تاریخ

دوهمه برخه

کار او فکر

ځوان د ځنګله له څښتن سره فیصله وکړه چې د هرې ونې په غوڅولو به یوه روپۍ اخلي، ځوان تبر ښه تېره کړ او د ونو وهلو ته یې مټې راونغښتې، په اوله ورځ یې سل ونې ووهلې؛ دې پرمختګ خوند ورکړ او په دویمه ورځ یو ساعت دمخه لا کار ته راغی خو په ایله کې یې اتیا ونې ووهلې؛ په دریمه او څلورمه یې لا ډېر زحمت وایست ولې د وهل شویو ونو شمېر وار په وارکم شو؛ ځوان د ځنګله څښتن ته وویل: دې ته حیران یم چې ورځ تر بلې ډېر زحمت باسم مګر ورځ تر بلې کمې ونې وهم.

د ځنګله څښتن ورته وویل: تبر دې کله تېره کړی دی؟

ده ځواب ورکړ: په هماغه اول سهار، بیا مې هیڅ فرصت نه دی پیدا کړی، ټول وخت مې د ونو په وهلو تېر شوی دی.

د ځنګله څښتن ورته وویل: هغوی چې هیڅ فرصت نه پیدا کوي او د تبر د تېزولو وخت نه مومي، وار په وار یې د وهل شویو ونو شمېر کمېږي.

لوستي او نالوستی

یو سړی کندې ته لوېدلی و..

ساینسپوه راغی، د کندې د ژوروالي او د خاورې د رطوبت اندازه یې واخیسته.

یوه ډاکتر دوې ګولۍ ور واچولې.

یو ژورنالیست راپیدا شو او له هغه سره یې د مشکل په باره کې مرکه وکړه.

د رحم او اخلاقو مبلغ د کندې پر غاړه ورته کېناست، ورسره ویې ژړل.

یوه ارواپوه ورته وویل چې په مشکلاتو کې باید روحیه له لاسه ورنه کړو.

په کنده کې ایسار سړي ته د فلسفې د استاد خبره دا وه چې ژوند یو وهم دی، یو خوب دی، داسې وګڼه چې نه کنده شته او نه ته پکې ایسار یې.

وحدت الوجودي صوفي ورته وویل: زه او ته، ځمکه او اسمان، سمه او غر، کنده او له کندې بهر دنیا، ټول یو شان دي، فرق پکې نشته.

او یو نالوستی سړی ورته تاو شو، لاس یې ورکړ، سړی یې له کندې را وایست.

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *