عصمت الله سلام / غزني

ژوندمدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۳ هـــ ل کال دکب میاشتي په دویمه (۲) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله اولسمه اونیزه ناسته وکړه .

غونډه چې په کې لسګونوکسانوبرخه اخیستي وه ، د غزني ولایت ، دریم پلان دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم تکړه ژورنالیست ښاغلي واحیدالله جمعه زاده دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.

غونډه په دوه برخي ویشل سوي وه ، لمړۍ هغه یې دتیرې غونډي دګزارشونواوریدل اوپرې خبري کول وه ، د تیرې غونډي ګزارش دتکړه شاعرښاغلي نقیب الله حمیدي له لوري ولوستل سو، راپوردغونډي دګډونوالوله لوري خوراوستایل سول اوورته لارښونه وسوه چې دراپورلیکلوکې نوره هم هڅه وکړي ترڅوپه راتلونکي کې یوپوخ راپورلیکونکی ترې جوړسي .

ورپسې دټولني له منشي ډاکترعمرعیان څخه هیله وسوه ترڅودغونډي ګډونوالوته دهغو لیدونواولاسته راوړنوپه اړه اړین مالومات ورکړي کوم چې دټولني استازوپه کابل کې له مخورواوروڼاندوسره لرلي.

ښاغلي عیان دموضوع په تړاودغونډي ګډونوالوته هغه څیړنیزراپوروړاندي کړکوم چې په دې موخه ترتیب سوی وه راپوردغونډي دګډونوالوله لورې وستایل سو.

دغونډې په دویمه برخه کې له اجنډاسره سم په دې موضوع اوږدبحث وسوچې څنګه کولای سوله هغوکورسونوڅخه نظارت وکړوکوموته چې دښوني دریاست په ځانګړي مرسته دژوندمدني ټولني له لوري تردری سوه څخه زیات زده کونکي ورپیژندل سوي .

دغونډي غوڅ اکثریت په دې پریکړه وکړه چې دڅارکمیټه دې یومهالویش ترتیب اودهغه له مخي دې‎ هره ورځ له یوه کورس څخه لیدنه اوڅارنه وکړي ، ورسته دې داونۍ په اخیري ورځ دټولوکورسونوراپورونه سره یوځای اوبیادې دارزوني په موخه درهبري شوراغونډي ته وړاندي سي.

غونډه مازدیګر۴:۰۰ دټولني داړیکودکميټي مسول ډاکترسیداحمدخان ددوعایې په لوستلوسره پای ته ورسوله .

له غونډي ورسته ازاد بحث وسو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *