نړیوالې اړیکې دزمانې په تیریدو سره له هغې راپه دیخوا لاپسې مهمې شوې چې بشريت، د تکنولوژۍ له پرمختګ سره ، دنړیوالتوب پر درشل ګام کېښود نن او سبا په نیویارک ولندن وکابل کې درې ناست کسان په شیبو شیبو سره خبرې کوي، یو بل سره ویني او ان په ګډو ګټو او تاوانونو سره خبرې کوي. دولسونو او حکومتونو اړیکې هم توپیر مومي او نړیوال سازمانونه ورځ تر بلې خپل اهمیت زیاتوي. اوس دا اصل ټول مني چې هیڅ هېواد او ولس یوازې اوله نورو ولسونو سره له اړیکو څخه پرته ژوند نه شي کولای. دهر هېواد ملي ګټې ، سیمه ییز او نړیوال دریځ هغه څه دي ، چې دهیوادونو دنړیوالو اړیکو څرنګوالی ټاکي ،خو دخپلو ګټو په نظر کې ساتل تر هغه بریده روا دي ، چې دبل هېواد او ولس ګټې زیانمنې نه کړي.
افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی، چې منځنۍ اسیا له جنوبختیزې اسیا او منځني ختیځ سره نښلوي اوس نو په داسې یوه مهالپېر او داسې جغرافیايي موقعیت کې افغانستان څه ډول نړیوالو اړیکو ته اړتیا لري؟ دې پوښتنې ته به هڅه وکړو،چې دودان افغانستان د ګوند( واګ) دکړنلارې په مرسته ځواب ووایو ، دګوند کړنلار په دې اړه لیکي :
نړيوال اړيکي
و.ا.ګ گرده نړۍ د بشريت گډ كور گڼي، د نړۍ ټول ملتونه وروڼه بولي او د هغوى ترمنځ د دوستانه اړيكيو د ټينگښت و پياوړتيا په لاركې هر اړخيز زيار گالي.
ګوند د وګړرښتو نړيواله اعلاميه اودهغې په رڼا کې دګردو کانوانسيونو دپلي کولو هراړخيزه غوښتنه کوي.
ګوند به په نړيوال ډګر کې دهرډول شتو وسلو دله منځه وړلو غوښتنه راپورته کوي او دوسلو جوړولو پروړاندې به کلک درېږي.
و.ا.ګ له ټولو هغو هېوادو سره چې دملګريو ملتو نړيواله اعلاميه اودهغې په رڼاکې منل شوي کانوانسيونونه پلي کوي؛ دافغانستان تاوده ديپلوماتيک،سياسي او اقتصادي اړيكي غواړي.
په تېره، گوند په پام كې لري چې له گاونډيو هېوادونو سره د دارنگه اړيكيو د ټينگولو هڅه پرمخ بوځي او له هغوی سره دسرحدو دپرانيستلو او دويزې د له منځه وړلو لارې ومومي.
د افغانستان ځمكنۍ او هوايي لارې به د هر هغه چا پرمخ پرانيستي وي چې دغه هېواد ته د سوله ييزو موخو لپاره راځي.
هېڅوک د افغانستان له خاورې بل هېواد ته د زيان رسولو او يا د پوځي او ترهګرو هڅو يا هر ډول ورانۍ او لاسوهنې گټه اخيستلای نشي.
د هر هغه هېواد، سياسي گوند، غورځنگ، اتنيكي گروپ يا داسې نورو ملاتړ به كيږي چې د خپلو حقونو او ډيموكراټيكې آزادۍ د لاسته ور وړلو يا ساتلو په هڅو لگيا وي.
افغانستان به د هيڅ راز ښکېلاکي، زبېښاکي او توکميزې ستراتيژۍ د پوځي او سياسي تړون غړيتوب نه مني .
افغانستان به پر هېچا تيری نكوي او له هيڅ لوري به تېرى نه زغمي.
د افغانستان دولت به سمندرونه دگردو هېوادونو گډه شتمني گڼي او له سمندري آسانتياوو او سرچينو څخه د گټې په لاركې به د ټولو هغو هېوادو دحقوقو غوښتنه او ملاتړ كوي چې سمندر ته مخامخ لار نلري.
و.ا.گ د نړيوال عدالت او ډاډمنې سولې د ټينگښت لپاره د ملگريو ملتو سازمان دبشپړو خپلواکو پرېکړو غوښتنه كوي. له دې سره، ددغه سازمان دامنيت شورا ړنګېدل او ټولو غړيو هېوادو ته ورته رښتې تړلې دي .
و.ا.ګ په افغانستان کې هرهغه بهرني ته بې توپيره پناه، استوګنځی،ښاروندي او ګرد سره انساني رښتې غواړي چې په خپل هېواد کې يې د سياسي، جنسي، اتنيکي ،ټولنيزو او کلتوري ستونځو او ولږې له لامله ژوندله ګواښ سره مخامخ وي.
و.ا.ګ له ګردو همفکره نړيوالو سياسي،حقوقي او ټولنيزو ځواکو سره متوازن او دوستانه اړيکي پالي.
په لومړي سر کې د واګ دغه غوښتنه یوه ایډیالي او ارماني غوښتنه ښکاري ، خو دولسونو دریښتینې سیاسي ارادې او انساني هڅو په پایله کې زموږ سیمه او هېواد دهمداسې اړیکو برید ته ور رسیدلای شي.
واګ دخپل انساني فکري لیدلوري پر بنسټ نړۍ دټول بشریت ګډ کور ګڼي او غواړي په پیل کې خپل سوله ییز او انساني ایډیال نړیوال سیاست روښانه کړي او دداسې اړیکو دټینګولو په لاره کې د هڅو ژمنه کوي .
خو هغه منل شوي آرونه چې دغسې اړیکې ټینګولای شي او ټول بشریت ته ګټور وي ، یو شمیر هغه نړیوال موازین دي ، چې ښایي درناوي ورته وشي ، لکه دبشري حقونو نړیواله اعلامیه اودهغې په رڼا کې نور کنوانسیونونه.
له بهرني سیاست څخه موخه هم په دې هیواد کې او هم په ګرده نړۍ کې ، داده چې د وګړیو دژوند انساني شرایط ښه شي او په دې کې د دوه اړخیز درناوي یو اصل دی. پر همدې بنسټ دواګ ټینګار په دې دی ،چې اقتصادي دوه اړخیزې ګټې له ګاونډیو اونړیوالو لوریو سره ددوستانه اړیکو بنسټ ټاکي او دهمدې لپاره فکر کوي ، چې دټولو منل شويو نړیوالو موازینو پر بنسټ سوله ییزې او تودې اړیکې د ټولو په ګټه دي . ګوند دنړیوال کیدو په دې بهیر کې دا تشخیص کړې ده چې هر ه جغرافیایي ـ سیاسي سیمه ګډ ارزښتونه او اقتصادي ګټې لري او په سره ورته یا ګډو کولتوري ، ټولنیزو شرایطو کې ژوند کوي ، له همدې امله دلا سره نږدې کیدو شونتیاوې یې ډیرې دي. واګ غواړي په نړیواله کچه دوسلوال رقابت پر ځای داقتصادي ودې او دوه اړخیزې ګټه رسوونې منطق پیاوړی کړي او له دې لارې څخه دبشریت له وچویلي څخه د دښمنیو، وژنو او خونړیو پیښو تورداغ وتوږي، چې انسان ته دانسان له لاسه پیښیږي .
واګ پوهیږي ، چې هیڅ ملت نه شي کولا ی خپل ګاونډیان په خپله خوښه وټاکي ، خو هر ملت کولای شي له خپلو ګاونډیو سره دخپلو اړیکو دښه والي لارې چارې ولټوي ، له همدې امله ټینګار کوي چې له ګاونډیو سره ښې اړیکې ددواړولوریو په ګټه دي او دداسې اړیکودرامنځته کولو لپاره باید ګډې هڅې وشي. واګ غواړي ټولو ته څرګنده کړي ، چې هیڅوک دافغانستان خاوره دکوم بل هیواد په وړاندې نه شي کارولای . واګ دافغانستان ترانزیتي موقعیت ته په پام پر دې ټینګار کوي ، چې ددې هېواد له لارې دلویو لارو او اورګاډي دپټلیو غځول کولای شي د درې واړه بشري حوزو ( مرکزي اسیا ، منځني ختیځ او سهیلختیزې اسیا ) اقتصادي وضعیت بدل کړي. واګ باور لري چې نړیوال ټیکاو او ثبات هغه وخت رامنځته کیدای شي ،چې نړیوال نیاو ( عدالت ) رامنځته شي دهمدې لپاره غواړي چې پر نړیوالو سازمانونو دڅو ځواکمنو لوریو انحصار پای ته ورسیږي.
واګ غواړي دافغانستان بهرنی سیاست پرداسې اوږدمهالي علمي او عملي بنسټ ودروي ،چې دهېواد دملي ګټو تر څنګ ټول بشریت ته ګټور او ارزښمن وي.
واګ خپل بهرنی سیاست ، په کور دننه له یوه پیاوړي دریځ څخه اعمالوي او غواړي دخپلو انساني نړیوالو سیاستونو لپاره دنورو سوله خوښیو ولسونو ملاتړ او ملګرتوب تر لاسه کړي ، دهمدې لپاره په کور دننه سمون او پرمختګ ، چې دواګ لپاره لومړیتوب لري، کولای شي د یوه سالم او فعال بهرني سیاست مرستندوی شي.
په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې پر خپلو پښو ولاړ دي او دخپل بهرني سیاست تګلوري داسې ټاکي ، چې پر نړیوالو پیښو یې اغیز زیات وي ، په تیره بیا که داسې اغیز مثبت او دبشریت په ګټه وي نو دیوه ولس او هېواد نړیوال اعتبار زیاتوي ، پر همدې بنسټ واګ دخپل هیواد نړیوال اهمیت ته په کتلو سره، غواړي همدغسې یو سیاست پلی کړي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳