شریف الله دوست “سرواني” د حاجي عبدالقیوم سرواني زوی د حاجي امیرمحمد سرواني لمسی په کال (۱۳۵۸ لمریز) کي دهلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د سروان کلا په لرغونې سيمه کي زېږېدلی دی.
زده کړي :
لومړی او دوهم ټولګۍ يې په کابل کي لوستې ، له هغه ځایه هلمند ته راکډه سول ، تر شپږم ټولګۍ پوري يې د لښکرګاه ښار د لګان په ښوونځۍ کي شامل سو ، له دې ځایه دلښکرګاه ښار شهیدغلتان سیمي ته کډه سول او د(لښکري بازار غربي ښوونځي) يې تر اتم ټولګۍ پوري دوام ،تر دوولسم ټولګۍ پوري يې د ذکورو ښوونځۍ شپې لیسه ولوستله.
په (۱۳۸۵ لمریز) په لومړیو کي د هلمند عالي دارالمعلمینو له پښتو څانګي څخه په لومړي درجه فارغ سو . دم ګړی د لښکرګاه ښار (آراکوزیا خصوصي پوهنتون) کي دوه وخته دوو پوهنځیو کي زده کړي کوي ، لومړی دښووني او روزني پوهنځۍ چي د عالی دارالمعلمینو د دوه کلن کال په دوام پکښي زده کړي کوي او څلورم کال وروستی سمستر يې دی ، دوهمه ښوونځۍ يې د حقوقو او سیاسي علومو دریم کال دوهم سمستر دی.
دوست د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دوه کالو زیات د خطاطۍ او رسامۍ زده کړه وکړه ، خطاطۍ کي يې (ثلث او نسخ) خطونو کي زیار ویست او رسامۍ کي يې (روغني او پنسلي) برخه کي د استاد محمد داود نيازي او حسن اختیاري تر څارنې لاندي زده کړې.
۱۳۸۱ لمریز کال د کب پر ۲۹ يې د بریالي هلمند په مشرۍ له نورو ملګرو سره په لومړي ځل هلمند کي (بُست فرهنګي ټولنه) جوړه کړه دوه کاله وروسته د همدې ټولني دمشاعرو مسؤل ؛ او د (بګړۍ) په نوم درې میاشتنۍ مجلې کي فعالیت پیل کړ، چي وروسته په مهالنۍ وا وښته او دا وخت يې چاپ ولاړ دی.
د دې تر څنګ د (بُست جرید) همکار ، د سیستان جریدی همکار او نورو خپرنیزو رسنیو سره همکار پاته سوی دی.
په ۱۳۹۱ لمریز کي د هلمند مدني ټولني د موسسینو په ډله کي دی اوس د (همند ادبي بهیر) او (هلمند مدني ټولني) غړیتوب لري، دوست د دې ترڅنګ له تېرو شپاړسو کالو راهیسي سوداګریزي چاري مخته وړي، شاوخوا شپږ کاله ګاونډي هیواد چین ته په سوداګریزه موخه تللی دی ، تر څنګ يې چین کي دچینايي ژبي د زده کړي کورسونه هم تعقیب کړي تر دې چي د (چینايي ژبي اسانه) زده کړه کتاب يې د خپلو هیواد والو د ژبني ستونزو د حل په موخه ولیکه.
ښاغلی دوست سرواني له تېرو دیارلسوکالو راهیسي لیکوالي کوي او تر څنګ يې کله کله شعر هم وايي ، دليکوالۍ په دوره کي يې یو شمېر اثار هم ليکلي چي ځیني يې د چاپ ترپولي رسېدلي او ځیني يې ناچاپ دي :
چاپ اثار:
۱ : (د هلمند نومیالي ۱۳۹۰چاپ)
۲ : (سیاسي فلسفه څه شی ده؟)
۳ : (دچینايي ژبي اسانه زده کړه)
۴ : زینداور ( تاریخ ، ادب ، جغرافیه)
چاپ ته چمتو:
۵ : (سروان کلا ، تاریخ ، ادب ، جغرافیه ،نومیالي)
۶ : لرغونی هلمند( هلمند تر اسلام وړاندي)
۷ : د لښکرګاه کشف (ژباړه)
۸ : د (هلمند وياړونه،هلمند دپښتو او دري ادب دپیدایښت او پایښت پلازمېنه)
۹ : د (هلمند پېښلیک)
۱۰ : د (هلمند تاریخي جغرافیه)
۱۱ : سالو (شعري ټولګه)
۱۲ : د هلمند نومیالۍ مېرمني(دوهم ټوک)
۱۳ : د هلمند نومیالي (دریم ټوک)
۱۴ : سیاسي تفکر په لرغوني یونان او بین النهرین کي
۱۵ : مخپېټک (دهلمند دودونه او رواجونه)

بدلون اوونیزه \ لومړی کال\(۱۰) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۵\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *