ولسمشر غني له بېلابېلو قشرونو او ډلو سره په لیدنه کې د افغان سولې په اړه ویلي، هغه سولې ته چې زه ژمن یم او په تعمیل یې باور لرم ملي ګټې پکې له پامه نشي غورځول کېدای او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان په سیاسي اړیکو کې توازن ته زیان نه اوړي. دا هندوستان ته د ولسمشر غني واضح اشاره وه.

له پاکستان سره د افغان دولت د روابطو له نږدې کېدو سره سم هندوستان د افغانستان له نوي حکومت سره په روابطو کې پښه نیولی دی او ځینې سرچینې وایي، هندوستان ناراضه شوی دی.

د پاکستاني رسنیو په حواله ددې هېواد د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکي کله هم دومره نه وې نږدې شوې، د افغانستان او پاکستان له لوري د ترورېزم ضد مبارزه به معجزه وکړي.

له افغان سولې سره د پاکستان د مرستې په بدل کې افغانستان د پاکستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې، خو په مقابل کې یې هند ناراضه شوی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره پخپلو مرستو له سره غور کوي.

له پاکستان او هندوستان سره د نوي حکومت د روابطو پالیسۍ تغیر خوړلی دی. پخوانی حکومت له پاکستان سره له یو جدي دریځ وچلېد، خو نوي حکومت ورسره د تماسونو ټولې دروازې پرانستې دي.

هندوستان فکر کوي، چې دا له پټو معلوماتو جوړه معامله ده او د افغانستان په سیاسي صحنه کې به له دې کبله هندوستان څنډې ته شي، چې هندیان یې د پاکستان د اړیکو له سببه ګڼي.

محور معلومات ترلاسه کړي، چې ولسمشر غني له یو شمېر افغان خبریالانو سره په یوې خصوصي لیدنه کې ویلي، افغان سوله د سیمې له هېوادونو سره توازن ته زیان نه اړوي: ((هند د افغانستان لپاره یو مهم ملګری دی، ډېر زر هندوستان ته سفر لرم او له یو برابر شوي پلان سره به ورځم. پخپلو ټولو امکاناتو هڅه کوو، چې هندي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته راوبولو. هېڅ څه هم د افغانستان ـ هند اړیکو ته زیان نشي اړولی.))

ولسمشر په امنیتي برخه کې له پاکستان سره په اړیکو تمرکز لري، خو له هندوستان سره به یې اړیکي تر ډېره اقتصادي او له پخوانۍ پالیسۍ په ډېر تفاوت وي.

هندوستان په افغانستان کې په تېرو څوارلسو کلونو کې مهمې پروژې تمویل کړې او په سیاسي لحاظ هم له زاړه حکومت سره نږدې وو، خو پخوانی ولسمشر کرزی هغه وخت د هند له اړیکو لږ نا امیده شو، چې په پوځي برخه کې یې له نوموړي هېواد مرسته وغوښته، پرلپسې سفرونو په ترڅ کې بیا هم هندوستان د حامد کرزي له توقع سره سم هغه ته لاس ورنکړ. دا چې پر هندوستان د کومو هېوادونو فشارونه وو، لا واضح نده.

معلومات ښیي، چې پاکستاني پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر غني ته له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې طالبان د سولې خبرو ته اماده دي. له حقاني شبکې سره هم خبرې شوې دي او د سولې خبرې اترې به د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په رسمي ډول پیل شي.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال د پوهانو او او بېلابېلو ډلو په هغه غونډه چې په همدې اړه یې له ولسمشر غني سره لیدلي دي، محور ته د غونډې جزیات داسې څرګند کړل: ((ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د پردې تر شا هر ډول معامله رد کړه. ولسمشر وویل، چې په هېڅ صورت هم افغان سوله د ملي ګټو په قیمت نشي تمامېدلی. همدارنګه افغان سوله د سیمې د هېوادونو ترمنځ مناسباتو ته زیان نه اړوي.))

پر دې هم کار روان دی چې د سولې مذاکرات په کابل، اسلام آباد، قطر او که چین کې ترسره شي، تر اوسه نهایي پرېکړه نده شوې.

ولسمشر غني له یو شمېر افغان خبریالانو سره په خصوصي لیدنه کې دا هم ویلي، چې د سیمې سیاسي اوضاع د تغیر په حالت کې ده، نو په همدې اساس د پاکستان او افغانستان اړیکي هم د تغیر په حالت کې دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله، ددې هېواد مشرتابه هم د اړیکو له تازه کېدو خوښ برېښي، خو افغان لوری د عملي اقداماتو په تمه دی.

2 thoughts on “محور ورځپاڼه: افغان حکومت د هند او پاکستان په اړه خپله پالیسي بدله کړې ده”
  1. د ګاونډیانو غوښتني په افغانستان کي د ثبات او پرمختګ له پاره مالومي دي او همدغه غوښتني د افغان دولت څخه تل لرلي او هم يې لري خو افغان دولت يې هغه نا مشروع غوښتني چې د افغانانو په ګټه نه دي تل رد کړي ځکه هغوی هڅه کوي همدغه سیمه تل بې ثباته کړي. اوس پوښتنه پیداکیږي چې د ملي یو والي حکومت ولي د هغوی دوستي ته دومره لیواله او باوري دی چې په سیمه کي به امنیت او ثبات راسي؟ ایا د ملي یو والي حکومت د ځان سره کوم جادو لري چې بیله د هغوی د نا مشروع غوښتنو منلو يې هغوی د سولي له پاره هڅولی، که کوم بل څه سته؟

  2. If Pakistan is really a friend of Afghanistan it should stop persecution of Afghan refugees in Pakistan. Afghans are closely watching the detention and torture of their fellow countrymen by Pakistani government. Thousands of innocent Afghan refugees have lost their lives in Pakistan’s detention facilities and thousands more are being tortured.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *