تاند- د ترکیې د انقرې راډیو نن وویل، د عراق د ولسي جرګې د ملي امنیت او دفاعي کمیټې ریس حاکم الزمیلي ادعا کړې چې د عراق امنیتي ځواکونو د بریتانیا دوه الوتکې، چې داعش ته يي وسلې وړلې، ویشتي دي .
د حاکم الزمیلي ادعا د ایران او امریکا په رسنیو کې په پراخه پیمانه منعکس شوې ده.
د ده له قوله ویل شوي چې د بریتانیا دوه پوځي الوتکې، چې داعش ته يې وسلې وړلې، د عراقي ځواکونو لخوا د الانبار ولایت په مربوطاتو کې ویشتل شوي دي.
نوموړي ویلي دي چې د بریتانیا د ویشتل شوو الوتکو عکسونه د ولسي جرګې د امنیت او دفاعي کمیټې لاسته ورغلي دي.
د عراق ولسي جرګې په دې مسله کې د بریتانیا له حکومته د معلوماتو غوښتنه کړې ده .
نوموړي خبري رسنیو ته ویلي چې د الانبار د امنیتي ځواکونو او خلکو لخوا د سیمې د امنیت په اړه وخت په وخت دوی ته خبر ورکول کیږي.
همدا راز نوموړي د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې لیکلي دي چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو الوتکو د داعش تر کنټرول لاندې په سیمو کې وسلې غورځولي دي.
نوموړي ویلي دي چې امریکا غواړي چې د کربلا او بغداد ښارونه چې د الانبار سره نږدې پراته دي په دوزخ بدل کړي دي.
نوموړي ادعا کړې ده چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په سیمه کې د داعش د بقا په خاطر له هغوی سره د جګړې په پلمه د وسلو مرستې کوي.
همداشان امریکايي رسنیو د یوه بل عراقي چارواکي له قوله لیکلي دي چې د عراق اردو د داعش تر کنټرول لاندې سیمو په نیولو سره په سیمه کې د امریکا، اروپا او اسراییلو ساخت وسلې او مهمات موندلي دي.
يا الله دنړی بيوزلو هيوادونو سره مرسته وکړی ،يوخت به دامريکا په ضد شعارونه ورکول کيدل چی مرګ پرامپرياليزم ايا داثابته نشوه چی دايو وا قيعت وه او دی ،په افغانستان کی دهلمند اوکندهار څخه چورلکو يا (هيليکپترو) دشمال ولاياتونوته طالبان نه انتقالول ؟اومحترم کرزی به ناری او سوری وهلی چی زه د جمهورريس په توګه خبر نيم چی ولی داطياری دشپی پروازونه کوی او څه انتقالوی دده خبروته چا اهميت ورنکړ .اوس دادی غټ ثبوت چی داعش ته څوک سلا ورکوی اوس نو نور څه غواړی .
ههههههه
دابعضی کم عقل اوس نم داسی سوچ وهي چه
په داسی خبرونو به دخلقو ذهنونه واړوه،
هیڅکله نه،
ځکه چه داعش اوطالبان یو حقیقت دی چه سترګی تری نشی پټیدی،
دلنډغرو په داسی اوازو باندی به حقیقي هیڅکله پریشانه نه بلکه نور به خوشحاله سي سي،
تاسو نه وینۍ چه ټول شیعه ګان دسنیانو په ضد سره یو ځاۍ شوې او په سنیانو ظلمونه کوي هیچاته نښکاري اود همدوۍ شاته همدالنډغر ولاړدي وصلی او مهمات ورکوي چه دخپلو موخو لپاره پری سنیان وټکوي،
دیمن حالات موندی هیر چه دشیعه و په ظلمونو چا دایران په مرسته په بیګنا سنیانو روان دي اوشاته یی لنډغر هم ورسره ملاتړي دي…..
هیڅوک دومره ړانده ندي چه په داسب راپورونو به یی دوۍ اوغولوي