پلاټ په کیسه کې پېښې ترتیبوي او د پېښو ترمنځ اړیکیتايي لیکه ده، خو دا پېښې به له یو بل سره تړلې وي او کیسه به اغېزمنوي.
پلاټ د کیسې زړی دی، که په کیسه کې پلاټ نه وي، کیسه نه بللل کیږي، پلاټ پېښو ته منطقي تړاو ور کوي او که خیالي مسله هم وي، لوستونکی یې په منلو باوري کوي. بل دا چې د همدې پلاټ له مخې تلوسه پیدا کیږي او لوستونکی پوښتي چې داسې ولې وشول او څه به کیږي.
له انتوان پاولوویچ چیخوف مخکې کیسو تړلی پلاټ درلود، خو نوموړي پخپل نوښت سره پرانیستی پلاټ هم د داستاني ادب برخه کړ او اوس پلاټ په دوه ډوله دی، تړلي پلاټ او پرانیستي پلاټ
۱ – تړلی پلاټ: په تړلي پلاټ کې د پېښو ساختګي یا لاسجوړ نظم په طبیعي نظم برلاسی وي، خو پېښې له یو بل سره تړلې او لوستونکي ته د منلو وي، په پای کې غوټه پرانیستل کیږي او نتیجه لري، لکه د ادګر النپو او ګیدو موپاسان کیسې.
۲ ـ پرانیستی پلاټ: په پرانیستي پلاټ کې پېښې په منطقي ډول وي، خو تر ډېره غوټه نه خلاصیږی یا داسې ښکاری چې غوټه خلاصه شوې نه ده. په دې کیسه کې لیکوال هڅه کوي ځان ډډې ته وساتي او داسې وښيي، چې کیسه یې بې لاسوهنې او بې پرې کاږلې ده. د کیسې په پای کې ځینې پوښتنې بې ځوابه پاتې کیږي او لوسوتکی په خپل سوچ او غور سره ځواب ور کوي.
د تړلي او پرانیستي پلاټ توپیر
په تړلي پلاټ چې کومې کیسې لیکل کیږي، حیرانوونکی پای لري. د کیسې موضوع له پیله یو ډول غوټه سپړل ښيي، خو کیسه په پای کې ناڅاپه بدلیږي او په بې انتظاره لوري پای ته رسیږي د ګي دي موپاسان ډېری لنډې کیسې دا ډول پای لري او د تړلي پلاټ بنسټګر بلل کیږي.
د انتوان چیخوف ځینې کیسې هم ورته پای لري، مننه او شرط لنډې کیسې یې ښې بېلګې دي.
په مننه کې د ماشومانو پلار په یوه او بله پلمه د خپلو بچیانو له پالونکې د دوو میاشتو تنخا کموي. ښوونکې وايي، د میاشتې یې څلوېښت روبل ور سره کړي باید د دوو میاشتو اتیا روبل ور کړي، خو د ماشومانو پلار وايي، چې د میاشتې یې دېرش روبل ور سره کړي دي.
ـ ما او تا سره منلې وه چې د میاشتې به دېرش روبل درکووم.
ـ نه! څلوېښت روبله.
ـ نه ما یاداښت کړي دي، زه تل د ماشومانو پالونکي ته دېرش روبل ور کووم…. ښه…. تاسو دوه میاشتې زما سره کار وکړ.
ـ دوه میاشتې او پنځه ورځې.
ـ ټیک دوه میاشتې…. ما یاد نیولی دی…. دا شپېته روبل کیږي….
وروسته هم په یوه او بله پلمه پیسې ترې کموي او ۱۳ روبله ورته نیسي، ښوونکې (یولیا واسیلي یوانا) هم ورته وايي، مننه!
د ماشومانو پلار یې پوښتي
ـ مننه د څه لپاره؟
ـ د پیسو لپاره
ـ ما خو دوکه کړې. په شیطان لعنت، ومې لوټلې، په ښکاره مې غلا در نه وکړه!(مننه!) د څه لپاره؟
ـ له دې مخکې مې چې هر چرته کار کړی دی، همدومره یې هم نه راکولې.
لوستونکی فکر کوي کیسه په دې ډول پای ته رسیږي، خو د اټکل اپوټه موضوع بدلیږي او بل ډول پای مومي، د ماشومانو پلار وايي:
ـ ستنولې یې؟ د تعجب خبره نه ده! وګورئ، تراوسه مې له تاسو سره ټوکه وکړه، نیت مې و چې تریخ درس در کړم… تاسو ته اتیا روبل در کووم…. ټول په هغه پاکټ کې دي چې ګورئ یې! خو افسوس په هغه چا چې دومره بې لاس و پښو شي! ولې اعتراض نه کوئ؟ ولې خاموش کیږئ؟ زموږ په دنیا کې ولې انسان ممکن ده، ترخه ژبه ونه لري؟ ولې ممکنه ده دومره کمزوری وي؟
په شرط لنډه کیسه کې هم د وکیل او بانکوال د پنځلسو کلونو شرط پوره شوی وي، بانکوال مجبور وي سبا دوولس بجې دوه میلونه روبل وکیل ته ور کړي، خو زړه یې نه غواړي د شپې هڅه کوي چې وکیل ووژني. په چوپه چوپتیا کې کوټې ته ور شي، خو وکیل چې پنځلس کاله مخکې دوه میلیونه روبل ورته لوی ارزښت درلود، له کلونو مطالعې وروسته مادیاتو ته هیڅ ارزښت نه ور کوي، اوس ویده وي مخ ته یې کاغذ اېښی وي او په هغه لیکلي وي چې د شرط لپاره یې بند پوره کړ، خو اوس هغه پنځلس کاله پخوانی وکیل نه دی، سبا به له شرط پوره کېدلو یوه دقیقه مخکې وځي او په دې ډول به بانکوال شرط ګټي.
بانکوال د وکیل له وژلو او چرته پټ ښخولو تېر شي، سبا یې نوکر ورته راشي او ورته ووایي چې وکیل ووت.
په پرانیستي پلاټ لیکل شوې کیسې پای نه لري یا داسې ښکاري چې پای ته رسېدلې نه دي او دا ډول پای ته ویکتور شلکوفسکي ( بې هیڅ) پای وايي. په دغه پای کې د کیسې کشمکش په لوستونکي کې دا انتظار پیدا کوي چې غوټه ډراماټیکه خلاصه شي، خو په بدل کې بې اوجه او بې هیجانه پای وي او کشمکش له کوم خاص دلیل پرته پای مومي.
رڼګانې اوږده کیسه هم پرانیستی پلاټ لري، پای یې هم نامعلوم یا بې هیڅ پای دی.
په دې کیسه کې د انجینر انانیف او کیسوچکا مینه او د انانیف او د هغه د شاګرد ترمنځ د پنا او پایښت بحث وي، سهار ترې ډاکټر روانیږي، له دوی سره مخه ښه وکړي، په اس سپور شي او وايي:
ـ او کله مې چې اس په متروکه وواهه، د پټلۍ په غاړه مې چارګام کړ، کله مې چې لږ وروسته په مخ کې هیڅ نه و، خو یواځې بې پایه تیاره دښته او د سړو وورو پوښلی اسمان و؛ هغه مسلې مې بیا یاد ته راوړې چې د شپې مو بحث پرې کړی و. زه په ژور سوچ کې تللی وم، چې لمر سوې دښته، لایتناهي اسمان، د څېړیو ځنګل، په افق کې تیاره او نامعلوم واټن داسې ښکارېدل لکه چې ماته وايي:( هو! په دې دنیا کې د کوم شي معنا او مفهوم نشته.)
لمر ختلو….
پای
له واړه سپي سره مېرمن لنډه کیسه هم پرانیستی پلاټ لري او بې پایه ده.
د دې کیسې کرکټرونه دیمیتري دیمیتریچ ګوروف او د هغه ملګرې(انا سرګیونا) د رخصتي لپاره یالته ته لاړ وي، دواړه واده شوي وي، خو ګوروف له مېرمنې او انا سرګیونا له خاوند پرته دې سیمې ته تللي وي، هورې سره اشنا او مین شي. دواړه د دیدن لپاره د یو او بل ښار ته ورځي، چې خپلې کورنۍ پرې خبرې نه شي، خو د دې کیسې پای داسې وي چې څرګنده نتیجه نه لري.
ـ بس کړه، زما ښایستې، ودې ژړل، بس کړه…. راځه اوس فکر وکړو او یوه لار پیدا کړو.
وروسته یې څه مهال سلا مشوره سره وکړه او خبرې یې دا وې چې څه ډول له پټېدلو، چل او په مختلفو ښارونو کې له ژوند کولو، بې پایه او ځورونکي بېلتون ازاد شي او ځانونه له نه زغمېدونکو محدودیتونو وژغوري.
ـ څنګه؟ څنګه؟
ګوروف په لاسونو سر کېکاږه او بیا بیا یې ویل – څنګه؟ څنګه؟….
داسې ښکارېدل چې له لږ فکر وروسته به حللار وموندل شي، هغه وخت نوی، ښکلی او بې دوکې ژوند په مخ کې لري، خو دواړو ته ښه روښانه وه چې تراوسه د دې سختیو پای ته اوږدې لارې پاتې دي او خورا سخت او پېچلی کار اوس تازه پیل شوی دی.
دا پای هم لوستونکی له څو پوښتنو سره مخ کوي، دواړه یو بل سره پرېږدي، له یو بل سره واده کوي، که به خپلو کورنیو ته ځانونه د مینو په ځای ملګري او دوستان ور پېژني.