تاند- دې ته په پام چې په لسګونو زره افغانان نن سبا په بریتانیا، په ځانګړي ډول په لندن کې اوسي، ښايي ډېرو افغانانو ته په زړه پوري وي چې له دې خبر شي چې په بریتانیا کې تر ټولو زیاته او تر ټولو لږه اجوره څوک اخلي.

انډیپنډنټ ورځپاڼې په /سې شنبه/ ګڼه کې لیکلي چې په دغه هیواد کې تر ۵ ملیونه زیات خلک تر ګوزارې لږه اجوره ترلاسه کوي.

د بریتانیا د سوداګرۍ د ټولنې د کانګریس له تازه څېړنې سره سم، حاضردمه په لندن کې کارګر په هر ساعت کې ۹ اعشاریه ۱۵ پونډه ترلاسه کوي. خو له لندنه دباندې د هر ساعت کار اجوره ۷ اعشاریه ۸۵ پونډه ده.

په درو سیمو، برمنګهم نارت فیلډ، بریتول ته نژدې په کینګزووډ او د شمالي ویلز په ډویفار میراونید کې تر نیمايي زیات کارګر تر لازمې اندازې لږه اجوره ترلاسه کوي یعني په ساعت کې ۷ اعشاریه ۵ پونډه.

څېړنه ښيي چې ښځو ته په ځانګړي ډول نامناسبه اجوره ورکړول کېږي.

انډیپنډنت ورځپاڼه وايي چې تر ټولو زیات معاش پېلوټان ترلاسه کوي. ورځپاڼې نه دي لیکلي چې پېلوټان څومره ترلاسه کوي.

د نورو کسبونو او کارونو د هر ساعت په حساب اجوره په دې ډول ده:

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *