خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-۴

کندهار، افغانستان- دا څرګندوني د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په افغانستان کي د UNICEF د پوليو د محوي د څانګي له مسوول پيټر کراولي سره د ليدني پر مهال وکړې. په دې ليدنه کي چي د یکشنبې په ورځ په ولايت مقام کي وسوه، د کندهار د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ له يونيسف څخه راغلي پلاوي او يو شمېر رئيسانو ګډون کړی وو.

پيټر کراولي وغوښتل تر څو د عامه پوهاوي په برخه کي له محلي امکاناتو څخه ګټه واخلي او د واکسيناسيون پروسه ګړندۍ کړي. کراولي زياته کړه دوی له عامي روغتيا رياست سره په ګډه کار کوي تر څو په کندهار کي د پوليو ناروغي د تېر په څېر صفر کړي او په دې برخه کي دوامداره کمپاينونه پلي او تطبيق کړي. نوموړي وويل دوی له BBC نړيوال سرويس سره هم قرار داد کړی، تر څو د راډيو له لاري د نشرېدونکي ډرامې په مرسته د واکسين پر ارزښت تمثيلي برخي جوړي کړي او د خلکو ذهنيتونه روښانه کړي.

د ده په خبره دوی په دې برخه کي يو لړ نوري پروژې هم لري چي د پوليو ناروغۍ په مخنيوي کي ګټوري دي. د دغه پروژو په ترسره کېدلو سره به د ده په وينا د پوليو ناروغۍ په مخنيوي کي مثبت بدلون رامنځته سي.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د ګوزڼ ناروغي د روغتيا په برخه کي د اندېښنې وړ وبلله او زياته يې کړه چي د مخنيوي لپاره يې بايد جدي ګامونه پورته او د لنډمهالو پروژو پر ځای دي اوږدمهالي پروژې او ټريننګونه ترسره او د عامه پوهاوي په برخه کي دي د کور، مسجد او مکتب پر يووالي هم زيات تمرکز وسي، تر څو خلک د واکسين په اهميت پوه او د پوليو په وړاندي خپل کوچنيان واکسين کړي. نوموړي وويل د BBC راډيو له لاري نشرېدونکي ډرامې د کليوالي سيمو د اوسېدونکو تر سويې لوړي او په دې برخه کي لازمه ده څو له محلي رسنيو څخه ګټه واخيستل سي او د خلکو لهجه کلتور او سيمه ييز رواجونه په نظر کي ونيول سي، تر څو د ښو تبليغاتو څخه ښه ګټه ترلاسه سي.

کراولي ډاډ څرګند کړ چي د عامه پوهاوي په برخه کي به د ولايتي ادارې په موافقه پر داسي لارو چارو کار وکړي چي بريالۍ او ګټوره نتيجه ځني په لاس راوړي. هغه وويل دوی هڅه کوي چي د پوليو په وړاندي د واکسيناسيون کمپاينونه ګړندي او تر څنګ يې د ګاونډيو هيوادونو سرحدونو ته هم پام وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *