کله چې د بریښنا د ویش په هکله خبرې کوو، په حقیقت کې د منابعو د ویش په هکله حېل حېل (ډول ډول) پوښتنې راولاړیږي. چې داسې ده نو بیا منابع باید څه ډول وویشل شي؟ د کوم معیار په اساس باید وویشل شي؟ او یا هم په سالمه توګه د منابعو د ویش څه اړتیا ده؟ له دریمې پوښتنې څخه داسې مالومیږي چې منابع هم باید د اړتیا پر بنا وویشل شي.
دا اړتیا څه ډول شی دی او له کومه سره دلته راغلو؟ لازمه کڼم چې له اړتیا يې پیل کړو. د ډیکشنري تعریف ته که وګورو، “ اړتیا عبارت د هر هغه څه څخه ده چې د ژوندي موجود د ژوندي پاتې کیدو لپاره لازمه وي، ورته اړتیا وايې”.
که نوموړی تعریف په افغانستان کې د ولایتونو لپاره وګورو، هیڅ داسې ولایت به پیدا نه شي چې هلته د بریښنا په نه شتون کې ژوندي موجودات خپل ژوند له لاسه ورکړي. د موضوع په تړاو که يې له ځانه وپوښتی چې فرضاً ولې یو څه تاسې اخلی؟ شاید د ډیر فکر وروسته بیرته هغه حیالونه چې مو پخوا په ذهن کې لرل در په یاد شي. په حقیقت کې همغه پخواني یادونه ستاسې هیلې وې چې اوس په غوښتلو باندې اوښتي دي.
یو بل مثال راوړم. هغه داسې چې تر شپږم ټولګي پورې مې په کلي کې زده کړې کولې. زما یوازینی هیله همدا وه چې یو سایکل مې درلودای، ولې ورته اړتیا مې نه لرله. ځکه مکتب نیږدې وو. کله چې د ښونځی وروستیو کالونو کې مې د لیسې دورې زده کړې کولې، ښوونځی هم راڅخه لیري وه. پلار ته مې د سایکل رانیولو وړاندیز وکړو. راته يې واخیست. زه هملته د هماغه ځایه پردې پوهیږم چې هر هغه څه چې غواړو تر لاسه يې کړو د یوه مهم پړاو څخه تیریږي.
په دې مانا چې لومړی هیله بیا غوښتل او بیا په دوه ډوله اړتیاوو په طبعي ډول اوړي. لومړی يې محصوصیدونکي او دوهم يې نه محصوصیدونکي اړتیاوې بللای شو. که د منابعو ویش د اړتیاوو پر اساس وي، نو بیا خوست میشتو ولسونو د بریښنا هیله ان هغه د طالبانو د امارت په وخت کې درلوده، د خامد کرزي په دولت کې يې همدا لویه هیله او غوښتنه وه چې چا پرې سر ونه ګراوه. فکر نه کوی چې په اوسني دولت کې همدا زمونږ محصوصیدونکي اړتیا ده؟ که دا ډول اړتیا په پام کې ونه نیول شي، بدون له دې چې فکر پرې وکړو، په لویه ستونزه بدلیږي.
د منابعو د ویش له مخې ځینې نړیوال اصول او پرنسيپونه وجود لري چې زه ورته په لنډو ټکو کې اشاره کوم.
- د انسانانو ځای پر ځای کیدل: په ټوله نړی کې انسانان د ژوند د بقاً په خاطر هڅه کوي چې په هغو ځایونو کې میشت شي چې د ژوند کولو لپاره په کافي اندازه منابع شتون ولري. خاوره، اقلیم، کرنه او د ځمکې پوښ هغه مهم جغرافیوي فکتورونه دي چې د انسانانو په میشته کیدو کې مهم رول لري. پورته دلایلو ته په کتیو سره خوست یو داسې ولایت دی چې د افغانستان د ډیرو نورو ولایتونو لکه لوګر، پکتیا، پکتیکا او وردګو څخه ورته په سلګونو خلک د ښه ژوند تیرولو لپاره راکوچیدلي دي. داسې ویلی شو چې په یو واحد ساحه کې د نورو ولایتونو په پرتله په خوست کې زیات وګړي اوسیږي. د زیاتو وګړو د ښه ژوند تیرولو لپاره په کار ده چې په کافي اندازه د بریښنا تر لاسه کولو لپاره د نورو ټولو ولایتونو څخه وړاندې برحمن شي.
- اقتصادي فعالیتونه: هغه سیمې چیرته چې زیات اقتصادي فعالیتونه تر سره کیږي، په زیاته اندازه د منابعو استعمال په ځانګړي ډول د بریښنا استعمال ته ډیره اړتیا پیښیږي. خوست ولایت هم یو د هغو ولایتونو څخه دی چې د نورو ولایتونو په پرتله په نسبي ډول په کې په زیاته اندازه سره صنعتي او اقتصادی فعالیتونه تر سره کیږي.
- تجارت: جاپان هغه هیواد دی چې ډیرې محدودې طبعي زیرمې لري، په داسې حال کې چې د خپل تجارت پر مټ په اسیایي هیوادونو کې تر ټولو لوی ثروت لرونکی هیواد دی. د راکړو ورکړو په حساب خوست هغه ښار دی چې نه یوازې خوست میشتي په کې خپل تجارتي فعالیتونه تر سره کوي، بلکه د ډیرو نورو ولایتونو خلک هم په کې ډول ډول توکي رانیسي او پلوري. دا هم د یادولو ده چې خوست ښار د هیواد په کچه وروسته د ننګرهار څخه شپږم لوی ښار دی.
دولت که د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د بریښنا د ویش پلان نه عملي کوي، کم تر کمه د افغانستان ټولې سیمې دې یو برابر په پام کې ونیسي. که يې دا کار ونه کړ، دا په دې مانا ده چې دولت په لوی لاس د یوې ټولنې خلک ځواکمنوي اود بلې ټولنې خلکو په کمزوري کولو کې همکاري کوي. یو ننګرهاري دوست مې راته د ټوکې په ډول ویل چې د ننګرهار خلک تقریباً په هرو لسو کې اته يې د لیسانس په کچه زده کړې لري. د لږ چرت وهلو وروسته مې ورسره ومنله. ځکه دلیل يې ساده دی. په ۱۹۶۳ م کال کې د ننګرهار په ولایت کې د هیواد په سطحه دوهم لوی پوهنتون تاسیس شوی دی. همدا شان يې بریښنا درواخله. راشه خوست ته چې د شیخ زاید په پوهنتون کې د کمپیوترو د کارولو لپاره هم په کافي اندازه بریښنا شتون نه لري.
خوست میشتو وروڼو! بریښنا هغه ساده شی نه دی چې یوازې د شپې لخوا درته رڼا کوي، بلکې له دې سره زمونږ د ژوند ټولې چارې تړلي دي چې ما يې پورته یادونه وکړه. راځی په ګډه سره د خپلو وکیلانو په همکاری هغه څه چې خپل حق مو دی او تر ټولو لویه اړتیا مو ده، غوښتنه يې وکړو.
ایمل ولي