ګل پاچا الفت

د هېواد د پرمختګ لپاره عدالت يو مهم اصل دی او د استاد الفت تخليقات د منځپانګې او معنا له مخې د عدالت په باب ډېرې بېلګې لري.

په قرآن کريم او احاديثو کې د عدالت په هکله ډېرې يادونې شته او دا چې استاد ګل پاچا الفت ديني عالم هم و، د (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش) تر عنوان لاندې يې يو په زړه پورې ديني اثر ليکلی دی، چې (ص ۵۲) کې د (عدالت) په باب مفصلې خبرې کړي دي او وايي: (د اسلام عدلي او قضايي برخه د اجتماعي نظام په حيث د انسان سر او مال، کرامت او حريت مصوون ګڼي او د حقوقو حفاظت يې کوي، د ظلم او ضرر مخه نيسي، فتنه او فساد محکوموي، جنايت او خيانت، فحشا او منکر د جزا وړ بولي او عدالت د شرعي احکامو په کامل او صحيح تطبيق تامينوي.)

الله تعالی په سورت الحديد کې فرمايي:

ژباړه: (په تحقيق سره مو رسولان اتسولي، له نښو نښانو سره او له دوی سره مو کتاب او ميزان هم واستاوه، چې خلک په عدل او انصاف قايم شي.)

استاد الفت هم د عدالت غوښتونکی او پلوی دی او هر وخت د ظالم په مقابل کې د مظلوم سره ولاړ دی او ظالمان يې پخپلو شعرونو کې په ډېر جرت سره غندلي دي.

په اسلام کې د عدالت غوښتنه د ژوند په هرې برخې کې شوې ده، لکه د يتيمانو او مسکينانو په حق کې بايد له عدالت څخه کار واخلو او پر هيچا تجاوز او تېری ونه کړو، له عدل او انصاف نه بايد کار واخلو، اسلام د عدالت دين دی او بې عدالتۍ ته ښه نه وايي.

استاد الفت بې عدالتي غندلې او عدالت يې ستايلی دی او د عدالت په راوړلوکې ډېره قلمي مبارزه کړې ده.

استاد الفت، نثري کليات، ۱۹۰ مخ کې د عدالت او انصاف په هکله وايي: (که څوک چاته د عدالت له مخې څه ورکولی شي د احسان له لارې دې څه نه ورکوي، که د چا له لاسه پوره وي، چې د انسان احترام وکړي، دلجويي او تسلي ورکولو ته حاجت نشته، دی د انسان لپاره له چا نه رحم او شفقت نه غواړي، عشق غواړي، د احسان له ورکړې نه د عدالت ورکړه ښه ګڼي.

که بشر ښه انصاف وکړي، خواران او مزدوران پر بډايانو ډېر لوی حق لري، خو دغه حق پټ پاتې دی او خلکو هېر کړی دی.

روسو وايي: (هر وخت چې تاسو يو اسمان خراش قصر وينئ، يقين وکړئ، چې د يو ولايت کورونه د دغه قصر د بنا لپاره وران شوي دي.)

استاد الفت په ټول ملک او ټولې نړۍ کې عدالت او انصاف غواړي او د شعر يوه بېلګه يې داسې ده:

فرق د حق او د باطل لوی حکمت دی
د دماغ او زړه همدغه عبادت دی
چې صادق او خاين بېل کړي يو له بله
اوس په کار موږ ته همدومره بصيرت دی
بې له علمه بې له عدله بې له رحمه
په چا باندې روا کله حکومت دی
که مې څوک په لښته ووهي ظالم دی
که قانون مې غوڅوي سر عدالت دی
د يوه شخص نوکري خو غلامي ده
لوی عزت د خپل وطن او قام خدمت دی

استاد الفت د عدالت طرفدار دی او په حکومتدارۍ کې هم عدالت غواړي او عدالت عبادت ګڼي، رښتيا چې عادل سړی د هر چا خوښ وي او پرعدالت اسلام کې ډېر تاکيد شوی دی، استاد پخپلو نورو شعرونو کې داسې وايي:

پرستش د يوه تن بت پرستي ده
د قانون پېروزي لويه آزادي ده
په کوم ځای کې چې يو فکر کړي کارونه
هلته خوشې مهمل لفظ ديموکراسي ده

 “`

هغه ځای کې وي د ژوند واړه خوندونه
چې څوک نه ويني څه زجر بې قانونه
اطمينان د روح او فکر هلته بويه
چې اصول او قوانين کوي کارونه
“`

چې خدمت کاندي په رښتيا ملک دولت لپاره
په حق چلېږي د انصاف او عدالت لپاره
په سمه لاره وي روان د حقيقت لپاره
دا راز ښه توب ښه سړيتوب بې له ريا غواړو موږ

استاد الفت د عدالت غوښتونکی و او په ټولنې کې د افراط او تفريط ضد مفکوره يې درلوده، چې له عدالت سره افراط او تفريط نه جوړېږي.

سر محقق عبدالله بختاني پخپلې مقالې(د الفت وروستی تاليف)کې د استاد خبرې داسې راوړي: (استاد د فرد او جامعې په معامله کې افراط او تفريط دواړه ډېر خطرناک ګڼي او د دغې موازنې ساتنه ډېر دقت غواړي، که ددې تلې هره پله درنه شي اجتماعي عدالت له منځه ځي او ظلم منځته راځي.

په اسلام کې عرب او عجم، تور او سپين، بډای او فقير ته مساوي حقوق ورکړي دي او اجتماعي عدالت يې له هرڅه پورته او لوړ ګڼلی دی.)

د محتوا له مخې د استاد په تخليقاتو کې د عدالت په هکله ډېرې ويناوې شته دي او دده په شعرونو کې همدردي، مساوات، د ښځو حقوق، اتفاق، ملي يووالی، ناپوهي، انتقاد، ريالېزم او غندنې په دې دلالت کوي، چې استاد الفت په ټولنې کې د عدالت ارمان درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *