د بې همتۍ پېغور
د وطن په حال که ستا لږ څه نظر وای
که په تا کې د همت یو څه اثر وای
دا ډګر به اوس په شنو ونو سمسور وو
هر سحر به د بلبلو پکې شور وو
اوس به دلته د سرو ګلو ښه چمن وو
ښایسته به له هر چانه ستا وطن وو
د خپل پلار نیکه ښه ځمکه ګلستان کړه
په خپل زیار او خپل همت وطن ودان کړه
دا څه تصادفي شعار نه دی چې د ودان افغانستان ګوند هدف د روښانتیا و ویښتیا په نتیجه کې د افغان انسان په ژوند کې اساسي او ژور بدلون دی، په داسې حال کې چې افغاني ټولنه د بدلون په وړاندي حساسه او پر ثبات يې باور نه ماتېدونکی ښکاري، همدا علت دی چې همېشه سمونپال حرکتونه پکښې ځپل شوي، ښه! پردې به هم سترګې نه پټوو چې له ریفورمیستانو هم زیاتره مهال، په تېره بیا د واک و ځواک په وخت کې پښه د اتڼ شوې او د افراط لار یې په خوله ورکړې ده، مګر مرتجع او د ډبرې زمانې ته ور ګرځېدونکی ذهنیت مو تل زورور او خپل کار یې کړی دی.
موږ خپل سیاسي ـ فکري غورځنګ د تېرو اصلاح غوښتونکو او پرمختګپالو رڼاپالونکو د څوـ څو واره شکېدلي ځنځیر درېیمې زریزې کړۍ بولو او د دې حلقې د استحکام او قوت لپاره د وطن په بره او اوږدو کې د ودانۍ او رڼا په ارمانجنو پسې د تلاش څراغ په لاس کلي په کلي، کوڅه په کوڅه ، کور په کور او فرد په فرد ګرځو، په دې هیله چې د افغانستان په سطحه د بنسټیز تغیر لپاره متعهد، وطن مین او کروړ مبارزین کشف کاندو:
دی شیخ با چراغ همی ګشت ګرد شهر
کز دیو و دد ملولم و انسانم آرزوست
ګفتم یافت می نشود جسته ایم ما
ګفت آنکه یافت می نشود آنم آرزوست
ستر مولانا
دا بشري – فکري کتله باید د ځواک هغه څوکې ته ورسېږي چې دلته و هلته زاړه و وراسته، ناانساني و شیطاني تمایلات و ګروهې یې د بشپړېدونکو هڅو په مخ کې خنډ و بند نه شي.
دا د استاد الفت د فکري فورمولو څخه یوه ده چې زموږ مخ ته پرته ده او موږ په بې همتۍ ګواښي، الحق چې د نښې منځ ولي، ځکه په رښتیا سره، دا چې موږ، هم د الفت په وخت کې او اوس په لا بتره حالت کې د ژوند له ډېرو اولینو امکاناتو څخه بې برخې، محتاج او بي هدفه ګرځو راګرځو، نو تردې بله لویه بې همتې به څه وي؟
لوی انسانان لوی جرئت لري، ښایي ما وارو څوک ټول ملت ته د بې همت خطاب ونشي کړای، مګر لوی الفت لوی فکر، لوی همت او لوی زړه درلود، هغه د وطن هر زوی او په مجموع کې ټول ولس مخاطب کړی چې بې همت دی، موږ ایله په رېږدېدلو ګوتو دهغه د فکر توضیح و تشریح ته ملاتړلې ده.
هغه د استاد عبدالففور لېوال خبره، موږ باید نور د غیرت حد وحدود سم وپېژنو، هغه انسان څنګه ځان ته ننګیالی ویلای شي چې په یوه وچه ګوله ډوډۍ هم بل ته اړ وي؟ او مجبور وي چې د یوې مړۍ لپاره لور او خور خرڅه کړي؟ د اکا زوی او ورور ووژني؟ او د وطن پر سر په معامله یې چرت هم خراب نه شي؟ نن خو موږ د خپل ژوندانه دا ټول ترخه واقعیتونه د سر په سترګو وینو، دا نو بیا بېله خبره ده چې د بیان همت یې نه لرو مګر لوی الفت د ټیټو او وړو تمایلاتو والاوو له احمقانه عکس العمله نه بیریږي، هغه چې د خپل وطن بده، ناانساني، سپېره او بدرنګه ورځ ګوري نو مخامخ یې پر اوسېدونکي د بې همتۍ ټاپه لګوي چې ملا دې ماته شه! که لږ څه د همت اثر دې لرلای نو نن به دې دا ذلیله ورځ نه وای په نصیب، ماحول به دې ګل و ګلزار وو، د جنګ د جنجال او غالمغال پر ځای به دې د بلبلو ترانې د زړه و روح د قوت اسباب وای، تر هر چا به دې ښایسته، پرمختللی او په تمامه مانا پر خپل ځان بسیا وطن وای ځکه چې سیاسي ستراتیژیک او اقتصادي موقعیت، زراعتي ظرفیت او طبیعي برکت دې تر هر سیال بېساري دی.
ودان افغانستان فکری نهضت غواړي چې خپل
ځان او خپل افغانستان د بې همتۍ له دې تور او دې پېغوره خلاص کاندې، پر همدې اساس یې یوه منظمه، منسجمه، علمي، عملي او منطقي کړنلار نه یوازې رامنځته کړې بلکې د تطبیق لپاره یې د سرتاسري سیاسي مبارزې لار په خوله ور کړې ده، دا مبارزه ورځ په ورځ د پراخېدو، عامېدو او د افغانستان هر کونج و کنار ته د رسېدو په حال کې ده، مانا دا چې د افغانستان د لوی عاشق استاد الفت دې حکم ته پر سرسترګو تسلیم یو، سلام ورته کوو او د عمل په ساحه کې یې پسله مرګه دا لوی ملي ارمان ور پوره کوو چې:
د خپل پلار نیکه ښه ځمکه ګلستان کړه
په خپل زیار او خپل همت وطن ودان کړه
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳