په افغانستان کې د روسانو د ماتې اصلي علت د ویتنام د جګړې غچ اخیستل و. کله چې روسانو په افغانستان یرغل وکړ، امریکا ته د ویتنام د جګړې د غچ اخیستلو ښه موکه په لاس ورغله او د افغان مجاهدینو ملاتړ یې وکړ.

دا او دې ته ورته نورو جګړو په اړه خبرې د ( سي ای اې پټې جګړې) په هغه کتاب کې بربنډې شوي چې پياوړي لیکوال او ژباړن زبیر شفیقي له انګریزۍ نه پښتو ته ژباړلی او د خوشال بابا فکري بهیر د دې اونیزې غونډې ګډونوالو ته یې لنډیز وړاندې کړ.

دغه غونډه چې په کابل کې د کتاب ښار په تالار کې جوړه شوې وه او ښاغلی فضل ولي ولي يې د چلولو چارې ترسره کولې، د قاري وحیدالله عبید لخوا د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې استاد خلیل الرحمن نورزي د ( ذکاوت ودې او چټکې زده کړې تخنيکونو) تر عنوان لاندې د فکري ودې، د زده کړو پر مهارتونو او لارښودونو په زړه پورې پرزنټېشن وړاندې کړ.

نوموړي وویل چې د يو انسان د چټکې او پراخې زده کړې لپاره ډېرې وړتياوې لري. د ده په وينا چې د انسان په ماغزو کې تر سلو زرو میلیونو پورې حجرې وجود لري او هره حجره يې بيا له زرګونو حجرو سره اړيکې لري، خو انسان د خپلو ماغزو له يوازې لس سلنې څخه کار اخلي. ده ټينګار وکړ چې د انسان ماغزه له صفر څخه تر لايتناهي پورې وړتيا لري، خو دا په خپله انسان پورې اړه لري چې له خپلو ماغزو څخه څنګه کار اخلي. د ده په خبره نه یوازې دا چې په هره برخه کې کولای شو د مشخصو تګلارو په پلي کولو سره دماغو ته وده ور کړو، بلکې کولای شو ورسره د سملاسي زده کړو یا بهرنۍ ژبې په چټکو زده کولو کې له مهارتونونه برخمن شو.

ښاغلي نورزي ګډونوالو ته د ډاکتر سيد خالد روحاني د دماغي انقلاب تيوري وړاندې کړه. د دغې تيورۍ او هغو تمرينونو پر بنسټ چې دغه تيوري يې سپارښتنه کوي، يو سړی کولی شي د چټکو لوستلو او چټکې زده کړې په برخه کې خپل وړتيا ډېره زياته کړي، د بېلګې په توګه کېدای شي يو کس په يوه مياشت کې خپله وړتيا دومره زياته کړي، چې په يوه ساعت کې د شلو بهرنيو لغتونو زده کړه تر ۳۰۰ لغتونو پورې ورسوي او همداراز د تمرين له لارې يو سړی کولای شي خپله د لوست چټکتيا زياته کړي. د جېنېس د ريکارډ له مخې يو کس کولای شي په يوه دقيقه کې ۱۲۰۰ کلمې په پوره تمرکز ولولي.

د نورزي په وينا هغه عادتونه چې دماغ کمزوري کوي، پدې توګه دي: عدم تمرکز، نه پاملرنه، پڅ غبرګون، د خوب بې نظمي، د خوړو ناسم رژيم، په يوه وخت کې د څو غير ضروري دندو ترسره کول، د فکري حضور نشتوالی، دوامداره ذهني مشغولتيا، نه لېوالتيا، د فزيکي فعاليت نشتوالی، د څرګندو موخو نه لرل، د دماغو تړل يا قفل کول ( د يوې موضوع د سختوالي په اړه ځان تلقينول)، پر ځان بې باوري، د عزت نفس کمزورتيا، منفي بافی يا منفي انګېرنه، د ډسپلين نشتوالی، د ځان نه پېژندنه ( له خپلو وړتياوو ناخبري)، په نه پوهاوي کې ژوند، د دماغ او حواسو تر منځ نه همغږي، د ارادې نشتوالی، بوالهوسي ( يانې هر کار ته لاس اچول)، پر احساساتو نه کنټرول، تنبلي او راحت غوښتنه، ناشکري، د دماغو په کار نه اچول، ناهيلي، اضطراب، خپګان، ناروغۍ، فزيکي تراوما، روحي تراوما، زړښت، جنېټيک عوامل.

ښاغلي نورزي د پورتنيو عادتونو په اړه توضيحات ورکړل، چې د دغه راپور له حوصلي وتلي دي، خو ټينګار يې وکړ چې د تمرين له لارې د دغو ټولو عادتونو اصلاح ممکن دي. د ده په وينا د هر عادت د اصلاح لپاره ۲۱ ورځې پرله پسې تمرين کفايت کوي.

په پای کې استاد نورزي د دماغي پياوړتيا يو شمېر لارې چارې لکه ځانګړي سيمينارونه، انځورنه، انيمېشن، مېډيټېشن، دماغي تمرين، بدني تمرين او يو شمېر نور په ګوته کړل او د تمرين يو شمېر ماډلونه يې له ګډونوالو سره شريک کړل.

په پای کې داسې وړانديز وشو، چې په راتلونکو غونډو کېبه  يو شمېر عملي تمرينونه له ګډونوالو سره شريک او عملي شي.

د استاد نورزي تر پرېزنټېشن وروسته پياوړي ليکوال او ژورنالېست ښاغلي زبير شفيقي د امريکايي ليکوال پيټر هارکليروډ کتاب ( د سي آی اې پټې جګړې) لنډيز او مهم ټکي غونډې ته وړاندې کړل. شفيقي صيب وويل، چې د کتاب اصلي نوم له ويتنام څخه تر افغانستان دی او په کتاب کې د سي آی اې ډېرې پټې جګړې راغلي، خو ده يې يوازې د ويتنام او افغانستان بابونه ژباړلي دي او لامل يې هم دا وښود چې اصلاً د افغانستان جګړه د امريکايانو لپاره له روسانو څخه د ويتنام جګړې اخېستل و. ده وويل، چې کله روسان افغانستان ته راغلل، د امريکې د هغه وخت د ولسمشر امنيتي سلاکار برېژنسکي  ولسمشر جيمي کارټر ته د افغانستان د خلکو ځانګړنه تشريح کړه او سپارښتنه يې وکړه چې همدا بهترينه موکه ده چې له روسانو څه غچ واخېستل شي. تر هغه وروسته امريکا له مجاهدينو سره مرسته پيلوي او له اسراييلو څخه نيولې تر چين پورې د مرستو بېلا بېل چېنلونه جوړوي، خو له بده مرغه دغه مرستې په نېغ ډول افغان مجاهدينو ته نه ورکول کېدې، بلکې د آی اېس آی له لارې مجاهدينو ته ورکول کېدي. پدې توګه له يوې خوا افغان مجاهدين د آی اېس آی لاسونو ته محتاجه شول او آی اېس آی په دوی کې نفوذ وکړ، او له بلې خوا د مرستو ډېره برخه پاکستان د ځان لپاره ساتله. د بېلګې په توګه پر کال ۱۹۸۷ کې مجاهدينو ته د مياشتې ۶۳۰ ميليون ډالره مرسته کېده، خو له دغو مرستو څخه يوازې ۱۵ – ۲۰ ٪ مرستې افغان مجاهدينو ته ورکول کېدي او پاتې ۸۰٪ پاکستان ځانته ساتلې.

يوه بله خبره چې شفيقي صيب د کتاب په حواله وکړه، دا وه چې د جهاد په کلونو کې سي آی اې په منظم ډول بهرني مجاهدين دېته هڅول چې افغانستان ته لاړ شي او هلته جهاد وکړي. او اوس هماغه مجاهدين دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې جنګېږي.

د کتاب د شمېرو له مخې د افغانستان په جګړه کې ۱۷۰۰ روسي الوتکې او ۹۵۰ د افغانستان الوتکې غورځېدلي، چې د ډېرو درنو لګښتونو او زيانونو له کبله روسان اړ شول له افغانستان څخه ووځي.

د شفيقي صيب شخصي نظر دا و، چې امريکې د روسانو تر وتلو وروسته افغانستان هېر کړی نه دی، بلکې په لوی لاس يې غوښتل چې په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي او بيا د دوی مداخلې او فزيکې حضور ته زمينه برابره شي. د ده په وينا اوسنی حالت يو حساب شوی پلان و.

د غونډې په پای کې له فراه ولايت څخه د افغان ملي غورځنګ استازي ښاغلي عنايت الله نوابي د فراه ولايت پر ستونزو او هلته د ايران پر فرهنګي يرغل خبرې وکړې او د ګډونوالو د ځانګړې پاملرنې او مرستې غوښتنه يې وکړه. ګډونوالو د يو شمېر نورو ولايتونو پر ستونزو هم خبرې وکړې او د غونډې په پای کې د افغانستان د اساسي قانون نسخې او د پياوړي شاعر وومان نيازي د شعرونو ټولګې پر ګډونوالو ووېشل شوې.

غونډه چې د غرمې په دوه نيمو بجو پیل شوې وه د مازدیګر پر څلور بجو او دېرشو دقیقو د دوعا په کولو سره پای ته ورسېده.

همايون نايل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *