تاند- د پاکستان پوځ پرون وویل چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) ريیس رضوان اختر له امریکايي چارواکو سره د استخباراتي مسایلو په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته رسېدلی دی.

له کله چې اختر تېر کال د پاکستان د استخباراتو مشري په غاړه اخیستې ده، دا امریکا ته د ده لومړنی رسمي سفر دی.

د آی ایس آی رييس د امریکا د دفاع وزیر له څرګندونو څو ورځې وروسته امریکا ته سفر وکړ.

د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر ویلي و، له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ورووالي په راوستلو جدي غور کوي.

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې رضوان اختر به یوازې د استخباراتي مسایلو په باب له خپل امریکايي ساري جان. او. برینان سره خبرې وکړي.

خو د پاکستان د امنیتي چارو متخصص حسن عسکري وايي، د دغو چارواکو د خبرو په لړ کې به له طالبانو سره د سولې د خبرو په باب هم بحث وشي.

عسکري زیاتوي، دواړه خواوې به د افغان طالبانو، کابل او امریکا ترمنځ پر احتمالي خبرو او د پاکستان له لوري په دې پروسه کې د اسانتیا د رامنځته کولو په اړه هم خبرې وکړي.

د فرانسې خبري اژانس د دغه پاکستاني نظرخاوند له قوله وايي چې رضوان اختر به خپل امریکايي ساري او نورو دفاعي چارواکو ته د کابل او اسلام اباد په اړیکو کې د وروستیو انکاشافاتو او د پولو په اوږدو کې د روانو همکاریو په باب هم معلومات ورکړي.

د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف په وروستیو کې ویلي چې د کرزي له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړ.

فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د ولسمشر غني له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

افغان مشرانو په وروستیو کې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره د پاکستان د هلوځلو بیا بیا ستاینې کړي دي.

فرانس پریس وايي، که څه هم په پاکستان کې ملکي حکومت واکمن دی خو پوځ او استخبارات یې لا هم پر حکومت په تېره بیا د افغانستان د پالیسۍ په برخه کې زیات کنټرول په لاس کې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *