د دغه څېړنيز فارم کارکوونکي وايي، که دولت ورته بوديجه ورنه کړي نو د دوی د فارم نږدې دوه سوه جرېبه ځمکه به يې له کرنې توره پاتې شي.
د کرنې دغه څېړنيز فارم د هلمند ښار سره اړونده د بولان په سيمه کې موقيعت لري، کلونه وړاندې د دغه فارم دوه سوه اتيا جرېبه ځمکه د کر لپاره جوړه شوه، چې ډول ډول نيالګي، ميوه جات او غله جات پګې تر څېړنې وروسته ځايي کرونده ګرو ته ورکول کيږي.
عطاالرحمن چې د ياد فارم مسؤل دی وايي، د امکاناتو له نشتون يې اتيا جرېبه ځمکه کرلې او پاتې دوه سوه يې تر اوسه توره پاتې ده، دی وايي، که دولت ورته بوديجه ور کړي چې نو په پاتې ځمکه به هم ډول ډول نيالګي او غله جات وکري چې له امله به يې د هلمند ترڅنګ ګاونډيو هېوادونو ته هم اصلاح شوي تخمونه ورکړي.
عطاالرحمن وايي: (( اوس په دې فارم کې د انګورو، انارو، زيتونونو بوټي او د سبزيجاتو په برخه کې روميان، بېنډۍ، بانجيان او نور ډول ډول مېوه جات تر څېړنې لاندې دي، دا ميوه جات موږ تر څېړنې وروسته د هلمند ځمکوالو باندې وېشو)).
د هلمند د کرنې د څېړنيز فارم مسؤلين وايي، د شنو خونو او تر پلاسټيک لاندې يې ډول ډول سبزيجات کرلي دي چې په دې کار سره يې له يوې خوا کرنې ته وده ورکړې ده او بل پلو يې د ګاونډيو هېوادونو څخه د راوړونکو سبزيو مخه هم نيولې ده.
تر دې مخکې هم په دغه څېړنيز فارم کې د ځينو بهرنيو موسيسو په مرسته په پراخه کچه ډول ډول مېوه جات او تخمونه تر څېړنې وروسته ځايي کرونده ګرو ته ورکول کېدل، د فارم مسؤلين وايي، دا ګړۍ د مکسيکو هېواد مرسته دوه سوه څلوېښت ډوله غنم تر څېړنې لاندې نيولي دي.
که دولت د ياد فارم د امکاناتو په برابرلو کې غور ونه کړي ښايي په راتلونکي کې درېيمه برخه ځمکه چې اوس کرل کيږي هم توره پاتې شي.