فېسبوک خپلو کاروونکو ته یوه داسې نوې آسانتیا رامنځته کړې، چې کاروونکي کولای شي، د دوی له مرګ وروسته خپل اکاونټ / ګڼون په بشپړه توګه له منځه یوسي او یا یې هم د خپلې کورنۍ کوم غړي او یا کوم ملګري ته د ځینو شیانو د کارونې اجازه ورکړي.
د دغې آسانتیا د رامنځته کولو لپاره د فېسبوک ډېرو کاروونکو د فېسبوک له ادارې څخه غوښتنه کړې وه، چې وروسته فېسبوک دغه آسانتیا رامنځته کړه.
دغه آسانتیا (د وراثت اړیکه) Legacy Contact په نوم یادېږي.
دغه آسانتیا په لومړي پړاو کې یوازې د امریکا د متحده ایالتونو د اوسېدونکو لپاره ده، چې وروسته به ترې د هر هېواد اوسېدونکي ګټه واخیستلای شي.
که د فېسبوک کوم کاروونکي وغواړي، چې د دوی له مرګ وروسته یو کس د دوی ګڼون وکاروي؛ نو د هغه سره به دغه واک او اختیارات وي:
* پروفایل/ پېژنیال عکس بدلول
* کاور فوټو / د شا انځور بدلول
* د ملګرتوب بلنې منل
* پر ټایم لاین یا دريځ پوسټونه او لیکنې خپرول
چا ته چې د وراثت حق ورکول شوی وي، هغه به نه شي کولای، چې د دغه کس شخصي بیغامونه ولولي.
ژباړن: زاهدالله ځلاند