سیف الرحمن شهاب/ښرنه –

نن د سه شنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د سرحوزې په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له خوا یو تن ځان وژونکې بریدګر نیول شوې.

د پکتیکا ولایت د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزي له تاند سره په خبرو کې وویل چې یاد ځانوژونکی بریدکوونکی سرورجان د نورالله جان زوی د پکتیکا ولایت اړوند د سرحوزې ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي پولیسو له لوري نیول شوی.

نثار احمد عبدالرحیمزي زیاته کړه : (( نن ورځ یوځل بیا افغان امنیتي ځواکونو خپله وړتیا وښودله او په دې کار سره یې د لسګونو افغانانو ژوند وژغوره.))

د نوموړي په وینا چې دغه ځانمرګی بریدکوونکی د سرحوزې ولسوالۍ د ولسوال لپاره یادې ولسوالۍ ته د برید لپاره لیږل شوی و چې هدف ته له رسیدو وړاندې ونیول شو.

نیول شوي ځانوژونکي هم رسنیو ته په خبرو کې په یاد عمل د اقرار ترڅنګ وویل چې په سرحوزه کلي، سره کمر او د سلطانو په سیمه کې یې ډیر وخت د دولت پرضد وسلواله مبارزه کړې او د ډیری ځمکني ماینونو په شخولو کې هم لاس لري.

سرورجان وویل : (( دوه میاشتي وړاندې د پاکستان هیواد د میرانشا ښار ته د زدکړو لپاره لاړم او ورسته له دوه نیمو زده کړې وروسته سرحوزې ولسوالۍ ته د برید لپاره راولیږل شوم.))

همدارنګه د سرحوزې ولسوال عبدالله خیرخواه د یاد بریدکوونکي د نیولو په اړه وویل چې دغه کس یې په سرحوزه کې له موخې ته له رسیدو وړاندې نیولی. نوموړي وویل چې د سرور جان په نامه ځان وژونکي په اړه یې د ملي امنیت په مرسته لا له وړاندې معلومات لرل او دې ولسوالۍ ته له ننوتو سره سم یې د ملي پولیسو په مرسته له چاودنې پرته نیولی.

ولسوال عبدالله خیرخواه زیاته کړه چې له نوموړي کس سره یې یو د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ، یو میل کلاشینکوف او څلور لاسي بمونه هم نیولي دي.

یاده دې وي چې یاد بریدګر په داسې حال کې نیول کېږي چې دوه اونۍ وړاندې ددې ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې هم له چاودیدونکو موادو ډک یو کرولا ډوله موټر د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی و، چې بریدګر په تېښته بریالي شوي و.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *