تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له طالبانو سره د خبرو په درشل کې له قطري چارواکو سره ولیدل.
ټاکل شوې ده چې افغان چارواکي د طالبانو له استازو سره په دوحه کې خبرې وکړي.
د طالبانو استازي په دوحه کې له خپل دفتره له افغان او پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره کار اخلي.
که څه هم تراوسه رسماً نه دي ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د قطر د روان سفر په ترڅ کې له طالبانو سره ویني او که نه ویني خو د قطر دولتي رسنیو نن وویل چې د افغانستان دغه جګپوړي چارواکي د قطر له صدراعظم سره ولیدل.
د قطر خبري اژانس وویل:« صدراعظم او د کورنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن نصیر بن خلیفه الثاني د محمد حنیف اتمر په مشرۍ له افغان پلاوي سره خبرې وکړې.»
په راپور کې په دې باب څه نه دي ویل شوي چې ایا دواړو خواوو د افغانستان د حکومت او طالب استازو د خبرو په اړه هم سلامشوره کړې او که یې نه ده کړې.
خو له دې سره سره قطر ته د ښاغلي اتمر سفر له دې کبله مهم دی چې د افغان چارواکو او طالبانو د متوقع خبرو په درشل کې کېږي.
که څه هم د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد حاضر نه دی چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو په اړه راپورونه تایید کړي خو د پاکستان د پوځ لوی درستیز او د استخباراتو رييس د افغانستان ولسمشر او اجرايي رييس ته ویلي چې طالبان خبرو ته تیار دي.