توریالی ویسا

خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-٦

کندهار، افغانستان- د کندهار سرپرست والي د امنيتي غونډي په ترڅ کي ددغه ولايت د امنيت په سمون کي د افغان امنيتي ځواکونو هلي ځلي د پوره ستايني وړ وبللې او ورځ تر بلي د امنيت سمون يې د دوی د هلو ځلو نتيجه وبلله.

ياده امنيتي غونډه چي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه، د کندهار امنيه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق، د ملي امنيت رئيس بريد جنرال عيسی محمد، د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد  حميد او د يو شمېر نورو امنيتي ځواکونو مسوولينو پکي برخه لرله.

د غونډي په ترڅ کي د کندهار سرپرست والي د امنيتي ځواکونو هغه هلي ځلي چي د دغه ولايت د امنيتي حالت د سمون په موخه يې تر سره کړي د زياتي ستايني وړ وبللې او يادونه يې وکړه چي کندهار هم د نورو ولايتونو په څېر پوځي تجهزات او اکمالات لري خو د خوښۍ ځای دی چي اوس د کندهار امنيت تر ډېره ډاډمن سوی، کندهار د يوه با امنه ولايت په توګه پېژندل کېږي چي  دا د امنيتي ځواکونو د همږغۍ نتيجه ده.

د امنيتي غونډي په ترڅ کي د بولدک ولسوالۍ له افغانستان بانک څانګي څخه د څو ميليونو افغانيو د لوټلو موضوع د څېړلو په موخه د کندهار د مرکزي بانک مدير هم رابلل سوی و چي کندهاروالي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ته يې د ياد بانک په اړه معلومات ورکړل.

د کندهار سرپرست والي امنيتي ځواکونو او نورو اړوندو مسوولينو ته جدي سپارښتنه وکړه چي د بانک ياده موضوع په پوره غور او دقت تعقيب کړي تر څو ددې ډول ناوړه پېښو څخه مخنيوی وسي او تر څنګ يې د اوسنۍ موضوع عاملين هم وموندل سي.

د کندهار امنيه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق وويل، پوليس او نور امنيتي ځواکونه ټول په دې هڅه دي چي امنيتي حالت نور هم سم او ډاډمن سي او امنيتي ځواکونه اوس ددې وړتيا لري  چي د خپلي خاوري دفاع په خپله وکړي او دښمن پرينږدي چي خپل غير اسلامي او غير انساني اعمال تر سره کړي.

د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالحميد حميد امنيتي غونډي ته د افغان ملي اردو سرتېرو د هغو لاسته راوړنو يادونه وکړه چي دتېري اوونۍ په اوږدو کي درلودلي وي نوموړي  زياته کړه چي د کندهار ولايت د ميوند، ژړۍ او خاکرېز ولسواليو په يو شمېر سيمو کي يې د عملياتو پر مهال د وسلوالو مخالفينو د وسلو د پټنځايونو د کشفېدو تر څنګ ۱۲ تنه وسلوال وژلي چي د وسلوالو طالبانو څو تنه مشهور قوماندانان هم پکي شامل دي او يو شمېر يې نور ژوندي نيولي، هغه همدارنګه وويل  چي د يادو عملياتو په ترڅ کي يې څلور موټرسايکلونه او شپږ تنه وسلوال ژوندي او څلور تنه نور شکمن کسان هم نيولي دي او تر څنګ يې د وسلوالو طالبانو يو قوماندان هم نيولی دی چي د لومړنيو معلوماتو له مخي نوموړي کس له زياتي مودي راهيسي د وسلوالو د يوه ګروپ مشري په غاړه لرله.

د سرحدي ځواکونو استازي هم په خپل وار سره غونډي ته د خبرو په ترڅ کي يادونه وکړه چي د ځواکونو له خوا يې د کندهار په يو شمېر ولسواليو کي د عملياتو پر مهال زياتي لاسته راوړني درلودلي دي، نوموړی زياتوي چي ياد عمليات يې د حوت يا کب مياشتي پر اوومه نېټه پيل کړي چي لا هم دوام لري. دی زياتوي، په کومو سيمو کي چي عمليات تر سره سوي او د وسلوالو له شتون څخه پاکي سوي سمدستي په هماغه سيمه کي د امنيتي ځواکونو اووه پوستي ځای پر ځای سوي او د سيمي امنيتي حالت ډاډمن سوی دی.

همدارنګه د ملي امنيت د منسوبينو له لوري دوه تنه د وسلوالو مخالفينو قوماندانان د امان الله او رحمت الله په نوم نيول سوي او ۲۲ تنه نور تروريستان چي په کندهار ښار او ولسواليو کي يې د تخريبي پېښو په ترسره کولو کي لاس درلود نيول سوي دي چي له يادو کسانو څخه دوه ميله کلاشنکوفونه، دوه ميله توپنګچې او يو شمېر نور مهمات تر لاسه سوي دي.

د سولي شورا رئيس حاجي عطا محمد احمدي وويل، د سولي پروسه په ډېري چټکۍ سره مخ په وړاندي روانه ده او له ښه مرغه د سولي پروسې ته خلک خوشبين دي.

د امنيتي غونډي په ترڅ کي د کندهار ښاريانو پر يو شمېر هغو ستونزو چي د ولايت مقام د شکاياتو پر شمېره يې ثبت کړې وې، هم خبري وسوې او ورته د حل په موخه د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا له خوا اړوندو کسانو ته سپارښتني وسوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *