د ځوان شاعر محمد نبي احمدزي کتاب (له رڼا نه رڼا واخله) په۱۷۶ مخونو کې د ۱۱۰۰ ټوکو په شمېر چاپ شو.

په دې شعري ټولګه کې ښکلي نعتونه، ‌په زړه پورې غزلونه او ښايسته هايکوګانې  راټولي دي.

احمدزی صېب د لوګر ولايت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې ډېر وخت يې په پښتونخوا کې تېر کړی او د هغې ځای  ادبي بنډارونه يې په خپل ګډون  درانه کړي.

د ښاغلي احمدزي دا شاعري د تصوف په رنګ کې رنګ ده او د مينې خواږه لري.

دا د مازيګر کتاب پلورنځي د خپرونو د لړ ۳۶ کتاب دی چې بازار ته وړاندې کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *