د بدلون لپاره فرهنګي بستر\وړاندي کوونکی: څېړندوی عبدالغفور لېوال
(۳) برخه
ترتيبوونکی: سعيد شينواری
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳
نېټه: ۱۳۹۳/۴/۲۲
ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان
د روښانفکره اصلاح غوښتونکو له خوا پر ناوړه دودیزو میراثونو اعتراف:
اعتراف د فرهنګي بدلون په برخه کې، په محکمه، حقوقو او حتی په دین کې هم ډېر مهم اصل دی؛ موږ که ګناه کوو او پر ګناه اعتراف وکړو، دا د توبې سبب کېږي او بیا د جنت.که موږ په حقوقو او محکمه کې اعتراف وکړو، شاید دوسیه ژر حل شي، شاید مجرم ته په مجازاتو کې تخفیف وضع کړي او ډیر مسایل اسانه کړي. تر څو چې پر خپلو ناوړه عادتو اعتراف ونه کړو چې کوم ټولنیز دودونه مو غلط دي؟ کوم ټولنیز عادتونه مو منفي دي؟ تر هغې به اصلاح هم رانشي.
که په بدو کې د نجونو ورکړه بده ونه ګڼو، دا دود له منځه نه ځي، یا په ودونو کې د مجبوره هلکانو ګډول بد ونه ګڼو نو اصلاح نشته، ځکه دا شرمآور ترینه پدیده ده چې په نوره نړۍ کې نشته، خو په افغانستان کې شته. په بچه بازۍ کې ټول عناصر، موزیک، نڅا او ښکلا فرهنګي ده، اما منفي ګټه ترې اخیستل کېږي، نو دا زموږ فرهنګ نه دی، باید دا دود په هر قیمت له منځه ولاړ شي. د هلکانو په زور ګډول ځکه بده پدیده ده چې یو انسان استثمارېږي، یو انسان پرته له دې چې رضایت ولري، استفاده ترې په زور کېږي؛ یو انسان د منفي جنسي غرایزو لپاره کارول کېږي؛ دا منفي عادت دی او هیڅکله د فرهنګ برخه نه ده؛ که تاسې په هر واده کې د قومندانانو د دغه عمل خلاف غږ پورته کړ، یا یې له مجلسه ووتلئ، پس تاسې اعتراف وکړ چې دا بد عمل دی او پروټسټ غواړي. په ودونو کې د قمار مجلسونه جوړول هم منفي پدیده ده، سګ جنګي همداسې در واخلئ چې بد ترین ټولنیز عادت دی؛ دا تاسې په فرهنګ کې شامل کړي، تاسي چې تر څو اعتراف ونه کړئ چې دا یوه منفي پدیده ده، تر هغې مبارزه نه پیلېږي او بیا بدلون نه رامنځته کېږي.
پر ناوړه منفي دودونو او ټولنیزو عادتو اعتراف د فرهنګي سالمې زمینې د جوړولو لپاره اول ګام دی.
وروسته یې پر ضد مبارزه ده؛ دا دومره اسانه نه ده بلکې په دې کې به د هغو زاړه پالو ډلو له مقاومت او ټکر سره مخامخ شئ چې دودیزې زړې ګټې یې له ګواښ سره مخامخ دي. له تربورګلوۍ سره مبارزه اول ستاسې له کوره پیلېږي، ځکه دا شی اوس هم زموږ په کورنیو کې شته، که تاسې تربورګلوي منفي ګڼئ ستاسې پلار یې منفي نه ګڼي. که ته له سګ جنګۍ سره مبارزه کوې او له دې پلوه په ټولنه کې ریفورم یا اصلاح راوستل غواړې، هلته به هم د کلي له ملک، خان، قومندان، جنرال او نورو مقتدره قوتونو سره مخامخ کېږې، حتی د ریاست جمهوري لومړني مرستیال لا سپیان جنګول، داسې خلک زور لري، خلک لري حتی تا وژلای هم شي، څه ورسره کوې ایا له دوی سره مبارزه سخته نه ده؟
هویت:
هویت د فرهنګي تشخص بنسټونو ته وايي، چې تاسې له نورو ټولنیزو جوړښتونو، قومونو او ملتونو څخه توپیروي. افغاني هویت هغه سرحد دی چې تاسې له چینايي هویت څخه بېلوي. د فرهنګ او هویت تر منځ توپیرونه شته، هغه دا چې په ځینو برخو کې تداخل دی، ځېنو برخو کې فاصله. جامې ستاسې د هویت یوه برخه ده، دا کېدای شي د فرهنګ برخه وي او یا هم د فرهنګ برخه نه وي اما د هویت برخه ده. ډیر ځله هویتونه د فرهنګ برخه وي، اما ټول هویتي اجزا یې برخه نه ده، د مثال په ډول غواړم ووایم چې چین ډیر مقتدر هېواد دی، ښه اقتصاد لري د ژوند شرایط په کې ډیر ښه دي، اما افغانستان وړکی هېواد دی، خو جنګ په کې دی، لوږه په کې ده بېکاري یې خلکو ته زندۍ ده، اوس که چین تاسې ته ووايي، ستاسې ټول مشکلات در حلوو، کور، موټر، ښه ژوند، ښه کار، بهترین صحي سهولیات او نور ډېر څه درکوو خو راځئ دا افغانستان چې د چین بې له هغې هم ګاونډی دی، د چین یوه برخه یې کړئ، تاسې دې ته حاضر یاست؟
تاسې ښکاره خبره ده چې دا خبره نه منئ، او ستاسې د نه منښتې لوی سبب هم ستاسې هویت تر پوښتنې لاندې راتلل دي. هویت سیاسي هم دی او فراتر له فرهنګ هم دی، تاسې خپله سیاسي جغرافیه د دې لپاره ساتئ چې په دې کې مو هویت خوندي دی، له همدې کبله هویت د فرهنګي بستر لپاره ډېر مهم او اساسي دی. لاتیني امریکا کې همدا کیسه وشوه، کیوبا، نیکاراګوا، یوروګوای، پیرو، چلي او نور په ۴۰ او ۵۰ مو کلونو کې ډیر غریب هېوادونه ول، تر اویایمې لسیزي په کې د چګوارا او کاسترو انقلابونه چلېدل خو د خوراک ډوډۍ یې نه درلوده. خو په امریکا کې هر څه پرېمانه ول، په زرګونه ټنه جوار او غنم به یې په سمندر کې ایسته اچول، په شپېتمو کلونو کې امریکا په ښه اقتصادي اوج کې وه، د اوس په څېر ستونزې یې هم نه وې بلکې ښه کار هم په کې پیدا کېده، امریکا سخته غوښتنه لرله چې دغه هېوادونه خپله برخه کړي، خو دوی یې جز نه شول؛ دوی ویل موږ سپانیش یا پرتګیز هویت لرو، لوږه، بربنډتوب، ظلم استثماري حکومت هر څه مو قبول دي خو دا هویت په امریکا کې د امریکا د جز یا یوې برخې کېدو په صورت کې له لاسه نه ورکوو ځکه چې هویت مو په خطر کې دی. اوس زه غواړم چې موږ ټول په دې اعتراف وکړو چې موږ په خپل فرهنګ او هویت کې یو عیب لرو. د هر هېواد خلکو ته خپل فقیر هېواد ګران دی او نه غواړي له فقر او تنګدستۍ سره-سره د امریکا غلام شي، خو افغانانو ته خپل هېواد نه دی ګران. دا زموږ یو هویتي مشکل دی؛ په تاریخ کې هېڅ بل هېواد دومره مهاجر نه دي درلودلي لکه موږ چې لرل، زموږ مهاجر یوازې په دې څلویښتو کلونو کې د شوروي له حملې سره پاکستان او ایران ته له هېواده نه دي وتلي، بلکې مهاجرت د افغانانو ډېر پخوانی او ډېر منفي عادت دی. په منځنیو پېړیو کې به افغانان هند ته تلل او محوه کېدل به، دوی به یا په سود پسې تلل، یا په کار پسې، یا به د ځمکو په نیولو او نوابیو پسې تلل خو هلته په دې شکل په ملیونو افغانان له خپلو استعدادونو سره محوه او ورک شول ځکه دوی ته خپل هویت ګران نه و؛ که موږ ته خپل هویت ګران وای نو تر اوسه به مو په کوټه، کراچۍ، اسلام آباد او پېښور کې یو-یو کور نه درلود؛ لا تر اوسه هم ستا نیم خپلوان په پاکستان کې دي، چې مریض شې هم پاکستان ته منډې وهې، راځئ اعتراف وکړو چې پر موږ افغانستان ګران نه دی ځکه په بل هېواد کې اوسېدل همدا معنا لري چې ستا د هویت جاذبه ضعیفه او کمه ده. افغانستان ولې د نړۍ د دیاسپرا نقطه او د ډیرو مهاجرو لرونکی هېواد دی؟ دا ځکه چې ټول عمر تاسې دلته د تولید هڅه نه ده کړې، دلته مو د تولید منابع نه دي لټولي؛ په همدې وطن کې مو له اقتصادي استعدادو استفاده نه ده کړې خو په کار پسې بل ځای ته تللي یاست. یوه ډاکومینټري مې کتله چې افغانان په اسټرالیا کې ۲۵۰ کاله وړاندې اوښ څروونکي ول، دوی د دوست محمد خان په مشرۍ هلته ولاړل او غالباً هلته یې قبر دی، خو د دې لپاره چې هلته اوښان وڅروي، یعنې تاسې هلته ورسېدلاست چې په هغه وخت کې استرالیا په نړۍ کې چا نه پېژنده، مګر هېڅ مو ونه کړل او محوه شوئ؛ ټوله دنیا لا اوس هم درباندې ډکه ده، نو له دې معلومېږي چې د افغانانو هویتي جاذبه کمزورې ده.
ته همدا اوس هم د شپږ میلیونه نه زیات شمېر سره د خپل سر د دښمن په کور (ایران او پاکستان) کې دېره یې، ته هلته څه دپاره دېره یې؟
تر څو چې ته له دې وطنه د تېښتې روحیه لرې، بدلون نشې راوستلای، ځکه فرهنګي بستر له له هویت او وطنپالنې نه شروع کېږي او تر هغو چې په دې وطن کې یا ښخ نه شې، یا همدلته مړ نه شې، همدلته کار ونه کړې، دا وطن بدلون نه ویني، ته چې ترې په لږه خبره تښتې، نو په دې وطن کې به خاورې بدلون راشي.
هره ورځ مو ځوان نسل پیریانو نیولی وي چې قاچاقبر ته پیسې ورکړي او په غلا اروپا یا غرب ته وتښتي، زه پوهېږم چې دلته بیکاري ده، دلته ظلم دی، دلته بدبختۍ دي، خو تر څو چې ته د دې هر څه د له منځه وړو لپاره اقدام ونه کړې، څنګه به بدلون راشی. نو وایم چې د بدلون لپاره حب الوطن یو ستر فرهنګي ارزښت دی. حب الوطن یعنې په دې وطن کې د تولید زمینه برابرول، په دې وطن کې ځانته د زده کړو زمینه برابرول، په دې وطن کې د همغو اسانتیاوو برابرول او جنت جوړول چې ته ورپسې اروپا ته تښتې، دې ته فرهنګي زمینه وايي. زه آ بله ورځ په یو بحث کې ډېرې خطرناکې نتیجې ته ورسېدم، ځکه مې همدا موضوع هم وټاکله، تاسې په دې پوهېږئ چې هغه نارینه چې له کورنیو څخه لرې شپې په کار پسې تېروي او له منظمو جنسي علایقو څخه محروم دي، هغه نارینه کامل انسانان نه دي؟
مساپري، چې له ښځو څخه ډېر لرې یو، دا ډېر مشکل ایجادوي، هغه نارینه، چې په کلونو کلونو مساپري کوي او بیا د میاشت لپاره کور ته راځي، له خپلې ښځې سره جنسي رابطه ټینګوي او بېرته ځي، دوی ډیر خشن مزاجه، کم استعداده، ډیر زیات احساساتي، افراطي او ډېر ځله لیدل شوي چې د شخصیت جوړېدنې له بهیر سره نابلده خلک دي. همدومره مشکلات چې دوی یې هلته په مساپرۍ کې لري، دلته یې په کورنۍ کې هم ورته مشکلات وي، ماشوم له پلاره لرې رالویېږي، زموږ نسلونه-نسلونه، چې له پېړیو-پېړیو راهیسې ناقص دي، یو علت یې دا دی چې پلرونه به یې په کور کې نه ول. ګورئ! جنسي مشروع رابطه یو ارزښت دی، که تاسې دا ارزښت له لاسه ورکړئ نور ارزښتونه یې ځای نیسي؛ تاسې به وایاست چې اقتصادي ضعف مو د مساپرۍ لامل دی خو ډیر زیات هېوادونه فقیر خلک لري، په یوه ځای کې هم خلک له وطنه تېښته نه کوي؛ یو تاجکستانیان دي چې تر موږ هم په دې کار کې بدتر دي، همدا اوس هم درې میلیونه تاجکي نارینه په مسکو کې دي، حال دا چې د تاجکستان ټول نفوس اووه یا اته میلیونه دی. هلته د ناموس مسئله پخوا ډېره سخته وه، خو روسي ښکېلاک یو څه راټیټه کړه او یو له تاجکستانه د نارینه و مهاجرت دومره راټیټه کړه چې اوس هر عیاش تاجکستان ته منډه اخلي. نو لنډه دا چې له هېواد سره مینه او په هر قیمت په خپله خاوره او هېواد کې پاتې کېدل تر ټولو لوی فرهنګي ارزښت دی. مهاجرتونه یا ډایاسپرا د یهودانو کتلوي کوچ کشیو ته، چې تر ۱۹۳۰ پورې اسراييل نه ول، وکارېده، هغه هېوادونه چې سیاسي یا کاري ډایاسپرا یا مهاجرتونه لري د هغوی فرهنګي او اجتماعي وضعیت ډېر خراب حالت ته ځي. همدا وجه ده چې حب الوطن من الایمان حدیث ویل شوی او تر شا یې یوه لویه فلسفه پرته ده. همدارنګه خشونت زموږ یو منفي ټولنیز عادت دی، د دې ځای باید عواطفو او عقلانیت ته پرېږدو، د پولرایزیشن یا استقطاب د تیورۍ پر اساس که مو قوي عاطفي او عقلاني جاذبه ایجاد کړه، نو له خشونت څخه خلک را اوړي. عقل باید د منفي احساساتو قرباني نه وي، موږ د احساساتو سمه ترجمه نه لرو، په انګلیس کې ایموشن او اي فیل بېل-بېل کلمات دي خو موږ دواړو ته احساسات وايو، موږ که تودوخه پسې راواخلي نو دې ته هم احساس وایو او که زړه مو د یوې جذبې ښکار شي نو دې ته هم موږ احساسات وایو؛ نو هغه احساسات چې غیرعقلي دي او تخریب رامنځته کوي، هغه منفي او نور لکه له اولاد سره د مینې احساس، له وطن سره د مینې احساس مثبت دي. له همدې کبله موږ د خرد ګرایي یوې دورې ته اړتیا لرو، دا یوه بېله موضوع ده چې بیا به پرې بحث وکړو. د فرهنګي زمینې یوه برخه دا ده چې د غیرت زوړ مفهوم باید نوی کړو، پخوا به هر چا چې له ځانه ښه دفاع کولای شوه او په نه خبره به یې سړی وژلای، چپه کولای او وهلای شو، غیرتي به بلل کېده خو اوسنی او معاصر مفهوم یې دا دی چې په څه ډول تفاهم او په لوړه پوهه ځان ته مقابل لوری تابع کولای شې، دا غیرت دی.
هیڅوک ستاسې حتمي دښمن نه دی، زموږ د زوړ غیرت مفهوم دا ایجاب کوي چې هر سړی ګوري هغه یې دښمن دی او باید د چپه کولو لاره یې وسنجول شي، حال دا چې د کمونیکیشن یو اصل دا دی چې له جانب مقابل سره د درېدو پر مهال باید دا حس ونه لرو چې هغه دښمن دی.یو وخت ما لیکلي ول چې افغانان د یو قوي صف د ایجاد لپاره نه یو د بل تر څنګ درېږي نه د یوې رهبرۍ او پرمختګ لپاره یو د بل تر شا درېږي، بلکې همېشه یو د بل پر وړاندې درېږي او هغه هم په غوسهاوسنی غیرت دا نه دی چې کوم هېواد بل هېواد راچپه کولای شي، بلکې غیرتي هېواد همغه دی چې آباد دی او خپلو وګړو ته ډوډۍ ورکوي، نورو ته یې ورکوي، هر هېواد چې په سېلابونو او آفاتو کې نورو ته مرسته ورکوله غیرتي دی.د غیرت په اړه زموږ موډلونه هم غلط رواج شوي، خوشال بابا د ډېرو سترو او لویو آزادي خواهو افکارو درلودونکی، فیلوسوف او عالم و، مګر موږ چې د هغه تصویر جوړوو، نو نیزه او توره-ډال مو په څنګ کې ورکړي وي، له دې تصویر سره یې د لیدونکي زړه ته راځي چې ګواکې خوشحال بابا له تورې، ډال او نیزې پرته خوب، خوراک او څښاک هم نه کاوه، حال دا چې د هغه د ژوند یوه لویه برخه سیاسي ستر افکار او فلسفه ده.زموږ اخلاقي معیارونه هم د یو وروسته پاتې ټولنیز عادت زېږنده دي او لوړ هغه مو دا دي او ښه سړی مو هغه دی چې په مجلس کې تر ټولو غلی ناست او تر آخره یوه خبره ونه کړي؛ بحث، ځان پوهونه او مشاجره نشته. یو بل مثال، یوه ځوانه ښځه یو ناڅاپه رالوېدلې ده، موږ دا له لاسه نه نیسو، ډاکټر ته یې له شرمه نه شو وړلای، ځکه دا راته بد اخلاقي ښکاري چې څنګه پردۍ ښځه له لاسه نیسو، خو د هغې د مرګ او ژوند سوال ته هېڅ نه ځیر کېږو.محمدیار: ((استاده! دې موضوع ته په اشاره به زه هم یوه کیسه وکړم، د کندهار کې په ولایت مقام کې یو مجلس و، یو تجار په کې راپورته شو، ویل یې (ستاسې له مخې دې ډېره حیا وي) چې مور مې راته ویل یو روغتون جوړ کړه، خو ما هوټل جوړ کړ. یعنې دغه سړی په مجلس کې د مور د هستۍ به ذکر او یادښت شرمېده، لکه د یو مردار شي نوم چې یادوي.)) استاد لېوال: هو همداسې ده، زموږ یوه بله منفي اخلاقي پدیده دا چې دوکانداري به چا نه کوله، دې ته به یې له شرمه بقالي ویل، کسب آهنګري، جولاګري، موچیتوب، نایی توب او بل کمال په پښتنو کې کم اصلي او شرم و. جولا، نداف او نايي ولې سپک وبلل شي؟ دوی خو زموږ عزت راخوندي کړی دی؛ زه درته وایم چې تر څو پورې اهل حرفه محترم خلک نه شي، اقتصادي پرمختګ نه رامنځته کېږي ځکه همدوی دي چې اقتصادي خدمات او تولید کوي. موږ دومره پس پاتې یو چې تر څو کلونو وړاندې پورې مو حتی مکتب بد ګاڼه او مکتبی به د پیغور یو نوم و اما هزاره ګانو، چې زده کړې له پخوا بدې نه ګڼلې، کار یې کاوه اوس د افغانستان تر ټولو خواریکښ او په کاري چاپېریال کې مقتدر قشر دی. هغوی یوه ډوډۍ نه لري خو ماشومان ښوونځي ته استوي، تاسې به تر اوسه یو هزاره سوالګر نه وي لیدلی؟ د ښځې کار او تولید خو لا هم بد ګڼو، وايي د ښځې دې ګټه ورکه شي او د خرې دې څټه ور که شي.په داسې حال کې چې له شپاړسمې پېړۍ وروسته چې د کار فزیکي حجم کم شو او بحري لارې کشف شوې، نارینه له اروپا د نورو سیمو نیولو ته ووتل، په اروپا کې ټول صنعت ښځو پر مخ یووړ.په اروپا کې د صنعت اصلي پوتنسیال ښځو جوړاوه او اروپا یې اروپا کړه، خو ته چې د ښځې ابرومندې او مشروع ګټې ته غاړه کېنږدې، بدلون به په سترګو هم ونه وینې، ځکه ښځې زموږ له نیمايي زیات نفوس دی، که هغوی عاطل او باطل کړو، نو بدلون به له کومه شي؟
په فرهنګي بستر کې تر اعتراف وروسته باید د مهم اصل له مخې وزغمو چې نوې مثبتې پدیدې جذب کړو.د موډرنیزم یو مهم اصل دا دی چې هره پدیده به په احتیاط جذبوې او زغمې به یې، له منفي اړخونو به یې ځان ژغورئ او مثبت به یې اخلئ.
نبي ساحل: استاده موږ پر ښځو د شاقه کارونو باور نه لرو او شاقه کارونو ته یې نه پرېږدو، خو اروپايي ښځې بیا بېخي دا نه مني چې نارینه له ښځو دروند کار کولای شي. دوی وايي کوم کار چې نارینه کولای شي موږ یې هم کولای شو، ښه مثال یې دا دی چې وايي نارینه په پوځ کې له ښځو درنې چانټې او وسایل او تجهیزات نه وړي، دا خو تاسې یاست چې ښځو ته مو له اوله دا احساس ورکړی دی.
استاد: هو دا منم، ځکه ښځې ډیره توانمندي او حوصله لري، په تعلیم او تربیه کې دوه ډوله تفکر دی، یوه ته یې مستقیم او بل ته متناوب وایي خو د ښځې د متناوب تفکر توانمندي له نارینه زښته زیاته ده.
نارینه کله-کله د ماشوم په څېر مستقیم فکر کوي، اما ښځه متناوب فکر لري او باید ووایم چې د ښځو استعدادونه په ځېنو ځایونو کې ډېر دي.
یو بل ګډونوال: موږ په روانشناسۍ کې لوستل چې دا د ښځو تر ټولو لویه ځانګړنه ده چې ښځې یو بل ډېر ژر قبلوي، مثال یې دا و چې کله ښځه حامله شي، نهه میاشتې له ځان سره یو ځای د بل انسان بوج وړي. نور بيا…