تاند- په افغانستان کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي چې ممکن پر دغه سفارت د پر له پسې بریدونو هڅه وشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حملې دقیق وخت، هدف او د برید د ډول په اړه څه نه شي ویلی.

په خبرپاڼه کې راغلي:«د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په پای کې سختدریځو په کابل ښار کې پر ناڅرګندو ځایونو د ګڼو حملو پلان جوړ کړی دی.»

وروسته له دې چې د امریکا په ګډون نړیوالو ځواکونو د ۲۰۱۴ کال په پای کې په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه توقع کېده چې طالبان به ناامنۍ زیاتې کړي.

پر طالبانو سربېره په وروستیو ورځو کې د عراق او شام د دولت غړي (داعش) هم په افغانستان کې فعال شوي چې تر طالبانو هم افراطي او سرزوري دي.

ویل کېږي چې د دوشنبې په ورځ د زابل ولایت په شا جوۍ ولسوالۍ کې ۳۰ تنه بې ګناه مسافر دې ډلې له بسونو کښته کړي او برمته کړي دي.

3 thoughts on “د امریکا سفارت د طالبانو د حملې په وړاندې خبرداری ورکړی”
  1. ډیر ښه کار دی دا ځکه چی همدی امریکی امپریالستی نظام اعلان وکړ چی د ۲۰۱۵ کال له جنوری څخه بیا طالب زمونږ دښمن نه دی الله پاک دی وکړی چی سفارت یی ورته یو ځل بیا دړی وړی کړی

  2. أمريكا او دامريكي سفارت هم كرنه كوي اوهم ريبنه ؟
    هم طالبانوته بلان جوروي او هم هدف وركوي .اوهم بيا نيمه خبر وركوي .
    نيمه خبر داجه خه وخت اوجيرته طالبان عمل كوي هغه نه أفشا كوي جه مخنوي ءي وشي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *