تاند- ملګروملتو د افغانستان په محبسونو او توقیف ځایونو کې له بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې په اړه نن په یوه راپور کې وویل چې په دې برخه کې یوه څه ښه والی راغلی دی.

په کابل کې د ملګروملتو د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په توقیف کې له بندیانو سره د ناسم چلند او د هغوی د شکنجې د بشپړه پای ته رسولو لپاره د افغانستان د نوي حکومت د ژمنې هرکلی کوي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي نیکولاس هایسم له قوله ویل شوي:«د شکنجې او ناوړه چلند د مخنیوي لپاره د افغانستان د حکومت هلې ځلې ښيي چې په تېرو دوو کلونو کې یو څه پرمختګ شوی دی. که څه هم زه د نوي حکومت له لوري دې ډول اقداماتو ته د فوري توجه هرکلی کوم. خو لا هم نور کار ته اړتیا شته.»

د شکنجې د پای ته رسولو په اړه د افغانستان د حکومت په ملي پلان کې د قانوني اصلاحاتو، د شکنجې ضد نړیوال کنوانسین د اختیاري مسودې (پروتوکول) تصویبول، د شکنجه شویو کسانو درملنه او ناوان ورکول او دوی ته د زده کړې او ظرفیت د لوړولو لپاره د پروګرامونو جوړول، په عام کلتور کې د شکنجې بې باوري کول، د شکنجې د مخنیوي هلې ځلې او د دې تجویز شوي ملي پلان د تطبیق څارل شامل دي.

یوناما وايي چې د دوو پخوانیو راپورونو په پرتله دا راپور څرګندوي چې د هغو بندیانو په فیصدي کې، چې شکنجه شوي او یا ناوړه چلند ورسره شوی، ۱۴ سلنه کمی راغلی دی او د ټولو بندیانو له جملې څخه، چې مرکې ورسره شوي دي، یو پر درې بندیانو سره ناوړه چلند شوی او یا شکنجه شوي دي.

راپور د ملي امنیت ریاست، ملي پولیسو، سیمه ییزو پولیسو او ملي اردو له لوري په ګڼو توقیف ځایونو کې د تحقیق په مهال له بندیانو سره د ناوړه چلند او شکنجې یادونه کړې ده.

یوناما له افغان بندیانو سره د امنیتي اورګانونو د شکنجې ۱۶ ډولونه په ګوته کړي دي: لکه پر کېبلونو، پلاستیکي پایپونو او لښتو وهل، ځړول، برقي شاک او تقریباً زندۍ کول شامل دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر زید راد الحسن وویل:«شکنجه سخت جرم دی، شکنجه هیڅ جواز نه لري. موږ داسي بېلګې لیدلي دي. شکنجه ملي امنیت ته تر ګټې تاوان زیات لري.»

One thought on “ملګروملتو د بندیانو د ځورولو په برخه کې د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه”
  1. موږ فه وار وار دا اسار کړی چی بندیان باید شکنجه نشی چی بد تر عواقب لری ځکه هر بندی چی خوشی شی داسی عمل کوی چی هیڅوک یی بیا تمه نشی کولی داډیر بد عوقب لری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *