چورلکه دومره ټیټه د کورنو پر سر روانه تیریده چې پکې نا ست بهرني سرتیري له خپلو وسلو سره یو ځای له ورایه ښکاریدل . همدا و چې په هغې کې نا ستو سرتیرو او لاندې د پرتو کورونو اوسیدونکو دواړو غاړو یو بل د سترګو په رپ کې له نظره تیر کړل . دچورلکې دڅرخکي د غراری لوړ غږنه یوازې د خلکو غوږنه کڼول بلکې له هغه راپورته شوی با د هم په ګڼ شیبه کې د ټولو کورونو کړکۍ او د ونو ښا خونه داسې ور پول تا به ویل چیرې کوم زورور توغندی را پریوت او یا هم زلزله پیښه شوه .

دې زورورباد او غرهار دخا ن زما ن له ننګور هم لار ورکه او وار پار خطا کړ. دې چې په دغه شیبه کې په تناره ډوډۍ پخوله د چورلکې غرهاری او باد ېې زړوکی لاندې وغورځاوه . خو د خسر له ویرې ېې زړوکی پر ځای پریښود او په منډه خونې ته ننوتله . هغه چې څنګه خپله ننګور په دې حا ل ولیده نه یوازې په سپکو سپور سر شو بلکې سمدلاسه یی څپلۍ ته لاس او ددې په لور یی په تاووتوغوله خو ننګورېې په بخت بیداره د سترګو په رپ کې خونې ته ننوته او له ګوزاره بچ شوه . خسر له ورایه وغړمبید:

ـ د سپي لورې ولې زړوکی ټینګ نه په سروې ښه پوهیږې چې دا دمور میړونه مو په سر ګرځي راګرځي ؟

بیا یی اوږد سوړ اوسیلی وکیښ ، د خپلې ځوانۍ هوس یی وکړ او د زړښت درد ورغئ .

ـ خدایه هر څه دی را نه اخیستی نه هغه زوررا پاتې نه ځوانی اونه هم خړی ټو پک کنه تا به اوس زما توره او کارنا مه لیدلی وای

ښځې ،ننګور او کوچنی لمسي ټول د هغه خبرو ته غوږ وو. غو ښتل یی نور څه هم ووایی او د ځوانئ او مستۍ دشیبو یاد تازه کړی چې لمسی یی په خبرو کې ور ټوپ کړ :

ـ ولې با با په چا په غوسه یی ؟

خا ن زمان لکه له خوبه چې را کښیني په ورو مخ ورواړاوه:

ـ ددې زمانې په بې غیرتو ځلمو لکه ستا پلار

کوچنی د پلارد کلمې په اوریدو هیښ پیښ شو، د پلار په باب ېې شکونو زړه ته لار وکړه او اندیښنو واخیست :

ـ ولې با با زما پلار څه کړي دي ؟

ـ نور څه وکړي که ده او نورو ځلمیولږ څه غیرت درلودای داد مور مړونه به اوس ولې پا س په سر را ته ګرځیدای ، نه ګورې ددوی له لاسه مو نه سر په آمان دئ او نه حیا .

کوچنی د دې خبرو په اورید ټکا ن وخوړ په حیرانتیا ېې یی نیکه و پوښت :

دا په دې چورلکه کې چې نا ست وو دا یادوی با با ؟

ـ هو بچو همدا چې زموږ تور سرو ته په خلاص مټ هر وخت له چورلکو را ګوري .

کوچنی سوچ یوړ خو ژر لکه له خوبه چې را کښیني په غرور نیکه ته ګډ شو:

ـ با با چې بیا راشي زه به یی لاندې راوغورځوم .

دنیکه تندی وغوړید .لمسي ته ځیر او په اننګو کې خندا ځای ونیو د هغه په اراده او پریکړه د ویاړ په غونډۍ کښینا ست .د لمسی په سر ېې د غرور او نما نځې لاس را کښو د :

ـ شا بس آ فرین چې ته دومره غیرتی شوې ، خدای دې ټول همزولی همدا سې زمری رالوی کړه چې ګيداړان وطن ته را پرینږدئ .

له دې وروسته نیکه ژر د جوما ت په لور وخوځید خو لمسي د مخه تر دې چې کومې خونې ته ننوزي په انګړ کې د وړو کا ڼو په را ټولولو شو. همدا چې درې څلور یی ومیندل په بیړه کوټې ته ننوت او په کومه تا خچه کې ایښې غولکه یی را واخیسته ، بیرته راووت او په غولکه کې ېې تر ټولو ګرد ګا ټی په تر تیب کیښود. شا و خوا یی هر څه له نظره تیر کړل ،بیا په کرار با م ته وخوت ، په با م کې ېې هم لریر هر څه او هر څوک ښه وڅارل ددې لپاره چې له ستر ګو پنا ه اوسي او څوک ېې ونه ویني لکه سرتیري پرویوت په جیبه کې منډلې غولکه یی له ګا ټو سره یو ځا ی را وویستله په غور ېې تر ټولو ګرد ګا ټی د غولکې په سر کې کیښود .د غولکې ربړونه ېې په خپل ټول زور راکښودل .سترګې د اسما ن لور ته پورته ونیوې او سترګې په لار کښینا ست چې څه وخت به بیا چورلکه هما غه څیر بیا په دې لار دده په سر ددې سیمې د کورنو لپاسه ټیټه تیره شي . په پوره بې صبرۍ یی هوا لکه تکړه او آزمویل شوی ښکاری څارله چې نا ببره یی خوب رښتیا شو، چورلکه له لیرې را څرګنده شوه . دا ځل هغه نه هومره ټیټه وه او نه هم هومره په کراره تله خو چې څنګه کوچنی ته پا س را نږدې شوه له ورایه یی په غولکه په نښه او وویشته شیبه په بام ودرید ، په غرور ېې د چورلکې الوتنه وڅارله ،خو ا لوتکه د سترګو په رپ کې پنا ه شوه .دې ژر پنا ه کیدلو ېې چرت ګډوډ کړ خو ژر فکر ورغئ او په غرور ېې له ځا نه سره وویل :

لکه چې لیرې ولویده .

د خوښحالۍ احسا س ېې په وجود غزونې وکړې له ځا نه سره په خندا ګډ شو:

اوس به ېې اورونه بل وي.

په چورلکه د غولکې د ګوزار راز یی د کورنۍ د هیڅ غړی سره شریک نه کړ . ښه شیبه نور هم په با م ودرید ښکته پورته یی وکتل بیا ژر له با مه په ورو قدمونو را ښکته شو او سده یوې خونې ته ننوت . آرام یی دیوال یوه کونج ته ډډه ووهله . په فکر کې لاړ:

چورلکه به څنګه لږیدلی وی ، اوس به چیرې وي ، اور به ترې خیژي ، څومره عسکر به مړ ه وي ؟ . شیبه نه وه تیره چې نیکه یی له لما نځه را وګرځید او کور ته راننوت . د نیکه په لیدلو لکه له خوبه چې را کښیني ژر له ځا یه را پا څید . د هغه مخې ته لکه سرتیری ودرید او په غرور هغه ته ګډ شو:

ـ بابا ومې ویشتله .

نیکه حیریان دریا ن شا و خوا لکه لمسی ېې چې بل چا ته ګډ وي او یا څه ورښا يي وکتل :

ـ څه شی بچو ؟

دلمسي په شونډو د غرور خندا په اتڼونو شوه له خوشحالۍ ېې اوږې پورته وغورځولې او په ویاړ یی چیغه کړه:

ـ چورلکه

نیکه هم له خوشحالۍ ټوپ وهل،لکه لمسي ېې چې دمودو وروسته دده له زاړه او زورور دښمنه خپل غچ اخیستی وي دستي په ستا ینو شو :

ـ شا ه باس

بیا ېې په ټوکه وویل:

ـ تا نو ټوپک له کومه کړ بچو؟

کوچنی زر جیب ته لاس کړ خپله غولکه یی پو رته په غرور ونیوله :

دا زما ټو پک دئ . په دې مې با با دوه ګذاره پرې وکړل .

نیکه له خندا شین را واوښت ، د مینې ډک لاس ېې په سر ورتیر کړ . په شا ېې وډباوه :

ـ آفرین زمریه

د نیکه او لمسي خبرې لا پا یته نه وی رسیدلې او کوچنې لا د خپلې کارنامی ټول روایت نه وبشپړ کړی چې یو چا په زوره د کور دروازه ووهله .د دروازې پرله پسې او په زوره وهلو ټوله کورنۍ وترهوله. نیکه وار خطا د دروازې خواته ورغئ او په ریږدیدلو لاسونو یی دروازه پرانیستله . د دروازې شا ته د کور مخې ته یوه ډله قهریدلي کسا ن راټول ولاړ ووچې له غوسې او قهر سره خوټیدل . نیکه د هغوی په لیدلو نور هم وار خطا شو،وبیرید او وریږدید . له ویرې په ډک غږ یی وپو ښتل:

ـ ورونو خیریت خو به وي؟

د کور مخې ته له ولاړو قهروړویوه په لوړ غږ وویل:

ـ ستا سې له کور ډبره راغلې او زما د زوی سر ېې ما ت کړی.

بل تن هم ورته شکا یت وکړ:

ـ بل ګوزار زما د زوی سترګه راویستلې ده.

نیکه دې خبرو او خبرونو له ویرې او حیرانتیا وریږداوه خو منکر نشو . لمسي ته ېې غلې شان لاس ونیو :

ـ دا ګوزارونه دې بدبخته کړی دي ، هره نا غه چې را باندې ږدئ د سر په سترګو مې قبوله ده .

د نیکه خبره لا بشپړه نه وه چې لمسي خپله ګناه ومنله ځا ن ېې ګرم وبا له خو په غرور او له ویرې پرته یی وویل:

ـ خو با با ما په خدای که په دوی ګوزار کړی وي ما خو چورلکه ویشتلې ده تا خو ویل چې هغوی له چورلکو زموږ ښځې ګوري.

د کوچني دې خبرو راغلي ټول قهروړي هک پک او وخندول او په ورو ورو یی له کوچنی او دده له کورنۍ د غچ اور په دم شیبه کې په سړیدو شواو هما غه چې له ټولو ډیر يي له غوسې سترګې سرې وې وویل :

ـ بس چې ته دومره غیرتي ېې موږ خپل خون هم دربخښلی دئ

او له دې سره سمدستي ټول بیرته ستا نه شول.

سبا بیا په همدې وخت دروازه هما غه شان په زوره ووهل شوه . دا ځل هم لمسی او نیکه بیا دروازې ته ورووتل او دروازه یی پرانیستله . دکور مخې ته بیا هم خلک په قهر ولاړ وو خو دا دا د پرون په څیر ګاونډیان نه وو . دا ځل څو بهرنی آمریکا یی سرتیري او له دوی سره مل ژباړن او څو تنه کورنی پولیس د کور مخې ته ولاړ وو .ددوي په لیدلو د سپین ږیري ویره او پریشاني دوه چنده شوه ، غړی ېې له ویرې سست او واروپار یی خطا شو. خوله یی خبرې ته نه جوړیده د مخه له دې چې دی ترې وپوښتی

هغوی ترې خبره او پوښتنې ړومبۍ کړې :

ـ له دې کوره چا چورلکه په نښه کړې وه

نیکه ددې خبرې په آوریدولکه په رښتیا چې ېې لمسي چورلکه را غورځولی وی ټکان وخوړ ، نه پوهیده جرم ومني او که رټ منکرشي ، بیا یی د کو چنی لور ته سترګې ورواړولې خو ما شوم هم پرته له هر ډول ویرې او ترهې پړه په ځا ن ومنله او پرته له

هر ډول ویرې او ترهې په غرور په خلاص مټ ځواب ورکړ :

ـ هو ما ستا سو چورلکه ویشتلې ده .

یو تن د کوچنی خواته نږدې راغئ د هغه په ولو ېې خپل درانده لاسونه کیښودل هغه ته مخا مخ ودریذ او پوښتنه یی وکړه:

ـ ولې ؟

کوچنی بیا غاړه هسکه او په میړانه ځواب ورکړ:

ـ ځکه چې ستا سو عسکر له چورلکې زموږ میندو او خویندو ته را ګوري .

د ما شوم دلیل راغلي کسان هک پک کړل يوه بل ته وکتل خو ما شوم یی د پرونیو تا واني شو په څیر ونه با خښه

یوه چې د موټر سره نږدې ولاړ وو له ورایه را غږ کړل :

ـ چې داسې ده اوس به له موږ سره ځې او زموږ پوښتنې به ځوابوې

نیکه بیرې ونیو، لودن ترې له وارخطا يۍ ورک شو،ژر په زاریو شو :

ـ دا خو ما شوم دئ چې داسې ده زه درسره ځم ، ستا سې په چورلکه یی ګوزار کړی خو چورلکه نه ده لګیدلی او که لګیدلی وی نو چورلکه ګوره او غولکه!!

خو هغه چې د کوچني د بیولو بولنه یی ورکړې وه ځواب ورکړ:

ـ اوس بل هیڅوک نه بیایم یواځې دی بیا یم چې ګوزار یی کړی دده ځوابونه به بیا وښايي چې ده ته دګوزار انګیزه چا ورکړې تا که دده خپل پلار

سپین ږیری چې له ویرې ریږدیده بیا وویل :

ـ صا حب دا خو ما شوم دئ ما شوم خدای بخښي تا سوېې څنګه نه بخښئ !

هغه د خبرې بشپړیدو ته پرینښود :

ـ موږ هم ده ته څه نه وایو موږ ته هم ما شوم دئ خو له ځوابونو یی غواړو لوی مجرم وپپژنو.

سپین ږیري بیا استدلال وکړ:

ـ خو هغه په غولکه چورلکه ویشتلی نه په ټوپک

ـ موږ هم نه وایو چې ده په توپ ویشتلې ، خبره د ګوزار د وسیلې نه ده خبره د انګیزې ده . موږ غواړو دا انګیزه معلومه کړو.

او له دې سره د سترګو په رپ کې کوچنی لکه باد راغلی موټر ته پورته کړ.

لندن ـ سوتهال

د شپې یوه بجه

د ۲۰۱۴ د جون ۳۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *