هم يې سپين شته او هم نور
په دې ليكنه كې زموږ موخه دا نه ده چې موږ په شعرې ادب كې درنگونو په ډولونو اوكارولو خبري وكړو· لكه غني خان چې وايي· سپين دی د ملا رنگ، سپين دی دريا رنگ، او يا سور او شين او نور· دلته غواړم په يو ه گړنه چې سپين شعر ورته وايي لنډې خبرې وكړم اوهمدارنگه په منثور شعر او د هغو په ځانگړنو څه ووايو ·
سپين شعر خو هغه موزون يا وزن لرونكې شعر دی چې قافيه ونه لري. په انگليسي شعر كې د سپين شعر وزن ايمبيك يا پنځه ستونه دي چې له نورو اوزانو نه د انگلييسي ژبې عادي وزن ته نږدې دي· د بلانك blanks صفت (سپين ناليكلي په مانا) دی چې په دې ډول شعرونو كې دقافيي د خالي ځاې مانا لري· په انگريزي ژبه كې د سپين شعر د لومړي ځل له پاره دارل اوساري چې په ۱۶ پيړی كې يې ژوند كاوه دانه ايد د اثر له پاره وكارول شو· دا اثر د لرغوني روم د شاعر ويژيل اثر دی چي په فارسي ژبه هم د مير جلال الدين کزازي له خوا ژباړل شوی دی· د دې اثر له منځ ته راتللو وروسته دشعر په برخه كې يو ډير مروج قالب وپيژندل شو· د دې اثرلومړی كتاب په دې جملو پيل يږي:
((زه دوسلو اودقهرمانيو دجنگ داستان يارانو ته بيا وايم چې له ملگرو تر مخه يې دبرخليك په امر د تروا له څنډو وشړل شول، ايتايا ته راغلل، سمندرغاړې ته چې هلته لاوينيوم جگ ځوړند دی· ډير وخت وشو چې دهسك اواسماني خدايانو هم په ځمكه اوهم په سمندر د بې رحمه ژونون دقهر اوغضب په اثر په ملنډو وانگيرله ،هم په هماغه ډول د زيات وخت له پاره يې د جگړې رنځونه وليدل، په دي هيله چې وكړای شي خپل ښار جوړ كړي،اوخپل خدايان لا تيوم ته راولي، اوهلته يې ځای په ځای كړي : دلاتين، البيان نژاد بنياد زموږ پلرونه اودروم برجونه د هغو په لوړو (غونډيو ) وو·))
۱·انه ايد ·ويرژيل·ترجمه ی مير جلال الدين كزازي· كتاب نخست ·ص ۲٠ چاپ : مركز ۱۳۶۹
په انگليسې ژبه كې د شكسپير نندارې او د جان ميلتون ((د ورك جنت منظومه ))چې په اولسمه پيړۍ كې هست شو د دې ډول شعر نورې ځلاندې نمونې دي ·
سپين شعر دوروستيو شاعرانو په اثارو لكه دويليام ورد زورث اوكالريج (۱۸ او۱۹ پيړيو كې ) اودتې اس اليوت چې په ۲٠ پيړۍ كې يې ژوند كاوه ، دوام وركړ ·دسپين شعر واحد دمعنايي وحدت په اساس پرته له دې چې دكرښو محدود يت يې وټاكل شي،هر واحديې يو پراگراف بولي ·په فارسې ژبه كې سپين شعر هغه اهنگين شعر ته وايي چې نه خو عروضي وزن لري اونه قافيه اوتر اوسه پوري كومه بريالۍ تجربه په كې نشته · خو داسې مالوميږي چې سپين شعر د بې قافيه شعر په توگه يو ډول شعر دی چې په فارسي كې د جمال الدين واعظ كاشفي تر وخته پورې (دنهمي هجري پيړۍ پای ) كې موجود وو · دا ځكه چې كاشفي دنثر په ډولونو په بحث كې هغه دسَرّجز يا مرّجز نثر يا مسجّع نثر اوويش نه منوونكي بولي ·مرّجز نثر داسې تعريف كيږي :هغه چې وزن لري اوقافيه نه لري ·
منثور شعر Prose poem
هغه شعر ته وايي چې منظوم نه دی اودنثر په توگه ليکل کيږي . منثور شعر دمنظومې په توگه عيني ځانگړني نه لري چي وزن اوقافيه دې ولري . خو دشعر معنوي عناصرو په کارولو سره په خاصه توگه دکلام دمنطقي مفاهيمو چې په مجاز ژبه کارول کيږي .اودهماهنگۍ په عمل سره په فطري توگه شعر دی .
دشاعرانه نثر سره ددې ډول شعر توپير په دې کې دی چې منثور شعر دلنډو کرښو په بڼه رامنځ ته كيږي لکه په يو لړ اوپرله پسی نثر · په دې ډول شعر كې يو ډول شاعرانه حال اوهوا پر شعر حاکمه وي . خو شاعرانه نثر هغه نثر دی چې هلته دنثر حال لکه منطقي اورپوټيز حقايق حاکم وي . اودقافيي اوسجع لباس يې اغوستی وي لکه دصوفيانو شطحيات يې ښه مثال كيدای شي يا كليله ودمنه اومرزبان نامه هم په دې ډول كې راوړلي شميري .
خو منثور شعر ددی پر ځای چې پخواني عروضي نظام ولري خاصه موسيقي لري· کله دمنځنيو قافيو اواهنگونو نه پرته له دې چې دا موسيقي ديو ډول هماهنگۍ خاص نظام محصوله وي، برخمن وي.
دنوی څپي قالب په حقيقت کې هماغه منثور شعر دی . په غربي ادبياتو کې سره له دې چې د اولسمې اواتلسمې پيړيو په ادبياتو کې يې نموني ليدلای شو ، خو عملا دا ډول شعر په ۱۹ پيړۍ کې دبودلر له خواپه خاص ډول دپاريس ملال اودشر گلونو د ټولگو په وسيله او همدارنگه دارتور رمبو له خوا د((اشراقات)) اوپه ((دوزخ کې يو فصل)) اوهمدارنگه داستفن په منظومه کې چې په ديا را گراديو ټولگه کې دمالارمه له خوا پيل شو .په ۲۰مه پيړۍ کې يې دمعاصر شعر يو مهم جريان شو. په انگليسي ژبو شاعرانو كې چې منثور شعرونه يې ويلي اسکاروايلد امې لاول اوتی اس اليوت نه عبارت دي .
خو ددې ټولو خبرو بر سيره هغه ټول عوامل چې ورځينۍ ژبه له شعرې ژبې بيلوي هغه اهنگ اوتوازن دې چې دهغو په وسيله کلام امتياز پيدا کوي . اوپه حقيقت کې دموسيقايي نظام له لارې د کلماتو دانقلاب يا محشر اود ژبې دکلماتو اولغاتو دتشخص سبب کيږي .کولای شو هغو ته موسيقايي ډله ووايو اودغه موسيقايي ډله پيژندل شوي عوامل اودتحليل اوتعليل وړ دي لکه دوزن ډولونه ،قافيه ،رديف ،جناس يا دوه ورته کليمی اونور دي .
دشعر موسيقي پراخه لمن لري گويا هغه لومړني عامل چې په ژبه کې دکلماتو دانقلاب اوپاڅون سبب کيږي لومړني انسان يې حيران کړ · همدغه دكلماتو اوازونو په نظام کې موسيقي کارول دي . لومړني انسان دکلماتو اودويو بدلون دلومړي ځل له پاره دوزن په ډگر کی اودژبې اوموسيقي بيلابيل شکلونه يا نظام وموند. ژبي ډير بدلونونه وليدل اوتکامل يې وکړ.
دوينا هر ټولگه ديوه اندازه اوايي اوداوازونو له عناصرو نه جوړه ده . اودغه اوايي اواوازي ټولگه کيدای شي يو له بله سره يا ځينې يې دځينو نورو سره توازن اوتناسب ولري . دهغه امکاناتو له مخې چې ددغه توازن په استقامت کې په يوه اوايي ټولگه کې را منځ ته کيږي اودتصور وړ وي دموسيقي ډولونه په كې دتصور وړ دي . که چيرې داوازونو ټولگه په يوه قطار کې کيښودل شي که نحوي نظام ولري اوکه وي نه لري داوازونو دغه ټولگه يو ډول ژبنۍ موسيقي لرلی شي .
په پښتو شعر كې دا مساله يا دژبې اهنگ اوموسيقي نوره هم په زړه پورې ده · هيوادمل صيب دمشهور پښتو څيړونكي حبيب الله رفيع صيب له قوله ليكي چې پښتو په ابتدا كې داورادو اودوعا گانو ژبه وه · په دې ډول په دې ژبه كې اهنگين كلام را منځ ته كول له نورو هغو نه اسان اوپه زړه پوري دي · دپښتو لنډۍ دپښتو ژبې يو بې مثاله نمونه ده · په ليكلي توگه په پښتو كې اهنگين اوموزون كلام په خيرا البيان دپير روښان په اثر سره پيل كيږي · سره له دی چې دغه اثر ته ډيرو كسانو مسجع نثر ويلي خو استاد مرحوم مغفور اكاديميسن پوهاند رشاد هغه دنظم يوه نمونه بولي ·
استاد رشاد دكابل چاپ دخيرالبيان په سريزه كې دا پوښتنه را وړاندي كوي چې خيرا البيان نظم دی كه نثر اوبيا دڅيړني له پاره داخوند درويزه دانقل را وړي چې اخون درويزه دمخزن الاسلام په سريزه كې كښلي دي په دې ډو ل :
(( دا كتاب ما ددې له پاره كښلی دی چې په پښتنو كې دبايزيد (پير تاريك )تبليغي اغيزه كمه كړم ،بايزيد پير تاريك پښتو شعرونه ويل ،په هغو كې به يې دشريعتونو (؟) علم اوملايانو غندنې كولي ،بي معنی شعرونه به يې پښتنو ته ورښوول ·ما دده پرضد دپښتو شاعري پيل كړي ،په نظم كې مې دكافرانو ،زنديقانو ،معتزله وو ،روافضو غندنې وكړلي،دديني عقايدو په باب می عربي خبرې په پښتو نظم كړی ، اوپښتنو ته مې وروښوولی ،زه په شاعرۍ كې ترده وړاندې سوم، ډېر خلك مې دده له پيروۍ را وگرزول·)) (۱ )
۱·عبدالشكور رشاد (سريزه )·خيرالبيان كابل چاپ · ۸۲مخ كال :
استاد رشاد له څيړني داسې نتيجه راباسي اوليكي :
۱·اخوند درويزه ځان ناظم بولي اودا خبره رښتيا هم ده · ځكه دمخزن الاسلام څو برخې چې ځينې يې په اخون درويزه پورې اړه لري ،نظم دی كه څه هم تراوسه پوری دغه برخې دمسجع نثر په نامه پيژندل سوی دی ·
۲·اخوند درويزه په پښتو ژبه كې بايزيد (پير روښان ) هم ديوه داسې ناظم په توگه مني چې ترده يې په نظم كې درجه څه كښته ده(البته دا د اخوند ارشادات !دي ) اودهغه پښتو نظمونه به خلكو ويل يا ساتل چې ده اوريدلي يا ليدلي دي ·
عبدالشكور رشاد (سريزه )·خيرالبيان كابل چاپ · ۸۳مخ كال :
استاد په دې نظر دی چې په دورونو كې دموزونې وينا اومطلوب وزن ترمنځ اويا ددوو دورونو ترمنځ دهجاوو دشمير اوڅرنگوالی موافقتونه ريتميكي هم اهنگي ده · هغه وايي په كومه وينا كې چې بشپړه ريتميكي هم اهنگي وي هغه نظم بلل كيږي · په مرجز نثر كې دغه ريتميكي هم اهنگي لږه اونيمگړي وي ·
استاد دې ټكي ته هم اشاره كوي وايي په خيرا لبيان كې ځيني وختونه داسي هم پيښيږي چې ددورونو په پای كې تر مسجعې كليمي وروسته هيڅ راز معنوي اړيكي اوريتميكي ضرورته دعيان كليمه راغلي ده · لكه :
په پوزه داوبو ننه ايستل اودرې واره وله دهر اندام ،عيان
دجوهړ ،ددرياب ،درود دچيني اوبه پاكه ده اوداسمان عيان
يا داچې :
سجين مې كا ڼی كړی دی پكښې مې سوری كړی دی
دراحت حال بی دعذاب په حال بدل كړم عيان
استاد وايي چې زما دعروضي مطالعې له مخې په خيرا لبيان كې دسيلابوتونيك سيستم سره سم دغه دوه رازه ريتميكي هم اهنگي شته ·اودا هغه ريتميكي هم اهنگي ده چې دورونه يې په لږه پوجی(تنقيح )اولاس وهلو سره موزون كيږي · داسي ډير مثالونه نور هم شته ·دخير البيان له پاره داستاد سريزه په دې برخه كي ښه كيلي كيدای شي ·
داخوند درويزه اثر مخز الاسلام هم ددې ډو نظم يو بله مثال دی چی داسې پيل كيږي :
په نامه دحق اغاز كړم اوس له دې علم كلامه
دی رحمان رحيم خدای دی بله چار دې شي تمامه ·
بادشاه دبادشاهانو ترمعتبرو معتبردی
دده صفت دی دبزرگۍ ترجمله عقلونو بر دی ·
په اغاز دامالې يې دا فقير بنده بيان كا
له توحيده به څه وايي لكه در چې له صدفه يې روښان كا ·· ····· مخزن بيان اول ۲ مخ پيښور چاپ·
همدارنگه زموږ په معاصرينو كې دشهيد استاد پوهاند دوكتور مجروح دځانځانۍښامار اثر يوه بله ښه نمونه ده · چې يوه رواني اوفلسفي داستان په نظم هست شوی دی ·
لاروی دنيمو شپو وم،
هلته ناست دسمڅې خولې ته ،
هك حيران وم
نږدې هلته ·
ښكاريده ړنگ ديوالونه ،
كنډوالې وې دكوم زوړ لرغوني ښار دا،
رواقونه ځوړند ځوړند مرمري ستنې ولاړې ځنې ملاستې
داسې فكر مې كولو
اخر څوك به را پيدا شي
زمانې به ورياديږي تېرې تېرې
ددې وركې ابادۍ
خبر به واخلي
ددې ښار تير شوی ژوند به را بيان كړي
راته وبه كړې کيسې زړې زړې هم
په دې لړ كې دازاد شعر په نوم گړنه هم كارول كيږي : ازادشعر هغه شعر ته وايي چې وزن يې ديوې ټاكلي نمونې تابع نه وي كرښې يې لنډې اودبدلون په حال كې و ي·په ازاد شعر كې وزن دطبيعي اهنگ تابع وي او دمختلفو حالاتو بيان كوي · ازاد شعرونه اغلبا بې قافيي وي ·
په اروپا كې ازاد شعر په نولسمه پيړی كې دفرانسوي سمبوليستو شاعرانو له خوا هست شو·دغه شاعرانو شعر يو ډول مكاشفه بلله · وزن يې يو ډول قيودات اودخپلو شرايطو سره سازگار نه بلل · شعرونه يې په يو ډول زياته ازادی سره اوله هر ډول الزام پرته دوزني رعايت دنموني په نسبت په ټاكلي وزن هستول ·
ايرانيان نيمايي شعر هم يو ډول ازاد بولي اوپه دې باور دي چې دغه شعر عروضي وزن لري خو پايي يا دستونو دشمير له مخي دكلاسيك شعر سره توپير لري ·
لايق صيب په پښتو كې د نوی شعر مفهوم كاروي ·هغه ليكي : ما تقريبا ديرش كاله دمخه (۱۳۶٠)ددغه جريان لومړني شكلونه اونمونې وپيژندلي · اوباور مې راغې چې پښتو شعر دخپل تكامل نوی پړاو ته ننوتی دی ·نوی ژبه نوې هدفونه اونوې قالبونه به را منځ ته كړي ·ما راوروسته بيا دپښتواونوي شعر تر عنوان لاندي يوه مقاله خپره كړه · په هغه ورځو كې دهغې زمانې دمطبوعاتو مستقل رياست له خوا دنويو شعرونو ترعنوان لاندي دمنتخبو شعرونو يو كتاب خپور شو دهغي مجموعي وجود پخپله دنوي شعر پر شته كيدو باندې يو عيني گواه اوسند بلل كيږي ·
لايق صيب زياتو چي په هغه مهال ددغه كتاب محتوياتو دنوي شعر په باره كې نقد اوبحث را منځ ته كولو اودپښتو دعنعنوي سنتي شعر له چاپيريال څخه يوې نوي پوړی ته پښه وراوچتول اسان كړل ·
اوس كه دپورتنې شننې وروسته خپلې خبرې راټولي كړو نو دهغو په استناد به دا سې ووايو چې په نوې شعر كې هم وزن اهنگ اوموسيقي اوشاعرانه حال اوددې سره جمع تصوير اوايماژ مهم عناصر دي موږ يوازې دكلماتو قطار چې تصوير ونه لري .شاعرانه حال ونه لري .اوكلمات داسی كلستر اوتولگه نه وې چې يو اهنگ ترې راپورته شې ،مشكله به وي چې شعر ورته ووايو ·