یو وخت پلی سي، دوی د ګواښ کوته نيولې چي خلک به د برېښنا نوی وزن سوی قيمت نه ورکوي… د هرات علُما او د ناحيو وکيلانو ګواښ کړی که دولت يې خبره ونه مني نو د – ميليوني لاريون- په تمه دي وي.
دولت باید دې ټکو ته ښه پام وکړي که کوم قانون تطبيقوي هغه دي پر ټولو ولایتونو یو وخت تطبيق کړي، او نور دي په هرات کي د څو ګوتشمېرو چاپلوسانو په خبره نه خطا وځي، چي د دولت هر فورمول به پر هرات آزمايي… دا خو څه د دولت لابراتوار نه دی.