تاند- د ۲۰۱۵ د نړیوال جام د سیالیو په دوام کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان په وخت نن شپه د نړۍ له یوه خورا غښتلي ټیم یعني سریلانکا سره مخامخ کېږي.
د سریلانکا د ملي لوبډلې روزونکي او کیپتان ویلي چې دوی به افغانستان ته په هغه سترګه وګوري چې استرالیا او نیوزیلنډ ته ګوري او تر خپله وسه وسه به د افغانستان په وړاندې ښه لوبه وکړي.
د افغانستان او سریلانکا دا مسابقه، چې په روان نړیوال کپ کې د دواړو لپاره دوهمه سیالي ده، د نیوزیلنډ په دنیدین ښار کې کېږي.
د افغانستان لومړۍ مسابقه د استرالیا په پلازمېنه کامبرا کې له بنګله دېش سره وه چې په ۱۰۵ منډو یې وبایلله.
د افغانستان د ماتې اصلي دلیل دا یادوي چې لومړي درې پرانستونکي (اوپینران) لوبغاړي یې سمدستي وسوځېدل. د هغوی سوځېدا پر نورو لوبغاړو منفي اغېز وکړ.
سریلانکا دې ته په پام چې د افغانستان د سویې ټیم آیرلنډ ویست انډیز مات کړی، افغانستان ته د یوه عادي ټیم په سترګه نه ګوري. ویست انډیز له داسي ټیمه ماتې وخوړه چې افغانستان ترې څو مسابقې ګټلي دي.
سریلانکا د اې ګروپ یو له تکړه لوبډلو څخه دی. دغه ټیم خپله لومړۍ لوبه په کوربه نیوزیلنډ باندې په ۹۸ منډو وبایلله.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی اندي مولر وايي چې افغان لوبغاړي باید له سریلانکا الهام واخلي. دغه هیواد د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۵ میلادي کال نړیوال جام ته لاره ومونده. په دغه کپ کې د سرلانکا ټول لوبغاړي د ویست انډیز په وړاندې په ۳۸ اور کې په ۸۶ منډو وسوځېدل. ویست انډیز یوازې په ۲۱ اور هدف پوره کړ او په ۹ ویکټونو یې لوبه وګټله. خو دوی (سریلانکا) یوه لسیزه وروسته نړیواله اتلولي وګټله.