د دې ولايت دګرمسېر ولسوالۍ ځايي ادارې د ولايتي شورا او مدني ټولنې پر وړاندې ولس ته د حساب ورکولو غونډه جوړه کړې وه چې دولتي مسؤلينو پکې د خپلو ترسره شويو کارونو حساب وړاندې کړ.
ددغې ولسوالۍ مسؤلين وايي، د دولت او ولس ترمنځ د واټن په کمولو کې يې هڅې کړي دي.
دا لومړی ځل دی چې په هلمند کې د يوې ولسوالۍ ځايي دولتي اداره د خپلو ترسره شويو کړنو او کارونو په اړه ولس ته حساب ورکوي، ياده غونډه چې ددې ولايت په ګرمسېر ولسوالۍ کې جوړه شوې وه نږدې ددې ولسوالۍ له ټولو سيمو ورته تر زرو ډېر قومي مشران راغلي ول.
ايوب عمر عمري چې د يادې ولسوالۍ ولسوال دی غونډې ته يې په خبرو کې وويل: د سيمې خلکو ورسره د امنيت په ټينګولو کې هر ډول مرسته کړې ده، دده په خبره د خپل کار په موده کې يې په دې ولسوالۍ کې تر ډېره خلکو ته قناعت وړ کارونه کړي دي.
که څه هم ايوب عمر عمري په دغه ولسوالۍ کې د روغتيا، پوهنې، کرنې او نورو برخو کې د پرمختګ خبر ورکړ خو ويې ويل چې د سيمې د خلکو نفوس ته په کتنې ياد خدمات ورته بسنه نه کوي دی وايي هڅه کوي چې له ولايتي ادارې سره په همغږۍ کارونه نور هم چټک کړي.
بل پلو د ګرمسېر امنيه قومندان توريالي روهي په ياده ولسوالۍ کې د امنيت د ښه کېدو لامل د خلکو ټينګ ملاتړ ياد کړ، هغه د هغه امنيتي لاسته راوړنو په اړه ګډونوالو ته راپور وړاندې کړ چې د خپلې کاري مودې په ترڅ کې يې ترسره کړي دي.
يادې غونډې ته د هلمند ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل، په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان او د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هم ورغوښتل شوي ول، دوی هر يو د دولتي مسؤلينو له راپور او مالوماتو ورکولو وروسته په خپل وار خبرې وکړې.
د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان او د هلمند ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل له ځايي خلکو وغوښتل چې د يوې ښې ادارې په رامنځته کېدو کې دې له ځايي ادارې سره هر اړخيزه همکاري وکړي.
نوموړي د ګرمسېر له خلکو سره ژمنه وکړه چې د دوی هره ستونزه به حلوي نوموړی وايي د ولايتي شورا دروازه د هلمند د ټول ولس پر وړاندې خلاصه ده ترڅو دوی خپلې ستونزې له دوی سره شريکې کړي.
د هلمند ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مسؤل بشير احمد شاکر له امنيتي مسؤلينو سره په خبرو کې وويل چې د دوی ستونزې به له مرکزي ادارې سره شريکې کړي، ترڅو په دې ولسوالۍ کې د امنيت پر وړاندې شته خنډونه په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.
ورته وخت کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردارمحمدهمدرد د دولتي ادارو لخوا د حساب ورکولو ياده غونډه د ښې حکومتولۍ لپاره غوره ګام بولي، نوموړی وايي په داسې غونډو جوړولو او ولس ته د دولتي چارواکو حساب ورکولو باندې به ولس نور هم باوري شي.
د ولسي جرګې غړي عبدالجبار قهرمان د ځايي دولتي ادارې کارونه وستايل، نوموړي د ګرمسېر خلکو ته سينه وډبوله چې د مرکز په کچه به يې هره ستونزه هواروي، هغه وويل هڅه کوي د روغتيا، پوهنې، برېښنا او نورو برخو کې د ښه پرمختګ لپاره له مرکزي ادارې سره خبرې وکړي ترڅو په ياده برخه کې شته ستونزې حل کړي.
ګرمسېر يو له هغه ولسواليو ده چې له اوږدې جګړې تېرېدلو وروسته پکې د ولس په کلک ملاتړ امنيت راغی، ددې ولسوالۍ چارواکي د ځايي خلکو او ادارې ترمنځ ښه همغږي د امنيت لامل په ګوته کوي.