عبدالرحیم (موسی زی)

 عبدالرحیم موسی زی

په دې وروستیو کې داسې ګونګوسې اوریدل کيږي چې ګواکې وسله وال مخالفین(طالبان) غواړي افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې خبرې وکړي.

که څه هم پخواني ولسمشر په هېواد کې د سولې راتګ له پاره ټولې لارې وآزمایلې خو د افغانستان په جګړې او ناامنۍ کې ښکېلو هېوادونو او کړیو عمداً یا هم غیر عمداً نه غوښتل د خپل اوږدمهالو سیاسي ګټو د خوندي پاتې کېدو له پاره زمونږ ټاټوبي کې سوله او امنیت راشي.

افغانستان کې د نوي دولت په راتګ سره د افغانستان په بهرني سیاست کې بدلون راغلی دی آن تر دې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د امریکا د دفاع نوي وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې د افغان حکومت او سله والو طالبانو تر منځ تر یو حده پرمخ تللی دی، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پاملرنې وړ وروستي بدلونونه له تیرو دیارلسو کلونو را په دېخوا بې ساري دي؛ که څه هم ډیری افغانان د پاکستان په سیاست کې او له افغان دولت سره د سولې او امنیت په راوستلو کې پاکستان ته د شک په سترګه ګوري خو؛ په همدې حال کې زیات شمېر افغانان د دواړو ګاونډیو هېوادونو ښې اړیکې د افغانستان او پاکستان په ګټه بولي.

له بلې خوا؛ ګڼ شمېر افغانان دې ته خوشبینه دي او وایي چې ټول وسله وال طالبان او وسله وال مخالفین دې د افغانستان حکومت سره د سولې او امنیت خبرو ته حاضر شي، دوی دې پر افغان دولت باور وکړي او په خپلو کې دې سلا مشوره وکړي، مونږ افغانان په دې باور یو او پوهیږو چې د افغانستان دیارلس کلنه جګړه آن پخوانۍ جګړه د امریکا او نړیوال ائتلاف جګړه وه چې پر افغانانو یې تپلې ده او له بده مرغه دغه جګړه نه یواځې په سیمه بلکې په ټوله نړۍ کې د بې ثباتۍ او بې اعتمادۍ لامل شو.

پخواني ولسمشر د خپلې واکمنۍ په وروستیو وویل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات کلي امریکا او پاکستان سره ده نو دوی دې په عادلانه او رښتېنې توګه د ثبات او امنیت په راوستلو کې افغانانو سره مرسته وکړي، مونږ افغانان هم د پخواني ولسمشر له څرګندونو سره موافق یو او دا ثابته هم شوه چې د امریکا د خپلو اډو ترلاسه کولو او پاکستان هم غوښتل چې د افغانستان او هند اړیکې ډیرې نږدې نه وي یعنې دواړو هېوادونو امریکا او پاکستان د خپلو سیاسي او اوږد مهالو ګټو ترلاسه کولو څخه وروسته په خپل سیاست کې بدلون راوسته.

هاخوا؛ د نظر خاوندان په دې باور دي او وایي چې افغانستان ته په کار وه چې خپل بهرني سیاست کې د افغانستان دسوکالۍ له پاره بدلون راولي ځکه تیرو سیاسي دریځونو ونه شوی کولای چې خلکو ته له ثبات او امنیت څخه ډګه فضا رامنځته کړي نو اوس په کار وه چې دوی هم له نورو سره تر یوه بریده له انعطاف او سیاسي حل لارې څخه کار واخلي.

له بل لوري؛ یو شمېر افغانان بیا وايي چې دوی د پاکستان په دې دوه مخي سیاست شک لري او څرګنده وي چې پاکستان دا کار له نړیوالو څخه د امتیاز ترلاسه کولو او خپلو شخصي موخو ترلاسه کولو له پاره یې پیل کړی دی او پاکستان سره د افغانستان ډیرې نږدې اړیکې به د دې لامل هم شي چې د افغانستان او نورو مرستندویه هېوادونو په اړیکو کې خړپړتیا رامنځته شي.

مونږ افغانان له جګړو، ناخوالو، بې ثباتۍ، بې امنۍ، ترهګرۍ، ظلم او ناکراریو څخه ستړي شوي یو، مونږ یو ځل بیا له ټولو ښکېلو خواوو څخه په ډیر درنښت او عجز هیله کوو چې نور دې له دغو غیر اسلامي او غیر انساني کارونو څخه چې د انسانانو او مخلوقاتو ځورول دي لاس واخلي، راځئ چې ټول د مسلمان او یو انسان په توګه په آرامه فضا او رښتني اسلامي چتر لاندې ژوند وکړو، نور؛ د خپلې میندې بورې نکړو، خپلې خویندې بې وروره او کونډې نکړو او ماشومان یتیمان نه کړو.

زما پتمنو مشرانو او سیاستوالو چې تاسو په هره څنډه، هر ګوند او هر سیاسي خوځښت کې یاستئ راشئ د دې کوچني ورور خبره مو واورئ راځئ هره ستونزه چې په خپله کې وي یو له بل سره یې د خبرو او د یوه بین الافغاني تفاهم، منطق او دلایلو سره یې حل کړئ، نور نو نه غواړم چې ستاسو وخت ونیسم خدای مو راوله، خدای مو په افغانستان کې د سولې او امنیت په راوستلو کې ګړندي او بریالي لري، د یوه سرلوړي، پرمختللي او سوکاله افغانستان په هیله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *