د افـغانستــان اسـلامې جـمهوري دولت
د سیـــمه ییزوارګانونو خپلواکه اداره
د غـزنـي ولایت
خبرپاڼه
۴-۱۲-۱۳۹۳
په دغه مراسمو کې د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده، د اړوندو ادارو ریسانو ،د ولایتی شورای وکیلانو ،د سولې شورای غړو ،قومې مشرانو ،علماو ،ځوانانو او فرهنګې ټولنو ګډون کړي وو.
غونډه د قران غظیم الشان د څو سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه ،چې وروسته د غونډې پیلدونکې وینا د غزني ولایت سرپرست والي الحاج محمد موسی خان اکبرزاده وکړه ،نوموړې په خپلو خبرو کې وویل غزني د میلاد څو سوه کاله د مخه د ښارونو ناوی ،وروسته د اولیاو ښار او په ۲۰۱۳ میلادې کال کې د اسلامې تمدن پلازمینې نوم خپل کړ، اکبرزاده په خپلو خبرو کې وویل غزني په طبعی ډول د دغه مقام ترلاسه کولو استحقاق لرې ځکه چې په دې ښار کې د اسلامې فرهنګ دومره میراثونه شتون لرې چې سارې یی د هیواد په نورو ښارونو کې نه لیدل کیږي ،محمد موسی خان اکبرزاده زیاته کړه چې د اسلامې تمدن پلازمینې په ویاړ او د دغه نوم ژوندې ساتلو په موخه باید هر کال د کب ۴مه ولمانځل شې.

د غونډې له پای وروسته د غزني ولایت ولسونو ددې ورځې په ویاړ ملی اتڼونه وکړل او ورزش کارانو هم خپل نماشونه وړاندې کړل .
شفیق ننګ ساپی
د غزني ولایت ویاند