ژوند کول کله- کله سخت وي او ځینې وختونه مایوسه کیږو او داسي احساس کوو، چې له ټولو کارونو څخه لاس واخلو او په دغه وخت کې ژوند کول او کارونو ته ادامه ورکول ډیر سخت وي.څو کاله مخکې د اراوپوهنې یوې ټولنې د امریکا په مشهوره مجله وال استریت ژورنال کې یوه لیکنه خپره کړې وه او د دې لیکنې د یوې برخه لوستل په داسي وختونو کې د مایوسې ختمولو په برخه کې کومک کوي.
دا هم د لیکنې یوه برخه :
دا هغه کار دی، چې غواړې یې تر سره کړې؟ هدف پریښودل؟ لاس اخیستل او تسلیمېدل؟ ښه ، دا هغه کار دی چې هر څوک یې تر سره کولای سې، نه استعداد ته اړتیا لري او نه هم جرآت غواړې. دا هغه کار دی چې ستاسو رقیب یې هیله لري، چې تاسو یې ترسره کړئ، ښه دا دی چې لږ فکر وکړئ. په امریکا کې په کال ۱۹۴۸ انتخاباتو کې ټولو رسنیو ( هری ټرومن ) ناکامه باله، خو ( هری ټرومن ) کامیابه سو او د امریکا رئيس جمهور سو. وینسټون چرچیل وايي: هیڅکله مه تسلیمیږئ، هیڅکله.چرچیل هیڅکله نه مایوسه کیدای او له کار څخه یې لاس نه اخیستی، تاسو هم مه مایوسه کیږئ او له کار څخه لاس مه اخلئ، هیڅکله.
آبراهام لینکلن د امریکا پخوانې او محبوب رئیس جمهور مخکې د رئیس جمهور کېدو څو ځلې ناکامه سوی دی.
په کال ۱۸۳۲ کې یې دنده له لاسه ورکړه.
په کال ۱۸۳۳ کې یې په تجارت کې یې ماته وخوړه.
په کال ۱۸۳۶ کې د اعصابو په ناروغې اخته سو.
په کال ۱۸۳۸ کې یې د مجلس ویاندويې له لاسه ورکړه.
په کال ۱۸۴۳ کې د کنګرې له نوماندوۍ څخه محروم سو.
په کال ۱۸۴۸ کې بیا کنګرې ته نوماند و، چې ناکامه سو.
په کال ۱۸۵۴ کې سنا مجلس ته کامیابه نه سو.
په کال ۱۸۵۶ کې یې د جمهوري ریاست نوماندۍ ته لار پیدا نه کړه.
په کال ۱۸۵۸ کې یې بیا سنا مجلس ته بری په برخه نه سو.
خو آخر په کال ۱۸۶۰ کې رئیس جمهور سو.
په دومره وخت کې لینکلن کولای سو، چې تسلیم سي او د دا ټولو کارونو څخه لاس واخلي او ډیرو کسانو ورته توصیه وکړه، چې د دا کارونو استعداد نه لرې او هیڅکله به رئیس جمهور نه سې، خو لینکلن د دا کسانو په توصیو هیڅ باور نه درلود او یوازي یې پر ځان باور درلود. نو هیڅکله له خپلو هدفونو څخه لاس مه اخلئ او تسلیم نه سئ، څوک چې له خپلو هدفونو څخه لاس اخلي، بربالیتوب ته نه رسیږي. (( څوک چې پر خپلو هدفونو باندي باور لري، بریالیتوب هغوي ته لبیک وایي ))
بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳