لاهور خان منګل

د وېشنې وړ ملتونو په نوم د کتاب په یوه برخه کې چې د امریکې له خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي ریچارډ هالبروک د مشاور ولي نصیر له خوا لیکل شوی، د پخلاینې د پروسې په اړه په تفصیل سره ویل کیږي چې سپينې ماڼۍ په لوی لاس د افغانستان او پاکستان لپاره د ځانګړي استازي او دفتر سره له دې امله چې ریچارډ هالبروک د اوباما له نږدې کړۍ څخه نه و، د هغه له خوا له طالبانو سره د خبرواترو په اړه له هر ډول وړاندیز سره مخالفت ښوده. اوباما هیلري کلنټن ته د بهرنیو چارو وزارت د یوې معاملې په ترڅ کې ورکړی و، په کابل کې د هالبرو ک په شتون سره یې ددې دپاره چې د ممکنه سولې په راتګ سره د امتیاز د هلري کلنټن ټيم، په ځانګړي ډول ریچار هالبروک ترلاسه نه کړي، په لوی لاس یې د سولې له پروسې سره مخالفت کاوه. د کتاب یوه برخه د ملا عبدالسلام له خولې کاږي چې طالبان ان په کال ۲۰۰۹ د اپریل په میاشت کې خبرو اترو ته چمتو ول. اوباما په سپینه ماڼۍ کې دداسې کړیو له خوا انحصار شوی دی چې تر ډیره   یې پام د ایران، عربو او اسرایلو موضوعاتو ته اړوي. لیکوال کاږي چې سپینه ماڼۍ د هالبروک د دندې په مهال تر ډیره بریده لومړیتوب هالبروک ته د ستونز ې جوړول وو څو وکولای شي له دندې یې منفک کړي. د لیکوال په اند که چیرې اوباما د افغانستان او پاکستان چارې سي، ای،اې او پوځ ته نه وای سپارلې، د ریچارډ هالبروک وړاندیز ته یې په خپل وخت ارزښت ورکړی وای او د پوځي تګلارې په ځای يې ډيپلوماسي کارولې وای، ښايي چې لا له وړاندې مو په افغانستان کۍ سوله راوستلې وای. د کابل او واشنټن ترمنځ داړیکو ترینګلوالی او سیاسي ناندرۍ د لیکوال په نظر هغه څه ول چې سپينې ماڼۍ په خپله ورته زمینه چمتو کړې وه څو د کرزي اندیښنو څخه د هالبروک په لیري کولو کې کار واخستل شي.  پوځ باور درلود چې طالبانو ته مخکې له دې چې دجګړې په ډګر کې ماتې ورکړل شي، د پخلاینې ، روغې او جوړې وړاندیز د جګړې د یوه لوري په توګه د ضعف څرګندول او د پوڅ حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستل دي. له بله پلوه سي، ای،اې اندښنه درلوده او د پخلاینې په نوم پروسه یې د پاکستان د پوځ هغه دسیسه بلله چې له مخې يې د طالبانو په وړاندې د امریکې د پوځ جګړه ییزه یرغل لږ شي او په پایله کې په پاکستان باندې د امریکې سیاسي فشار راټیټ کړای شي. د امریکې دولت ، د ملی امنیت شورا، د کړنلارې جوړونکې ډلې، د سپینې ماڼۍ په ننۍ کړۍ، سي، ای، اې ، د امریکا پوځ او بې لاخره د بهرنیو چارو د وزارت ټول په خپل وار سره د افغانستان په وړاندې، په ځانګړي ډول د سولې په اړه د طالبانو سره د هرډول خبرو اترو په وړاندې دیوې جوتې(ښکاره) کړنلارې په نه درلودلو سره د زرګونو امریکايي ، افغان سرتیرو او له دې ناوړه یې د زرګونو ملکي وګړو د مرګ سبب وګرځیده، دا لړۍ دوام لري. ډاکټر اشرف غني په راتګ سره په سیمه کې بدلونونه رامنځ ته کیدونکي دي چې محور يې افغانستان دی. د امریکا سره ستراتیژیک تړون امضا شو، په افغانستان کې د امریکا پوځي او سیاسي حضور ته قانوني بڼه ورکړل شوه. اوس نو سیمه د یو لړ بدلونونو په درشل کې ده. د طالبانو په نوم پروژه نور پای ته د رسيدا په حالت کې ده. داعش یې د مار په سر د لړم د ګومارلو لپاره رامنځ ته کړ. افغانستان تر بل هروخته په حساس پړاو کې دی. که د ډاکټر اشرف غني او د ډاکټر عبدالله ترمنځ د همغږۍ ستونزه داسې لکه د سپینې ماڼی او بهرنیو چارو وزرات په څير وي، دسولې د رامنځ ته کیدا دا طلايي چانس به خدای مه کړه له لاسه وتلی وي. په سیمه کې زبرځواکونه لکه چین، په دې هڅه کې دی چې د افغان شخړې دحل لپاره راودانګي څو دوریښمو لار پروژه عملي کړي چې له مخې یې سویلي او مرکزي اسیا ته د سوداګرۍ لاره پرانیزي. پاکستان ددې لپاره چې په خپله هم د پاکستاني طالبانو له خوا د ګواښ سره مخ دی او پوهیږي چې نور نو په افغانستان کې نړیوال ځواکونو چې مشري یې د امریکې متحده ایلاتونه کوي، د انتقاد سره مخامخ کیږي. ددې دپاره چې حاشېې ته لاړ نه شي، مذاکراتو ته د طالبانو د حاضرولو د امریکا، نړیوالې ټولنې او افغانستان څخه امتیاز واخلي او په ورته وخت کې د افغانستان سره د د اړیکو په رامنځ ته کولو سره په دې هېواد کې د هند د نفوظ مخنیوای وکړي، لوبې ته رادانګي. موږ تر بل هرڅه سولې ته زیاته اړتیا لرو، اوسنی بدلونونه هغسې لکه د بون پرېکړې مهم دي، ولسمشر ته په کار دي چې له دې مهم فرصت څخه په تیریدو سره د سولې دراوستلو د شونتیا لپاره ستراتیژیکه بیا کتنه وکړي. که چیرې هند زموږ د سولې په راتګ سره ناراضه کیږي، په بدل کې یې خپل ګاونډ چین لاس ته راوړو. د سولې په راتګ سره کولی شو چې وسله وال ځواک پياوړی، د پوهې کچه مو لوړه، توکمپالنه او تبعیض له منځه یوسو او په نږدې راتلونکې کې د سولې په نوم د هرډول تړون ( که په اوسني حالت کې د سولې د اړتیا په موخه ترسره شي) په څرنګوالي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د منشور په رڼا او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د نفوظ په درلودلو سره د بدلون غوښتونکي شو. همدا ډول ستونزې په نړۍ کې ډیرو هېوادونو د اړتیا په وخت کې تړونونه امضا او د وخت په تیریدا سره یې د بدلون غوښتونکي شوي دي.که چیرې زموږ د کړیدلي ملت په ځانګړي ډول د پښتنو دا ستر خوب په حقیقت بدل شي، هېواد مو تر دری ټریلینه زیاتې زېرمې لري چې بیا د اوس په څېر د هند، امریکا او یا هم کوم بل هېواد مالي مرستو ته هیڅ اړیتا نه لرو، موږ سوله غواړو څو هر هېواد وال مو د بشر د خالق د ستر نعمت سولې په فضا کې ژوند وکړي.

څو چې دا ځمکه اسمان وي- څو چې دا جهان ودان وي

څو چې پاتې یو افغان وي – تل به دا فغانستان وي

One thought on “سوله او ناڅاپي بدلون/ لاهورخان منګل”
  1. مننه لاهور منګل صیب ستاسو لیکنی ګورم دیر مو خوښیږی ..
    ستاسو هغه کتاب چی مو ژباړلی وو سی ای ای په پنچشیر کی هغه مو له تاند له لاری ولوستلو دیر ښکلی او مهم اثر وو..
    نور څه نه لرم بس د خدای له درباره درته د خوښ ژوند دعاګانی کوم
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *