د پوهنې وزارت
۱۳۹۳ د کب ۴ مه


د افغانستان د پوهنې وزارت د رهبري شورا د پرېکړې له مخې د سړو سیمو د ښوونځيو ټولو مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د لیاقت، معذرتي او مشروطي آزموینې د روان ۱۳۹۳ کال د کب میاشتې په ۹ مه نېټه پیلېږي. د ۱۳۹۴ ښوونیز کال د پیل نېټه به وروسته اعلان شي.
پورتني مراتب د هېوادوالو د خبرتیا په موخه اعلام شول.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *