تاند- سره له دې چې امریکا او طالبانو د سولې د خبرو د پیلولو راپورونه رد کړل خو لوېدیځې رسنۍ وايي چې پاکستاني او چینايي چارواکي له افغان او امریکايي چارواکو سره د طالبانو د سولې د لومړنیو خبرو منځګړتوب ته نژدې شوي دي.
امریکا په دې مسله کې د چین د دخالت هرکلی کړی او چین یې، چې د پاکستان یوه ډېر مهم متحد هیواد دی، د افغانستان د سولې په بهیر کې د یوه نفوذ لرونکي لوري په توګه یاد کړی دی.
ټایمز ورځپاڼه د بې نومو سرچینو په قول وايي، د سولې په خبرو کې به احتمالاً په قانون کې د اصلاحاتو په شمول د افغانستان په حکومت کې طالبانو ته د رول ورکولو مسله شامله وي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د افغانستان حکومت مخکې تر مخکې په غیر رسمي ډول د څو وزارتونو او څو ولایتونو وړاندیز کړی دی.
پرون سپینې ماڼۍ هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ خبرې ژر پیلېدونکې دي.
ورځپاڼه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو او د محمد اشرف غني له ولسمشر کېدو وروسته د شخړې د پای ته رسولو لپاره د همکاریو سطحه تر بل هر وخت لوړه شوې ده او پاکستان ژمنه کړې چې په خپله خاوره کې به له سختدریځو سره مبارزه وکړي.
ټایمز او رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف له افغان طالبانو سره زړې اړیکې او تماسونه لري.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ وروسته له دې زیاتې شوې چې په پېښور کې د دسمبر په شپاړسمه نېټه پر یوه پوځي ښوونځي برید وشو او شاوخوا یو نیم سل تنه پکې ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د پاکستان پوځي مشرانو کابل ته تګ راتګ زیات کړ او له بلې خوا چین هم د افغانستان د مسلې په حل کولو کې لېوالتیا وښوده.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په وروستیو ورځو کې د پاکستان د سفر په ترڅ کې وویل چې هیواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د سولې په ټینګېدو کې رغنده رول ولوبوي.
ههههههه
منډی دی لالا وهي مړۍ دی عبدالله
یرغلګر طالبانو وزغلول نوم دبل چا اخیستل کیږي،
چه طالبانو شرطونه چه یرغلګرو اوغلامانو ته یی ایښي قبول شول طالبان به مزاکراتو ته حاضر شي کنه پاکستان لاڅوک دی او چاینه څوک دی چه طالبان به خبرو ته حاضر کړي