تاند- د سکاټلنډ د ټیم کیپتان وايي چې د استرالیا دونیدین ښار د دوی د خپل هیواد په شان دی ځکه د لوبې د ګټلو چانس لري.
افغانستان تراوسه دوې مسابقې کړي. دواړه مسابقې یې پر بنګله دېش او سریلانکا بایللي خو له سریلانکا سره د افغانستان لوبې ډېرو ته حیرانوونکې وه.
د سکاټلنډ د کرکټ ټیم کیپتان اټکل کوي چې له افغانستانه به یې مسابقه ډېره له چلینجه ډکه وي.
پیرسټن مامسن وویل، دواړو ټیمونو تر دې مخکې څو ځلي له یو بل سره مسابقې کړي او یو بل ښه پېژني خو سبانۍ مسابقه به له تېرو هغو سره توپیر ولري.
مامسن ویلي چې د ټیم لپاره یې دا ډېره مهمه ده چې له افغانستانه سیالي وګټي.
دا درېم ځل دی چې سکاټلنډ د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې ګډون کوي خو په درې واړو کپونو کې یې هیڅ لوبه نه ده کټلې.
افغانستان د سکاټلنډ په پرتله په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د لومړي ځل لپاره تجربه کوي. خو که د افغانستان تېرو دوو مسابقو ته وکتل شي، ګومان کېږي چې افغانستان به سکاټلنډ ته ماتې ورکړي.
همداراز کګه د افغانستان او سکاټلنډ تېرې مسابقې په پام کې ونیول شي د افغانستان د بري چانس زیات ښکاري.
افغانستان او سکاټلنډ تراوسه پوري په خپل منځ کې ۸ یو ورځینۍ مسابقې کړي چې۳ یې سکاټلنډ او ۵ افغانستان ګټلي دي.
خو د سکاټلنډ کیپتان وايي، دا ځل وضعیت فرق لري.
پیرسټن مامسن فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، ټیم یې تل له افغانستان سره په متحده عربي اماراتو کې مخامخ شوی دی چې افغان لوبغاړي پکې تمریني لوبې کوي او زیات افغانان یې نندارې ته راځي.
د مامسن په باور د استرالیا په دونیدین ښار کې شرایط بل ډول دي او سکاټلنډ پکې په زرګونو پلویان لري.
دونیدین داسي ښار دی چې اصلي اوسېدونکي یې له سکاټلنډه ورته راغلي.
د ده په وینا سبا ښايي سکاټلنډي لوبغاړي داسي لوبه وکړي لکه په خپله خاوره کې چې یې کوي.
له بلې خوا د دونیدین ښار هوا د سکاټلنډ هوا ته ورته والی لري.
د هوا پېژندني له اټکل سره سم به سبا د دونیدین ښار هوا معتدله وي، پوست باد به پکې چلېږي.