ایازی: رییس جمهور جدید اشرف غنی اولین کاریکه در مقابل فساد کرد، یک تحقیق و بررسی دوسیه کابلبانک بود به نظر مردم بزرگترین مشکل بانکی در جهان است حتی، در هیچ بانک به حدود یک میلیارد دالر از بین نرفته، شما این کار را اول نه کردی که مسئله کابلبانک راحل بسازی، آیا خارجیها هم در قضیه بانک دست داشت؟

کرزی: به موقعش، کابلبانک یک داستان دراز است ولی ما بسیار خلاصه برایتان میگیم که به موقعش در مورد کابلبانک اقدامات بسیار شدید ما کردم، دیدیم که بعضیها بندی شدند و مقدار زیاد پول دوباره بدست آمد، مقدار زیات جایدادها دوباره بدست آمد آنها همه سجیل هستند، و نوشته هستند و درج هستند و رئیس جمهور جدید ما کار خوب کرد که مسئله کابلبانک دوباره به محاکم داد تا آنها هم کوشش کنند و آنها دیدید که حبسیکه بعضی کارمندان کابلبانک در زمان حکومت ما داده بودند، اینها اضافه کردند و شاید پولهای را هم بدست بیارند ولی در زمان ما هم کار شد، پولهای زیاد بدست آمد، آمدیم به اینکه آیا در این خارجیها دست داشت یا نه؟ بدون شک دست داشت، آقای فیروزی ان روز در مصاحبه خود در محکمه گفتند که امریکا درین دست داشتند، ما کاملاً به این یقین هستیم و اقرار داریم که بدون شک دست خارجی بودند.

ایازی: شما به این عقیده هستی؟

کرزی: کاملاً- کاملاً بلکه زاخیلوال صاحب در یکی از مجالسیکه ما پیش از سقوط کابلبانک با جنرال پترویس و ایکنبیری سفیر امریکا داشتیم، به هر دوی اینها گفت که زاخیلوال اطلاع دارد که سفارت امریکا در کابلبانک کسی است که تشویق میکند که پول از افغانستان بیرون برآید، شکی نیست که درین دست خارجی بود، شکی هم درین نیست که حرص خود بعضی افراد هموطن ما ویا کار شان با خارجیها باعث ازین شد که کابلبانک به این بلا مبتلا شود، امیدوار هستیم که این مسئله زود حل شود یک مسله ای که باعث بدنامی حکومت ما و باعث بدنامی افغانستان شد و خصوصاً مسئله کابلبانک برای ازین شده از طرف خارجیها که شخص خود ما به حیث رئیس جمهور افغانستان ضعیف کنند و به مردم افغانستان بدنام نشان بدهند.

ایازی: رئیس صاحب! تاسو د خبل حکومت په جریان کې شل وارې پاکستان ته سفر وکړ، تقریبا که غلط شوی نه یم، او بیا هم یو له اهدافو څخه ستاسو دا وو چې په افغانستان کې سوله راشي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې په راتلو کې نه یوازې دا چې د متحدینو لاس او برخه مهمه وه، بلکې تر ټولو مهمه برخه د پاکستان وه، پاکستان له افغانستان څخه څه غواړي او زموږ مشکل له پاکستان سره څه شی دی؟

کرزی: پاکستان د افغانستان همسایه هیواد دی، دین مو سره شریک دی، عنعنه مو سره شریکه ده، رشتیا چې سره تړلی یو، غبرګولي ولسونه یو؛ زما دا ډېره لو آرزو وه او اوس هم ده چې له افغانستان سره د پاکستان جوړه وشي او دا دواړه هېوادونه په سوله او امن کې ژوند سره وکړي، په داسې حال کې چې موږ په دې پوه وو چې د کلو- کلو راهیسې، حتی د شوروی تر اشغال د مخه د پاکستان د حکومت دا هڅه وه چې افغانستان ضعیفه کړی او بې تعلیمه یې کړي، په دې چې دوی د ډیورنډ د نه رسمیت پېژندلو څخه ډار درلود او دوی د پښتنو او بلوڅو له تحریک څخه ډار درلود او ځان یې مطمئن نه ګاڼه نو دا مصیبت هم پاکستان ته او هم موږ ته د انګریز له استعمار څخه راپاته وو، نو موږ له یوه کړکېچ سره چې انګریز راپرې ایښی و، دچار وو دواړه هېوادونه.

بیا زما په دور کې، کله چې په افغانستان کې انتحار او بمونه راتلل، موږ به دا ویل چې دا له پاکستان څخه راځي او د پاکستان له استخباراتو څخه راځي او داغسې هم وه، تر هغه ورځې پورې چې پخپله په پاکستان کې انتحاري نه و شوی، په پېنډۍ کې او په نورو ښارونو کې یې، ما به پر پاکستان کلکې نیوکې کولې چې پاکستانه په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړه او ته د زور او تهدید او وژنو له لارې خپلو اهدافو ته ځان نشې رسولای، خو کله چې په پاکستان کې انتحاریان شروع شوله او عام ولس وژل کېدی او زما ډېر زړه په خوږېدی، هغه هم داغسې خلک دي لکه د افغانستان خلک او ژوند یې دغومره عزیز دی لکه زموږ دا؛ نو زه یوه ورځ د پاکستان له ښاغلي جمهوررئیس سره کښېنستم، له ښاغلي مشرف سره، دا ۲۰۰۸ کال دی که ۲۰۰۷ کال دی زما په خیال ۲۰۰۸ کال دی، نو ما ورته وویل چې جمهوررئیسه! یوازې په یوازې سره کښېنستو، زه او دی، ما ورته وویل جمهوررئیس ښاغلی مشرف! کله چې پر افغانستان دا څو کاله حملې کېدلې، ما به ستا نظامیان او ستا استخبارات ملامتول او ښکاره به مې دا ویل چې دا ستا له خوا ده او وه هم؛ خو اوس چې ستا په خاوره کې انتحاري کېږي او حملې شروع شوي دي، زه شکمن یم چې دا ولې؟ او دا څوک کوي؟ دا مې ورته وښووله چې دا اوس چې ته هم په دې عذاب کې سوځې، زه غواړم چې لاره درسره پیدا کړم د جوړې، چې دا دواړه هېوادونه په امن کې شي، په سوکالۍ کې ژوند سره وکړي.

شل واري مې سفر وکړ، دونه کوښښ مې کړی دی چې د انسان تر توان خارج کوښښ دی، صرف مې پاکستان ته دا ویلی دی چې تر خپل استقلال تېر نه یم او تر خپل حق تېر نه یم، ډیورنډ نشم منلای، نې د افغانستان ملت مني، نه هیڅ د افغانستان حکومت دا واک لري، نه پخوانیو حکومتو د افغانستان منلې ده، نه د افغانستان خلکو منلې ده، او دا یوازې د ډیورنډ د دې غاړې خلکو حق نه دی، بلکې د ډیورنډ د ها غاړې ولسونه هم په دې کې مستقیم او مساوي شریکان دي په دې حق کې، نو دا به نه راڅه غواړې، نه دا زه درکولای شم او نه یې څوک درکوي.

دوهم، زموږ استقلال به تر سوال نه لاندې کوې او زموږ ترقي به تر سوال نه لاندې کوې، د دې ما سېوا په هر حالت کې بهترینې دوستۍ او ورورګلوۍ ته درته حاضر یم او ستا په ترقۍ او ښه ژوند خوشاله کېږم، دا پر ما هم ډېر اثر کوي، متاسفانه چې دوی دا ونکړه؛ دوی هم دا غوښته چې افغانستان دې د خپل خارجي سیاست یوه برخه دوی ته وسپاري، د دوی تر سلطه دې یې لاندې کړي چې هغه د هند برخه وه، هم یې دا غوښته چې ډیورنډ د سرحد په نامه وپېژندل شي، څو واره یې پېشنهاد وکړ او هم یې دا غوښته چې په افغانستان کې سټراټیجیک عمق ولري؛ سټراټیجیک عمق، ما ورته وویل چې د دوستۍ د لارې خدای مو راوله درکوو یې، راشئ! دوستان شئ راسره! خو دا دوې نورې خبرې ابداً موږ تاسو ته نه شو درکولای؛ بیا کله چې دوی په شمالي وزیرستان کې عملیات شروع کول، د پاکستان حکومت یو هیئت راولېږی، تقریباً څلور میاشتې د مخه، او زموږ څخه یې دا وغوښتله چې له دوی سره همکاري وکړو، ما دوی ته ولیکله، دوی شفاهي دا پیام راته راوړی د ښاغلي صدراعظم لخوا، د ښاغلي نوازشریف لخوا، چې بهترین انسان دی او د پاکستان د پاره کوښښ کوي او له افغانستان سره هم شخصاً دی د دوستۍ آرزو لري؛ ما ښاغلي صدراعظم ته څلور میاشتې د مخه د دوی د خبرې په جواب کې د خواهش به جواب کې خط ولیکی او ورته ومې ویله چې ۹ شرطه مې ورته کښېښووله، په هغو نهو شرطو کې یو شرط دا وو چې د تروریزم پر خلاف همکارۍ ته درسره حاضر یم خو شرط دا دی چې ستاسو په عملیاتو کې، چې د تروریزم پر خلاف یې ظاهراً شروع کوئ، عام ولس، د ډیورنډ د ها غاړې باید صدمه ونه ویني، ولې چې هغه مظلوم دی او قرباني دی د تروریزم، هغه شی چې تا پاللی دی او ستا غربي ملګرو پاللی دی په دې ولس کې او قرباني کړی یې دی، د هغه باید دوی قرباني نه شي، دا مې واضح ورته ولیکل او دا شرط مې ورته کښېښاوه، خو متاسفانه چې دوی پر ولس بمبارۍ شروع کړې په میرانشاه کې، میرانشا یې له خاورو سره برابر کړ او خلک یې مړه کړل، که پاکستان او د پاکستان فوج میرانشا او د میرانشا خلک او وزیرستان خلک خپل بولي نو بمبارۍ یې ولې پر وکړې؟ باید نه وای شوي او په دې موږ خواشیني یو.

ایازی: د میرانشا خبره دې وکړه، رئیس صاحب! دغه اکسټریمیزم یا دغه افراطیت، دغه په ځان پورې بم تړل، تر ډېره حده چې وینو یې، دا د پښتنو په منطقه کې د سرحد په دې خوا او ها خوا کې دی، دا پښتانه څه مشکل لري، دا اوس تروریستان دي؟ ولې دا بمان پښتانه تړي یانې اکثره په مجموع کې؟

کرز: نه ابداً، دوی قربانیان دي کله چې د پاکستان حکومت له امریکې سره د سټراټیجیک توافقنامې وروسته توپچي او راکیټي حملې شروع کړې نو دلته په افغانستان کې مطبوعاتو ډېره هیاهو جوړه کړه چې دوی حملې کوي او حکومت جواب نه ورکوي؛ زما تګلاره دا وه، دا مې اعلان هم کړه په مطبوعاتو کې څو ځلې، چې که پاکستان د ډیورنډ دې غاړې ته حملې کوي او د خلکو پر کورو توپونه راغورځوي او انسانان تباه کوي، زه به ابداً دا اجازه ورنکړم چې د ډیورنډ له دې غاړې څخه هاغاړې ته هم باالمثله عمل وشي، ځکه چې هغه هم زموږ خپل خلک دي، پاکستان به د دې خوا خلک خپل نه بولي، خو موږ د ډیورنډ هاخواته خلک خپل بولو او خپل وجود یې بولو او راسره په دې خاوره کې یې خاوندان بولو نو په دې مو دا کار ونکړ او فعلي حکومت ته مې هم توصیه دا وه چې ابداً باید دوی دا ونکړي.

تروریزم یوه وسیله ده چې متاسفانه د ډېره راهیسې د افراطیت د تمویل او تشویق او تربیت د لارې پر افغانستان او د ډیورنډ و ها غاړې ته پر پښتنو او بلوڅو تطبیق شوې ده او په دې کې نه یوازې دا چې پښتانه او بلوڅان په پاکستان کې ځورېدلي دي، بلکې زموږ هزاره خلک هم چې په کوټې او په نورو ځایو کې مېشت دي، هغوی هم د دې شدیداً قربانیان دي، څو- څو ځلې په ډېر تعداد کې دوی شهیدان شوي دي او وژل شوي دي، دا یوه وسیله ده، دا یو دولتي وسیله ده د ځینو اهدافو، چې سر ته نه رسېږي، باید دا درته ووایم خوشبختانه؛ خو ډېر انسانان پښکې تباه شوله او کوښښ دا وشو چې یو قوم په دې کې بدنام شي جهان ته چې دا افراطي دی او په جهان یې هم وټکوي او پخپله د پاکستان د نظامیانو لخوا هم وټکول شي، دا طرح ناکامه ده، قرباني ډېر پښکې ورکول شوه، انسانان ډېر پښکې تباه شوله، د انسان په توګه، دا ظلم پر هر انسان چې وي، نه باید ومنل شي او امیدواره یو چې د دې ظلمه ژر ځان خلاص کړو.

ایازی: به نظر شما کشورهای متحدین، بخصوص امریکا یا بعض این دستان به مذاکرات مستقیم با طالبان دارند، شما معلومات دارید؟ این ارتباطات بخصوص کشورها دارند، این چرا کمک در صلح نمیکند؟

کرزی: بلی! اینها با طالبان تماس دارند، در پاکستان دید و بازدید دارند، ما اسنادی بدست داریم که بعض افراد وابسته به امریکا و از کشورهای دیگر غربی و خود امریکا در پاکستان و در جاهای دیگر با طالبان و رهبران شان صحبتهای داشتند، همچنین در قطر صحبت داشتند و ما این صحبتها را منفی نه دانستیم و مانع هم نشدیم، برعکس مشوق این صحبتها بودیم، به امید ازینکه این صحبتها باعث صلح در افغانستان شوند و باعث ایجاد یک فضاء گفتگو میان مردم افغانستان و طالبان افغان شود، که متاسفانه اینطور نشده و برعکس ازین صحبتها بالای اهداف دیگر استفاده میشد.

ایازی: یو وخت تاسې ویلي وو چې که پر ما ډېر فشار واچول شي بېخي به طالبانو ته ور واوړم، تاسې اوس هم چې د حکومت کار پرې ایښی دی داسې خیال لرئ چې ور واوړئ؟ دا مطلب مو څه و؟

کرزی: نه، ما دا خبره نه وه کړې؛ ګوره! موږ خو یو غریب وطن و، امریکا یو ډیر باقوته وطن و، ډېر د پيسې خاوند دی، ډېر د وسلو خاوند دی او ډېر د زور خاوند دی، ما چپله ږغه بله وسیله نه درلوده، زما یوازنۍ وسیله، د یو دولت په توګه، دا وه چې زه نارې کړم او ږغ مې جګ کړم او د افغانستان د خلکو په نمایندګي د افغانستان ږغ هر څومره چې په جګ او لوړ آواز کولای شم دنیا ته ور ورسوم چې د خدای دپاره پر موږ ظلم کېږي؛ نو زما دا وینا، ته پوهېږې چې په څه شکل مې ویلې وه، ما د مختلفو عواملو څخه استفاده کوله، له مختلفو ویناوو څخه مې استفاده کوله چې امریکا و سمې لارې ته راواړوم او د افغانستان د خلکو وهمکارۍ ته یې راجلب کړم، نه د افغانستان د خلکو ټکولو چې دوی کوله او په اخته وه.

ایازی: د سولې د کوښښونو په جریان کې زه متیقین یم چې تاسو د طالبانو له مشرانو سره تماسونه نیولي دي، تاسو هم د کندهار یاست او اکثره مشران د طالبانو د کندهار دي، له دوی سره مو خبرې کړي دي، څه شی غواړي دغه افغاني طالبان؟ د دوی سره تاسې تماسونه نیولي دي، د افغانستان خلک نه دي خبره، نه پوهېږي دغه طالبان څه شی غواړي؟ دا ولې په ځان پورې بم تړي بیا راځي په کابل کې…؟

کرزی: د ډېرو خلکو سره مې خبرې کړې دي د طالبانو د مشرانو سره، د جهاد د شپو زما ملګري وه دوی، کله چې به زه جهاد ته تلم، دننه افغانستان ته،نو زه د قومندان صاحب عبدالرازق په جبهه کې جهاد ته تلم چې د مولوي صاحب خالص سره و او دا د طالبانو مشران اکثره د هغه جبهې قومندانان وه، نو زما ډېر نژدې ارتباط و د دوی سره او په دوی کې ډېر ښه خلک وه، په دوی کې ډېر نېک خلک وه ځیني هم ښه خلک اوس پښکې شته، ژوندي دي الحمدلله، نو د طالبانو د مشرانو سره زما تماس و او تماس مې شته او دوی واضح راته وویل، په شمول د یوه تماس چې پرون مو درلودی په تلیفون کې؛ ما د دوی یو مشر ته وویل چې دا معلمان، دا استاذان، دا تعلیم یافته ګان پر څه وژل کېږي په دغو شپو کې؟ دا څوک وژني؟

هغه راته وویل چې ته په پوهېږې چې موږ نه یو، بل لاس یې کوي او تاوانوي یې پر موږ او موږ دونه توان نلرو چې ږغ جګ کړو چې دا موږ نه یو؛ نو لکه ما چې د مخه وویله، افغاني طالبان سوله غواړي، بالکل یې غواړي.

ایازی: نو دوی ولې د پاکستان مني؟

کرزی: خو دا توان نلري، ولې چې دا جنګ د دوی نه دی، دا انتحاري چې راځي، انتحاري دوی نه دي، موږ په دې واقف یو او پوه یو، زموږ استخباراتو راپورونه راکړي دي چې دا په لابراتوارو کې دا خلک بېخوده کېږي او بېهوشه کېږي او د ځان څه بېګانه کېږي او پېچکارۍ ور کوي او هغه پېچکارۍ دا خلک ۴۸ ساعته له ۲۴ نه تر ۴۸ ساعته پورې داسې یې بېخوده کړي چې هیڅ په ځان پوه نه وي.

دا چې د طالبانو مشران په دې مشورو کې شریک دي چې داسې وشي که نه، پوه نه یم، خو زه په دې پوه یم او زموږ استخبارات په دې پوه دي چې دا حملې د یو مدرسې کار نه دی، د یو طالب کار نه دی، دا د طبي متخصصینو او بیالوژي د متخصصینو او د کیمیاوي موادو د دواه سازۍ د متخصصینو کار دی چې انسانان بېهوشه کېږي، لکه هیرویین، لکه نور مخدره مواد، بېهوشه یې کړي، بېزاره یې کړي او د ځانه یې بېګانه کړي، ځان هم په برباد کړي او نور انسانان هم په برباد کړي.

جنګ، وروره! د پردو د اهدافو دی، لکه ما چې د مخه وویل، که امریکا په افغانستان کې خپل هدف ته رسېدلې وي چې اډې یې ترلاسه کړې نو اوس باید موږ ته سوله راولی او که خپل هدف ته نه وي رسېدلې نو خدای تعالی دې زموږ سره کومک شي چې موږ د بلې لارې ځان ته سوله راولو او پاکستان ته زما وینا دا ده چې وروره! تر ډیورنډ څوک در تېرېږي نه په افغانستان کې! او خپل خارجي سیاست موږ تاته سپارلای نه شو! نې د هند په حصه کې در سپارلای شو، نې په بله حصه کې در سپارلای شو خو دوستي درسره کوو! رابطه درسره ساتو! ورور مو یې! ورورګلوي مو راسره وکړه په دوستۍ دې خوشاله یو!

ایازی: رئیس صاحب! شما خودتان، شما شخصاً گفتید و این را تایید کردی که ایران به میلیونها دالر برای حکومت شما و خود ارگ میداد، هیچ کشور به میلیونها دالر بدون یک توقعی متقابل نمیدهد، ایران چه میخواست در مقابل ازین؟

کرزی: ایران به دفتر ریاست جمهوری در همین دوازده- سیزده سال شاید پنج- شش دفعه کمک نقدی کرده باشد و ان کمک نقدی یک زمانی، در روزهای اول برای مدد معاش استعمال میشد، پسان برای موارد دیگر استعمال شد و کمکی بود که بسیار به درد دفتر ما خورد و از او ما بسیار تشکر میکنیم.

ایران همچنین برای بازسازی افغانستان کمک کرده، خط رئیل از سرحد ایران به هرات وصل میکند و کارش بسیار پیش رفته، ایران مددها و کمکهای دیگر به باز سازی افغانستان کرده، ازین ما بسیار تشکر میکنیم.

ایران طبعاً مثل هر همسایه دیگر در افغانستان منفعتهای دارد.

ایازی: چه است منفعتهایش؟

کرزی: هر همسایه منفعتی که ما داریم انها هم دارند ولی ایران هیچ زمانی در افغانستان برای تفرقه حکومت کوشش نکرده، ما شاهد ازین هستم که این کار نشده بلکی شما میبینید که متاسفانه امروز در جهان اسلام تفرقهای مختلف در کار است، در کشورهای مختلف جهاد اسلام، ولی افغانستان ازین ناحیه مطلق مصئون مانده و متحد و در اتفاق بوده.

ایازی: به نظر شما، اگر به حکومتداری سیزده سال سابقهء شما، شما خود تان یک فکر کنید دوچیز عمده مهمیکه شما باید انجام نمیدادید چه خواهد بود؟

کرزی: خوب بعض چیزها بود که در جریان کار فهمیدیم که باید باو وسعت و ترتیبی که ما آغاز کردیم نمیشد مثلا: سیستم بازار آزاد، باو کامل بودن آزادیش به درد افغانستان نمیخورد، افغانستان باید یک اقتصادی داشته باشد که در او دولت نقشی داشته باشد و نقش رهبری داشته باشد و نقش تطبیق داشته باشد، زمانیکه ما متوجه شدیم، اقداماتی کردیم و اصلاحاتی آوردیم و این اصلاحات امیدوار هستیم که حکومت جدید ما از طرف رئیس صاحب جمهور جدید و رئیس اجرائیه و برادران اینها تطبیق شوند و رئیس جمهور اگاه است از اقتصاد و دانسته است در این مورد، مطئنم که داکتر صاحب اشرف غنی رئیس جمهور ما درین مورد کار میکند.

و مشکلات دیگر که ما خصوصاً درین سیزده سال داشتیم و متوجه شدیم که باید اصلاح شود و از طریق اصلاح قانون اساسی، تعدیل در قانون اساسی اصلاح شود، این درست است که مثلاً یکی از کسانیکه تاکید براین میکرد که شورا باید قابل انحلال نباشد ما بودم.

اینکه شورای افغانستان میاید ومیرود و قابل انحلال نیست این کار ماست که یک کار درست است ولی، اینکه وزیری افغانستان به شورا برای تائید میرود، درست است اینرا خوش داریم

اما باز برطرفی وزیر ازطرف شورا درست نیست، اینرا متوجه شدیم که باعث سکتګی عظیمی در کار دولت میشود و وزیران ما وفاداری دوګانه پیدا میکنند، مجبور هستند که هم رئیس جمهور را خوش بسازد و هم شورا را خوش بسازد و هم هر کس د یګری را، این باعث مشکلات جدی در کار و پیشرفت وزارتها میشود.

موضوعی بسیار مهم دیګر، معرفی رئیس امنیت ملی افغانستان برای تائید شورا نادرست است، اینرا ما در اول متوجه نبودیم، نباید که رئیس امنیت ملی ما با تعاملات سیاسی مواجه شود، رئیس امنیت ملی باید مطلق مستقل باشد و زیر امر رئیس جمهور باشد و فشارهای سیاسی از هیچ طرف سرش نباشد.

و ستره محکمه معرفیش به شورا باعث مشکلات میشود، به همین ترتیب بعض مسایل دیګر در قانون اساسی ما داریم که باید تعدیل شود و امیدوارهستیم که وکیل صاحبها و ولسی جرګهء ما این مشکلات وطن را که باعث ایجاد مشکلات به وطن میشود اینها با هم یکجا زمانیکه قانون اساسی به تعدیل میرود این مسایل حل کرده باشیم و مشکلات دیګری که ما همه اش به خاطر آورده نمیتوانم ما داشتیم و از تجربهء کار پیدا کردم روزی به بحث بنشینیم باز ما انها را میتوانم به رېیس جمهورما بیان کنم.

ایازی: زما وروستی سوال، رئیس صاحب! پنځوس- سل کاله بعد، چې مکتبونو کې کوشنیان تاریخ وایي، د افغانستان تاریخ د افغانستان د حکومت تاریخ دی، موږ و تاسي په مکتبو کې لوستی و، دغه ماشومان چې ستاسو د دا دیارلس کلنې دورې په باره کې تاریخ لولي، څه شی به پکښې نوشته وي ستا په باره کې، چې حامد کرزی څوک و؟ څه یې کړي دي څه یې نه دي کړي؟

کرزی: نو تاریخ خو به د هر حکومت او د هر انسان په باب ښه و بد لري، په ما کې ښېګڼې وې، په ما کې عېبونه هم وه، نو زما په حکومت کې کامیابۍ وې، زما په حکومت کې نمګړتیاوې وي، زما په حکومت کې ناکامۍ وې، دا به ټول تاریخ ثبتوي خو که مطلب د کامیابۍ وي، زما کامیابي ډیره لویه وه، د تعلیم و تربیې وده وه په افغانستان کې.

ایازی:

ستاسو په باره کې به څه شي وایي تاریخ؟

کرزی:

شخصاً زما په باره کې؟ نو خو زما پر کړنو به یې کوي، نو زما کړني به زما د شخص توصیف کوي.

ایازی: کرزی صاحب مدبر سړی وو؟

ښه داسې؟ ملایم سړی و او افغانستان یې د ټولو افغانانو کور کړ، د ټولو افغانانو د خلکو په ژبه و په رواج پوه و، ورسره اخته و او ډب یې نه کاوه، دربار یې نه درلودی، تعلیم ته يې وده ورکړه، ملي وحدت شو، ډیموکراسي، ازادي د بیان، ډیموکراسي او آزادي د بیان، لکه د مخه چې مې وویله، دا صرف او صرف د افغانستان دخلکو لاسته راوړنه ده، په دې کې هیڅ خارجي مرسته نه ده کړې، پېسې راغلي دي دې مسلې ته، خو هغه پېسې د ډیموکراسۍ پر خلاف استعمال شوي دي، انتخابات مو کړي دي او په انتخاباتو کې پردو لاس وهلی دی او زموږ د انتخاباتو د بدنامولو باعث شوي دي، نو ډیموکراسي او آزادي د بیان او دغسي نور مسایل، چې دلته سیاسي بندي نه و، دلته کامله آزادي وه، راشه درکړه وه، د دنیا سره په ارتباط کې شوو، په ټوله دنیا کې مو بیرغ ورپېدی او مملکت دوباره مشهوره شو، په دنیا کې په ښه نظر ورته ګوري، دا ټول هغه مسایل دي چې یادیږي به ان شاالله تعالی، بیرته راټول شولو، هیواد شو، ټینګ شولو، حکومت شو، نظام شو، بیرغ شو.

ایازی: کور دي ودان

کرزی: مننه، مننه

مرکچي: اکبر ایازی، د آزادۍ او مشال راډیوګانو رییس.

۲۵/۸/۱۳۹۳

یکشنبه – ماشام ۵ بجې، تکرار یې دوشنبه- سهار پر ۸ بجې خپره شوه.

ترتیب او ایډیټ: نورولي سعید شینواری

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۲) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۹\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *