سید یما عالمي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وروستیو کې د ناسم مدیریت او د یو شمیر فاسدو کسانو د شتون له امله د زړو اطلاعاتو او د فساد فرهنګ پر وزارت بدل شوی دی.

په سر کې به له زړو اطلاعاتو څخه ووايي دغه وزارت د یوه یا دوو معیاري ورځپاڼو په ځای څلور ورځپاڼې او یو خبري آژانس لري د دغو اطلاعاتي برخو مالومات زاړه او خبري عکسونه یې یو ډي د لګښت په اندازه لوستونکي نه لري کله چې لوستونکي نه وي ښه بازار او بازارموندنه هم نشته د ځان بساینې نظر خو پریږده، د دغو ورځپاڼو ګته یوازې برګر پلورنکو ته رسیږي دوی ترې د برګرونو په جوړولو کې کار اخلي.

د مثال په ډول:

انیس

هیواد

کابل ټایمز

باختر خبري آژانس

دغه وزارت څو عواید لرونکي ریاستونه هم لري چې د ناسم مدیریت او فساد له امله د دغو ریاستونو لږ عواید ملي خزانې ته رسیږي.

د مثال په ډول:

د راډیو ټلویزیون ریاستونه

د موزیمونو ریاست

د هوټلدارۍ ریاست

د مطبعې ریاست

د افغانتور ریاست

د ناسم مدیریت او فساد له امله د دغو ریاستونو عواید په ښه توګه نه ترلاسه کیږي او یا هم تالا ترغه کیږي دا ځکه چې په تیرو وختونو کې په دې وزارت کې په لوړه کچه فساد شتون درلود.

د دولتي هوټلونو او سیاحتي سیمو په تړونونو کې هم ډیر شمیر ستونزې شته چې باید پرې بیا کتنه وشي.

د مثال په ډول:

انټر کانتیننټال هوټل

سرینا هوټل

سپین زر هوټل

د ګرځندوی په برخه کې باید ډیر کار وشي کورني ګرځندونی کولی شي دغه وزارت ځان بساینې ته ورسوي او د وخت په تیریدو او د بهرنيو سیلانیانو په راتګ سره دغه وزارت کولی شي افغانستان هم ځان بساینې ته ورسوي.

په تیرو کلونو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لخوا د کورني ګرځندوی په برخه کې هیڅ کار نه دی شوی. د کورني ګرځندونی په برخه کې د یو شمیر کسانو لخوا هڅې شوي خو ګټه یې حکومت ته نه رسیږي.

یو شمیر سیاحتي سیمې د مافیا او زور واکو په لاس کې دي او دا ډلې له دغو سیمو څخه ډیر عواید تر لاسه کوي.

د مثال په ډول:

د قرغې بند

د پغمان د ولسوالۍ یو شمیر سیمې

د بابر بڼ

د بامیان او نوروولایتونو تاریخي او طبعي سیمې

دغو برخو ته باید جدي پاملرنه وشي څو زمونږ هیواد له اقتصادي ستونزو خلاص او ځان بساینې ته ورسیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *