د روښانتیا

په سیمه کې د سترې لوبې بیا پیل\وړاندي کوونکی: ډاکټر عبدالقیوم مومند/ لومړۍ برخه

ترتيبوونکی: سعيد شينواری

 نېټه: د ثور پنځه ویشتمه، ۱۳۹۳

ویدا خصوصي ښوونځی- کابل- افغانستان

یادونه:

«په یوویشتمه پېړۍ کې آسیا د نړۍ لپاره خاص اقتصادي اهمیت پیدا کړی دی، افغانستان په دې سیمه کې ډېر مهم دی، اوس دلته کوم فرصتونه دي او افغانستان ته تر کومه دغه فرصتونه په بحران بدل شوي، پر همدې موضوع ډاکټر صیب لکچر ترتیب کړی دی.

ډاکتر قیوم مومند له هېواده بهر په امریکا کې ژوند کړی، ګڼ هېوادونه یې لیدلي، په منځني ختیځ کې خاصه مطالعه او تخصص لري، لیسانس، ماسټري او دوکتورا یې په سیاسي علومو کې کړې ده.»

پیل:

زما له عنوانه داسې څرګندېږي چې ګواکې په سیمه کې یوه نوې لوبه شروع شوې ده، په دې اړه ما یوه مقاله هم لیکلې چې د سیمه ییزو مطالعاتو په مجله کې خپره شوې ده. راځو دې ته چې که پر افغانستان باندې د امریکا متحده ایالتو حملې ته په ښکاره توګه وګورو نو داسې معلومېږي چې د جګړې پیل د اسامه بن لادن له منځه وړل او د ‌طالبانو د حکومت نسکورول وو. خو زما ادعا دا ده چې امریکا د اشغال د جګړې اصلي علت په سیمه کې ستراتیژیک ټکی او د نفتو سیاست دی ځکه امریکا تر دې پخوا لا په دې هڅه کې وه چې د خپلو ستراتیژیکو ګټو په خاطر په سیمه کې یو خاص ځای پیدا کړي. ځکه ایران د دوی له لاسه وتلو، او د پاکستان و ایران په منځ کې افغانستان پروت و، نو مرکزي اسیا ته د دوی تګ یو څه ناڅه ستونزې پیدا کولې، همدا وجه وه چې د سپټامبر له یوولسمې د مخه پر افغانستان یو برید پلان شوی و.

د دې لپاره چې په اوسنۍ لوبه مو سر خلاص شي نو پکار ده چې د لویې لوبې تاریخچه را وسپړو ځکه دا مهمه ده چې معلومه کړو، لویه لوبه د سیمې په کچه څنګه راپورته شوه؟

کله چې هند د انګریزانو په لاس کې او دېخوا ته تزاري روسیه موجوده وه نو دغو دواړو امپراتوریو د رقابت له مخې هڅه کوله چې د یو بل مخه ډب کړي. هغه سیمې چې د انګریزانو تر واک لاندې وې، روسانو په کې د همېش لپاره انقلابي حرکتونه، ملي حرکتونه او نور هغه پر شا ټپول او مرستې به یې هم ورسره کولې، همدا راز به انګریزانو هڅه کوله چې روسانو ته په منځنۍ آسیا یا د روسانو تر اثر لاندې جمهوریتونو کې مشکلات راپورته کړي. په دې سلسله کې د افغانستان اکثره حکومتونو خصوصا امیر عبدالرحمن خان، ډیر مثبت رول ولوباوه، هغه انګریزان او روسان یو د بل په مقابل کې وکارول، تر څو دی یې اقلا له نفوذ نه لږ خوندي پاتې شي، سره له دې چې پاتې هم نه شو، او پر افغانستان یې بیا هم نظامي، سیاسي او اقتصادي تاثیرات درلودل، خو هغه خپله هڅه وکړه. د افغانستان له خپلواکۍ وروسته شوروي اتحاد هڅه وکړه چې د افغانستان له نوي انقلابي یا ضد انګریزي حکومت سره اړیکې پیدا کړي، هغه وخت امان الله خان امریکا ته د سفر غوښتنه کړې وه، خو امریکا مثبت ځواب ور نه کړ، اما اروپا ته چې ولاړ نو لینن یې ډېر تود هرکلی وکړ. لویه لوبه یو وخت داسې ځای ته راغله چې په نتیجه کې یې پاکستان وزېږول شو، په سیمه کې نوي کړکېچونه پیدا شول او لوبې هم ورسره یو نوی لوری پیدا کړ. دا وخت و چې امریکا په سیمه کې یو ملګری ډېر اسانه پیدا کړ، ځکه د انګریزانو له لارې یې له پاکستان سره روابط ټینګ کړل، پاکستان ته یې نظامي مهمات ورکړل او کوشش وشو چې افغانستان په یوه داسې انزوا کې وساتل شي چې د یو بفرز په حیث یې د روسیې، پاکستان او انګریزانو په منځ کې یو رول پرې ولوبوي، تر څو د امریکا حیثیت هم په سیمه کې پر ځای پاتې شي. اوس که تاریخي پس منظر مطالعه کړو، نو معلومېږي چې افغانستان د نړۍ لپاره همېشه په ستراتیژیک، نفتي او اقتصادي- ټرانسپورټي لحاظ د علاقې وړ و. امریکا په همدې دلیل د جهاد پر مهال هڅه کوله چې په افغانستان کې ځېنې اشخاص او ډلې د ځان د راتلونکو ګټو د خوندیتوب لپاره وروزي یا یې هم ملاتړ وکړي. د جهاد پر مهال امریکایانو غوښتل چې له افغانستان نه د روسانو لپاره یو ویټنام جوړ کړي، خو لکه چې دا لوبه د دوی په ګټه پای ته ونه رسېده، ځکه کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل، نو له افغانستان سره د امریکا علاقه کمه شوه، ځکه د دوی امیدونه د دوی روزلو کسانو پوره نه کړای شول.

دا خو تاریخچه وه، اوس که د نړۍ اقتصاد ته وکتل شي، نو د امریکا بنیادونه پر نفتو، ګازو او اقتصادي اساساتو باندې ولاړ دي، د همدې اساساتو د اصولو پر اساس چې کله طالبان رامنځته شول، نو دوی فکر وکړ چې په افغانستان کې ارامتیا رامنځته شي او بالاخره د ګازو پایپ لاین له ترکمنستانه د افغانستان له لارې د هند سمندر ته تېر او بیا یې مواد د همدوی له لارې تقسیم کړای شي. کله چې په ترکمنستان کې د ګازو مسئله رامنځته شوه، یوې ارجنټایني کمپنۍ بریډاس د لومړي ځل لپاره د رباني د حکومت پر مهال له افغانستان سره اړیکه ونیوله چې قرارداد ورسره لاسلیک کړي خو په افغانستان کې ملوک الطوایفي حاکمه او مرکزي حکومت کمزوری و، نو دوی هم ونه کړای شول چې خپل قرارداد عملي کړي له همدې کبله د دوی لپاره د طالبانو راتګ هم ښه زیری و، ځکه فکر کېده چې دوی به په افغانستان کې بشپړه سوله او امنیت راولي. د طالبانو له راتګ د مخه چې دلته ګډوډي وه نو کلنټن شل ملیونه ډالر دې ته بېل کړي وو چې په ایران کې نا امني رامنځته کړي، د خمیني د ملګرو حکومت له منځه یوسي او په ایران کې بیرته د خپلې خوښې حکومت حاکم کړي، له دې سره به ورته د پایپ لاین مسئله هم ارزانه تمامه شي. ځکه ایران تیار د خپل پایپ لاین پروژې ته لاینونه لرل او د وصل مصرف یې هم ډېر کم راته، خو دا کار هم ونه شو. کله چې ‌طالبان راغلل، نو د امریکا د خارجه وزارت ویاند نیکولس برنس اقرار وکړ چې امریکا له طالبانو سره په اړیکه کې ده او د حکومت هرکلی یې کوي. زلمي خلیل زاد هم، چې هغه وخت یې په خارجه وزارت کې کار کاوه، وویل: طالبان سره له دې چې فنډمنټلیزم یا بنیاد ګرایي او تعصب کوي، اما تعصب یې د ایراني تعصب په څېر نه دی، دوی شرعي نظام غواړي موږ ورسره مشکل نه لرو، ځکه په سعودي عربستان کې هم شرعي نظام شته، دوی چې هم هر نظام لري ودې یې لري، یوازې دې زموږ دښمن نه وي. هغه وخت ټوله هڅه دا وه چې په افغانستان کې یو مرکزي حکومت راجوړ شي؛ کله چې طالبانو کندهار ونیو او بالاخره یې کابل هم ونیو، نو امریکایان تم شول او د طالبانو حکومت یې په رسمیت ونه پېژانده. په رسمیت د نه پېژندلو کې یې دلیل دا و چې په امریکا کې یې د پېژندګلوۍ لپاره یو څه ستونزې موجودې وې؛ یو یې دا چې امریکایانو ته د طالبانو سیاست ډېر د تایید وړ نه و، بل دا چې دوی لا ټول افغانستان نه و نیولی.کله چې طالبان په مزار شریف هم ور ننوتل، نو امریکا امادګي ونیوله چې طالبان په رسمیت وپېژني، په دې وخت کې په امریکا کې د سناتور براون برګ او نورو لخوا ځېنې فعالیتونه هم پیل شوي وو چې د طالبانو پر ضد حرکتونه قوي کړي. د دوی کوشش دا و چې په ا فغانستان کې د ظاهر شاه په مشرۍ یو حکومت رامنځته شي او ټول مخالف جهتونه سره یو ځای کړي. له بده مرغه طالبانو هم ونه کولای شول چې هم خپل حکومت او هم بن لادن کنترول کړي؛ هغه وخت د بن لادن خبرې او د هغه کړنې او اعمال د دې سبب شوې چې په افغانستان کې ستونزې نورې هم رامنځته شي.زه به یې یو مثال ووایم چې د طالبانو یو هیئت د پوهنې د وزیر نعماني په مشرۍ امریکا ته راغلی و، ما ورته په یو کنفرانس کې دوې خبرې وکړې، هغه ویل په افغانستان کې سوله او امنیت تامین دی او څوک هم چاته څه نه شي ویلی، ما ویل چې داسې ده نو ولې تاسې ښځې درس ته نه پرېږدئ؟ نو بیا یې راته وویل چې امنیت نشته، ما ویل ماته لنډ ووایه چې امنیت شته او که نشته؟ بیا مې ورته وویل دا مسئله مو اصلاح او خپله لار معلومه کړئ. بله خبره مې ورته وکړه چې دا به خپل مشر ته هم ورسوئ. هغه دا چې طالبان ډېرې بې واکه، بې باکه او بې ځایه خبرې کوي، کله د امریکا پر ضد او کله د هند یا هم انګلستان پر ضد جهاد اعلانوي، خو په هیچا یې هم زور نه رسېږي، هسې به مو وطن تباه کړئ. زما د دغو خبرو به ۲۵ ورځې نه وې وتلې چې امریکا پر افغانستان ۷۵ کروز میزایل را وویشتل، نو په دې کې شک نشته چې بن لادن موږ ته ډېر لوی مشکل پیدا کړ، مګر یوه بله خبره دا چې کله امریکایان په دې پوی شول چې طالبان د یو مرکزي حکومت د رامنځته کولو جوګه نه دي، نو په دې هڅه کې شول چې یو بل داسې حکومت رامنځته کړي چې د دوی ګټې هم ورسره خوندي شي. ۲۰۰۰ کال او د جولایي میاشت وه چې په برلین کې یوې غونډې ته د پاکستان پخوانی سفیر، د ایران سفیر همدا راز ځېنې نور ایراني پاکستاني، جرمني، امریکایي او د شورای نظار کسان سره راټول شول او پر دې یې خبرې وکړې چې څنګه کولای شي په افغانستان کې حکومت تغیر کړي. ناتثبیت شوې خبرې، چې ماته رارسېدلي او ما په خپله مقاله کې را اخیستي، نو دوی د سپټامبر یوولسمه نه خو د همدې میاشتې اخرنۍ ورځې د دې بدلون لپاره ټاکلې وې، خو دا پلان بیا شاته وغورځېده.

هدف مې دا و چې امریکایانو غوښتل په سیمه کې د نظام په سطحه یو تغیر راولي ځکه د طالبانو نظام نور د دوی په ګټه نه و، سره له دې چې د طالبانو په راتګ دوی له هغوی سره یو څه مرستې هم وکړې خو اصلي خبره دا ده چې د دوی لوبه جوړه شوې وه او هغه هم ان د طالبانو له راتګه د مخه. د مجاهدینو په وخت کې امریکا افغانستان ته شا اړولې وه خو چې په ۱۹۹۳ کال منځنۍ په آسیا کې د نفتو مسئله راپورته شوه، نو له همغه وخته دې لوبې ورو- ورو ساحه پراخوله او لویېده، تر دې چې دا لوبه اوسني حکومت او آن ۲۰۰۷ کال ته راورسېده. که د بریډاس قراردادونو ته وکتل شي، نو کله چې دغې کمپنۍ د رباني له حکومت او بیا له طالبانو سره اړیکې ونیولې، هڅه وشوه چې پایپ لاین شروع شي، بریډاس له ترکمنستان سره قراردادونه لاسلیک کړل، څېړنې یې ورته وکړې، ارقام یې ور کړل چې په کې د ترکمنستان او بریډاس دواړو ګټه وه.د طالبانو حکومت او پاکستان هم غوښتل چې له دغې کمپنۍ سره قرارداد وکړي، په دې وخت کې د امریکا د تېلو لویه کمپنۍ (یونیکال) رامنځته شوه، دې کمپنۍ پر پاکستان، ترکمنستان او طالبانو فشار راوړ چې د بریډاس پر ځای له دوی سره قرارداد وکړي. طالبانو په دې وخت کې له هوښیارتیا کار واخیست، په کندهار کې یې یونیکال ته او په کابل کې یې بریډاس ته ځای ورکړ چې خپلې څېړنې وکړي خو بالاخره بریډاس له ډیرو مصارفو وروسته هم یونیکال له صحنې وویسته، داسې چې بریډاس په امریکا کې پر یونیکال دعوه وکړه، محکمې ته یې کش کړه، یونیکال بریډاس ته تاوان ورکړ، هغه هم پر خپله مخه ولاړه او میدان یونیکال ته پاتې شو. یونیکال په خالي میدان کې هڅه وکړه چې ډېره تېزه ولاړه شي. دوی د دې لپاره په عین وخت کې د طالبانو له مخالفینو سره هم په اړیکه کې وو، هڅه یې دا وه چې دواړې خواوې قانع کړي چې دا پروژه یې په ګټه ده، خو یوه خوا هم ورسره موافقې ته ونه رسېده. کله چې یونیکال دې پایلې ته ورسېده چې په افغانستان کې د تېلو د پایپ لاین مسئله عملي نه ده، نو پر نورو لارو- چارو غور وشو چې له نورو کومو لارو د ګازو د ټرانسپورټ مسئله حل کېدلای شي. له غور وروسته پایله دا وه چې یوه لار هم ترکیې ته ځي، خو د ترکیې تورې بحیرې ته تللې لاره ډېره وړه او محدود ټانکرونه پرې تلای- راتلای شول. دوهمه لار دا وه چې له ایران سره دا پایپ لاین وتړل شي، خو له ایران سره د امریکا حکومت موافقه نه کوله، او ورته د بل حکومت رامنځته کولو باندې هم مصارف کېدل. بله لار دا وه چې د چین له لارې دا پایپ لاین تېر شي، بیا هم امریکا نه غوښتل چې چینایان په دې لاره کې ځواکمن او مالداره شي. بله لار یې د روسیې وه، خو هغه هم ونه شوه او بالاخره خبره بېرته پر افغانستان راتا شوه او وویل شول، سره له دې چې دا لار اوږده، پرمصرفه او قیمته ده، خو دا چې ستراتیژیک سیاسي مسایل یې په اوږدو کې پراته دي، نو دا لاره مهمه هم ده. کله چې دا لار مهمه تثبیت شوه او بلخوا ته طالبانو هم سرټمبګي کوله، خبرو ته یې غاړه نه ايښوده، وس یې هم دومره نه و، ځکه د شمال ځېنې برخې یې هم په لاس کې نه وې، دا به دومره تهدید نه و، خو منتها دوی سره موافقې ته و نه رسېدل. حالات داسې راغلل چې امریکایانو د بن لادن مسئله راپورته کړه، په دې مسئله کې یو افغان تجار کبیر محبت چې په ټکساس کې اوسي، کندهار ته راغی، د ‌طالبانو له مشرانو سره یې حتی د بن لادن د تسلیمۍ په اړه خبرې وکړې. د محبت خبرو ته د وکیل احمد متوکل لخوا رضامندي ښودل شوې وه چې دا مسئله یوې خواته کوي خو امریکایانو کومه علاقه ونه ښوده، ځکه هغوی دې نتیجې ته رسېدلي وو چې د طالبانو حکومت به د لوبې د پرمختګ لپاره له منځه وړي.کله چې د یوولسم سپټامبر پېښه وشوه، په امریکا کې ډېر بد حالت رامنځته شوه، د امریکا ولس او سیاستوال ډېر په قهر شول، خو له خپل حکومته یې وغوښتل چې جنګ د مسئلې د حل لار نه ده، بیا هم د بش ادارې پر افغانستان حمله وکړه.

دا چې ملګرو ملتونو یو خط ورکړ، نو دا په دې معنا نه ده چې ملګري ملتونه د یو مملکت استقلالیت له منځه یوسي ځکه د ملګرو ملتونو د منشور پر اساس هېڅ هېواد دا حق نه لري چې د بل هېواد استقلالیت تر سوال لاندې راولي.

خو ملګري ملتونه د امریکا په لاس کې وو ځکه دغه یرغل ته هرکلی وویل شو له افغانستانه بهر او په افغانستان کې داخل هم. نور بيا…

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *