احمد ولي سرحدي – د زابل دشاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي خبرورکوې چې نن ماپښین مهال د کابل کندهار پرلویه لار د شاه جوی په مربوطاتو کې وسله والو طالبانو د۳۰۳ ډوله موټر څخه ۳۰ مسافر راکښته کړې او تردامهال پورې ورسره بندیان دي، ښاغلی ایوبي وايي چې دوی يې دخوشي کولو دپاره هڅي پیل کړې دي.
د شاه جوی ولسوال همداراز خبرورکوې چې نن سهار مهال د وسله والو طالبانو او ملي اردو ترمنځ په مخامخ جګړه کې ۲ طالبان وژل سوې او ۳ نور ټپیان شوې دي او دهغوی څخه يې سپکي او درنې وسلې لاس ته راوړي دي.
د زابل په مربوطاتو کې پداسي حال کې د لويي لار مسافر د طالبانو لخوا کښته او بندیانیږي چې یوشمېر کسان خبر ورکوې چې پدې وروستیو کې دداعش ډلې خپل فعالیت دزابل په مربوطاتو کې پیل کړی او څو ورځي وړاندي دشاه جوی ولسوالۍ امنیتي ځواکونو داعش ډلې پوري اړوند څه باندي ۱۵۰ میلې بیلابیل ډوله وسلې ونیولې.