۱۳۹۳/۱۲/۵
د میدان وردګو ولایت یو تن دیني عالم او قومي مشر مولوی شرین تېره شپه د نوموړی په کور کې نامعلومو کسانو په ډزو سره ټپي کړی دی .
وسله وال کس تېره شپه د نوموړی کور ته چې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند د چهار راهي قمبر ته څېرمه دی، ورغلی او پر نوموړی یې ډزي کړي،چې د بدن د سینې په برخه کې ټپي شوی دی .
مولوی شرین اوس مهال په کابل کې د ایټالیویانو په بېړني روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیا پالوونکو یې وضعه هم د ډاډ وړ بللې ده .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي پر دیني عالم یاد برید په کلکه غندلی ،د هغه پر ټپي کیدو یې خواشیني څرګنده کړې او نوموړي ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې .
مولوی شرین د جهاد پر مهال د جمیعت اسلامي افغاني نظامی قوماندان وو او اوس مهال د افغانستان د علماؤ د سرتاسري شورا د غړیتوب ترڅنګ یې د میدان وردګو په ولایت کې قومي چارې پر مخ وړې .
تر دې وړاندې د سولې دښمنانو له لورې د میدان وردګو شورا مولوی عزیزالرحمن صدیقي باندې هم چاودنه شوې وه،چې له امله یې نوموړی او یو زوی یې ټپیان شول.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر