د میزان پر ۷ مه د ملي وحدت حکومت له پیل سره د افغانانو د هیلو غوټۍ مخ پر غوړېدو شوې، د تحلیف په مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني هر اړخیزه، جامع، عالمانه او قاطعانه وینا د ورځنیو سیاسي تحلیلو او تبصرو خاصه، جالبه او د بحث وړ موضوع شوه ، د غلو، غاصبینو،مفسدینو، قاچاقبرو، خاینانو او جنایتکارانو په زړو یو ډول وهم ننووت چې د اشرف غني قاطعانه قانوني قهر به یې د محاسبې د بلا په خوله ورننباسي.
دا دی د نوي حکومت ۶۶ ورځې تیریږي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د چوکېو پر وېش نه سره جوړیږي.
د هیچا مسولیت نه دی مالوم، ټول چارواکي سرپرستان دي، نه څوک مقرري کولای شي او نه هم منفکي و تبدیلي.
اما د صلاحیتو حدو حدود هم ورک دي، که هر څوک
هر څه وکړي د سوال و جواب نه مرجع مالومه ده او نه هم درک.
ولسمشر غني یا د ریاض، بیجینګ، اسلام اباد او کتماندو په سفر وي، که په کور دننه وي له دې او هې ډلې سره د ناستو خبرونه یې خپریږي، د ستراتیژیو، پلانو او پروګرامو مسلکې او حیرانوونکي رپوټونه یې راوزي مګر د عمل پر ډګر یو ګام هم نه محسوسیږي، په ټول افغانستان کې د جنګ او یوه نوي بحران لړزوونکي او تباکوونکي موجونه راپورته شوي دي، پر کندوز، بدخشان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، هلمند، کندهار، کابل اونورو سیمو سم محشر جوړ دی، د پکتیکا د یحیاخېلو ولسوالۍ په فوټبال لوبه کې ځانمرګی برید د تاریخ بېساري لوی جنایت وو، د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ماجت کې د جمعې لمانځه مهال ځانمرګې حمله تر جنایت ور پورته فاجعه وه، د قوس پر اوومه و اتمه د هلمند پر ښوراو (باسشن) پوځي اډه دوې ورځې مسلسل جنګ او د افغان پوځ تر قاغوشو پوري د مخالفینو رسېده د بحران اوج ښیي؛ نور ځایونه خو به خبره ورانه وي چې ده، په پلازمېنه کابل کې یوازې په تېرو دوو اونیو کې دوولس خونړي بریدونه وشول، چې دوه سوه ملکیان یې مړه و زخمیان کړل، خو په اړه یې هیڅ چارواکی هیڅ هم نه وايي، یوازې د ملي امنیت ویاند څو ورځې مخکې وویل چې دا د بریدونو درې فیصده دي نور ۹۷٪ يې دوی کنټرول کړي دي.
اوس سیاسي مبصرین پر دې بحثونه کوي چې دا بریدونه څوک کوي؟ څنګه يې کوي؟ او ولي یې کوي؟
متل دی چې پلار دې سپرو مړ کړ که پلیو؟ ویل زه یې ځنې خلاص کړم نور یې سپاره و پلي څه کوم.
اوس چې دا قتلونه هر څوک، هر رقم او هر څه لپاره کوي خو یو شی څرګند دی چې ټول زیان یې عام ولس او هیواد ته رسیږي نور د ټولو دخيلو اړخو په ګټه دي. دا چې څنګه؟ راځئ حساب یې کړو:
یو- دا جنګ او دا بحران په ښکاره د پاکستان په ګټه دی بلکې لوی او اساسي عامل یې دغه هیواد دی ځکه تاسو د بدلون په تېره ګڼه کې هم ولوستل چې د آی اس آی لوی خادم مولانا فضل الرحمن، سرتاج عزیز د آی اس آی ډیر نژدې وفادار او پرویز مشرف په څومره واضح درب و درز د افغانستان د بحران او نیابتي جنګ د دوام ډول وهي.
دوه- دا فاجعه د افغان دولت د مخالفینو هم یوازنی انتخاب دی، ځکه هغوی تر قیامته د جنګ شعار ورکړی او جګړه د هغوی هویت دی.
درې- د خارجیانو، په سر کې یې امریکا، په سیمه کې د وجود جواز جګړه ده، که جګړه نه وي، نو دلته به د دوی د شتون بهانه هم نه وي، دا خبره ټول ملت دا دیارلس کاله کوله اوس دادی په بدلون اونیزه کې له ازادۍ راډیو سره د کرزي په مرکه کې یې هم لولئ چې امریکا د پاکستان او طالبانو پرلاس څنګه د بحران دوام ته لار خلاصوي؟
څلور- بله خوا د کرزی څخه اشرف غني ته په میراٍث ورپاته غله، رشوت خواره، اوباشان، جنګسالاران، وطن فروشان، قاتلان د ولس د سرونو او وینو سوداګر، د ملت د عزت او ناموس لوټماران، د پردیو معلوم الحاله جاسوسان او مزدروان، دا ټول نه سوله غواړي نه ناموسداري، نه یې امنیت په ګټه دی نه ثبات، نه یې ملي وحدت په کار دی، نه مستحکم حکومت، ځکه د دغو ارزښتو په شتون کې دوی خپل زوال ویني، که سوله وثبات رامنځته شي، بیا نو غل او بې شرف هلته تنفس نه شي کولای د دوی د ژوند ضامن یوازې بحران او غمیزه ده، ځکه شرمښ له خدایه یوازي باد و باران غواړي.
نتیجه دا ده چې سوله و ثبات یوازي د عامو افغانانو ضرورت دی نه د سیمي، دنیاوالو او کورنیو موجودو فاسدو واکمنو او د هغو د بې رحمو مخالفانو.
اوس نو هغوی چې په رښتیا وطن مین، روشنفکره، مدني مغزلرونکي، د افغانستان د شرف شریف ساتونکي او خواخوږي دي، د امتحان میدان یې پر مخ پرانستی پروت دی، نن دوی باید ټول سره راټول او همږغي شي، د اصولو او انسانیت په یوه منطقي چوکاټ کې سره منسجم شي
او د خپل کور، ورور، مور خور او ملي حیثیت ژغورنې سیاسي او عدم تشدد مبارزې ته دې په یوه آواز را ووزي.
همدا یې ورځ ده ، که موږ په دې ورځ هم یا بې تفاوته او غافل پاته شو، یا محافظه کار او بېکار، بیا نو نه د تاریخ د بخښلو یو، نه د راتلونکو نسلو، نه د وجدان او نه هم د خدای.
ودان افغانستان ګوند دې ډګر ته را وتلی دی، له خودغرضو پرته یې پر هر چا د ورورۍ او ملګرۍ ږغ دی.
د وطن دا بده او توره ورځ له موږ اوتاسو پرته هیڅوک نه شي رڼا کولای، راځئ خپل ملي فرض ادا کړو.
نن یې ورځ ده!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳
محترمو سياسيونو دسياسی ګوندونو رهبرانو داليکنه ځانته اوخپلو ملګروته دخپلوګوندی اساسناموپه رڼا کی چی دټولو هدف( دوطن ابادول اوخلکوته دسوله ايز ژوند برابرول دی )سره يو سی اوديوالی غږ راپورته کړی.يوازی وطنپاله اوسياسی متحدخوځښتونه کولای شی چی خپل هيواد ددی توری بلا څخه وژغوری.مخ په وړاند داتحاد اواتفاق په لور.