د يادې ټولنې مسؤلينو دولت او نړيواله ټولنه د ماشومانو په نه روزنه او دوی ته د ژوند د اسانتياو په نه چمتو کولې کې پړه وبلله.
بل پلو د بشر د حقونو ځايي مسؤلين وايي په هلمند کې شاوخوا شل زره ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې دي.
دغه غونډې چې د هلمند مدني ټولنې په نوښت جوړه شوې وه، د لښکرګاه ښار نږدې ۱۱۰ هغه ماشومان هم ورته رابلل شوې ول چې په لاسونو کې د فقر او د پلاسټيک ټولولو کڅوړې ورسره وې.
د هلمند مدني ټولنې مشر دولتي اداره تورنه کړه چې په دې ولايت کې يې د ماشوم د روزنې او دوی ته د ژوند د اسانتياو د چمتو کولو په پلمه لسګونه نمايشي غونډې جوړې کړې خو تر اوسه يې د يو ماشوم په ژوند کې هم بدلون نه دی راوستی.
سردار محمد همدرد وويل: ((موږ په هلمند کې زرګونه ماشومان لرو چې د کورنۍ سرپرستان نه لري، يا هم په ښار او لارو کوڅو کې فقر کوي او يا هم شاقه کارونه کوي، تر اوسه حکومت او نړيوالې ټولنې زموږ ماشومانو ته پاملرنه نه ده کړې تش په نامه غونډې يې جوړې کړي دي او د ماشوم پر سر يې ميليونونه افغانۍ خپلو جېبونو ته واچولې)).
يادې غونډې ته د هلمند د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون مشر بلال صديقي هم راغلی و، ده په خپلو خبرو کې وويل؛ په هلمند کې شل زره ماشومان د زده کړو له حقوقو بې برخې دي، نوموړي دا هم وويل په روان کال کې په هلمند کې ۱۵۶ماشومان وژل شوي او ټپيان شوي دي چې ۵۹ شهيدان شوي او ۹۷ ژوبل شوي دي.
نوموړي سره له دې چې د هلمند مدني ټولنې د دغه نوښتي ګام ستاينه وکړه له دولت او نړيوالې ټولنې کلکه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو روزنې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
په دغه غونډه کې د هلمند پوهنتون استادانو او د پوهنې رياست مسؤلينو په خپلو خبرو کې هغه ماشومان چې چاودلې پښې او وچې شونډې په لارو کوڅو کې فقر کوي د خپلې ټولنې سوچه انځور ياد کړ، د هلمند پوهنتون استادان په دغه ولايت کې ماشوم ته پاملرنه نه کول د اړونده ادارو بې غوري وبلله خو د پوهنې رياست مسؤلين بيا کورنۍ ګرموي چې د خپلو اولادونو زده کړې او روزنې ته پاملرنه نه کوي.
غونډې ته ټولو راغلو مسؤلينو له دولت او نړيوالې ټولنې کلکه غوښتنه وکړه چې د ماشومانو لپاره دې نورې نمايشې غونډې نه جوړوي بلکې په عملي ډول دې د دوی زده کړې روزنې او د ژوند نورو برخو ته پاملرنه وکړي.
داسې ښکاري چې په هلمند کې ورځ تر بلې په ښار او کوڅو کې د هغه ماشومانو شمېره ډېريږي چې فقر کوي او يا هم شاقه کارونه کوي، د هلمند مدني ټولنې په نوښت د ماشومانو د حقوقو د ملاتړ غونډې ته داسې تنکۍ ماشومان راغلي ول چې له يخنۍ رېږدېدل خو دوی په تنکۍ ژبه خبريالانو ته وويل چې د ډوډۍ پيدا کولو په خاطر په شنه سهار له کوره راوتلي دي.
يادې غونډې ته د لښکرګاه ښار شاوخوا ۱۱۰ تنه هغه ماشومانو راغلي و چې په فقر او شاقه کارونو بوخت دي.
ياده دې وي چې د غونډې په وروستيو کې د هلمند مدني ټولنې لخوا راغلو ماشومانو سره نغدي مرسته هم وشوه.