تاند- د افغانستان اجراییه رييس نن وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې به لکه څرنګه چې ډېر خلک اندېښنه لري، د خلکو د حقونو د قربانی کېدو سبب نه شي.

عبدالله عبدالله په یوه غونډه کې، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې حاضر و، وویل:«سوله باید په داسي ډول ترلاسه شي چې د افغانانو حقونو ته پکې درناوی وشي او په تېرو کلونو کې د افغانستان بریاوې او پرمختګونه له خطر سره مخامخ نه کړي.»

له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته ځیني خلک اندېښنه لري چې په افغانستان کې به د ښځو او نجونو د تعلیم او نورو حقونو، مدني ازادي، د بیان ازادي او نور پرمختګونه ضایع شي ځکه چې طالبان تتفکره سختدریځي دي چې په مدني ازادیو باور نه لري.

خو اجراییه ريیس تاکید وکاوه:«د سولې معنا دا نه ده چې د خلکو پر عزت، حیثیت او حقونو دې معامله وشي. که دغو مسلو ته په پام د سولې لپاره هلې ځلې کېږي، مطلب یې دا دی چې د خلکو د غوښتنو پر اساس دي.»

1غونډې ته د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مرستیال سید حامد ګیلامي وویل، ډېرو خلکو له طالبانو سره د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی.

ده وویل چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په دوو یا درو اوونیو کې پیل شي او افغانستان، امریکا، پاکستان او نور باید دا فرصت له لاسه ورنه کړي.

ښاغلي ګیلاني خبرداری ورکړ، ویې ویل:«که له دې موقع ګټه وانخیستل شوه او مناسب اقدام ونه شو، بیا به افغانستان هیڅکله بل داسي فرصت ترلاسه نه کړي.»

د طالبانو پخواني قومندان عبدالسلام راکټي وویل چې طالبان به خبرو ته حاضر شي او خپلې غوښتنې به مطرح کړي.

د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په اړه د رسنیو له ګڼو راپورونو وروسته د شنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ومنله چې د سولې خبرې به ژر پیل شي.

One thought on “اجراییه رييس وايي، سوله به د خلکو حقونه قرباني نه کړي”
  1. دمنلو ور او دعملي أقداما تو به هيله .
    زوندي أوسي اوس زمونز هيلي ستا به خوزو خبرو را زوندي كيزي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *